قیامت -پوښتنې او ځوابونه

د قيامت  ورځ

پوښتنه: د(قيامت ورځ) كومې ورځې  ته وايي؟

ځواب: قيامت هغې ورځې ته وايي چې  ټول انسانان او حيوانات به پکې مري اوټوله نړۍ به خاوره کيږي ، غرونه به دپنبه وو دګلانو په څېر په هوا كې والوزي، ستوري به ټوټه ټوټه شي ؛ لاندې به راولوېږي، لنډه داچې هرشى به خاورې اوله منځه به ولاړشي .

پوښتنه: ټول انسانان اوحيوانان به څرنګه مري ؟

ځواب: حضرت اسرافيلu به شپيلۍ پوه كړي د شپيلۍ آواز به دومره ويروونكى اوزړه ايستونکى وي چې له وېرې به يې ټول خلك مړه اوهر شى به ټوټه ټوټه او له منځه ولاړ شي .

پـوښـتـنه: قيامت به کله وي؟

ځواب: قيامت راتلونكى دى خو ټاكلى وخت يې له الله پاک پرته بل چاته معلوم نه دى، هو ! دومره څرګنده ده چې دجمعې په ورځ د محرم په لسمه نېټه به وي اوزموږپيغمبر صلی الله عليه وسلم  يې ځينې نښانې ښودلې دي هغوته كه وكتل شي داسې ښکاري چې قيامت نږدې دى.

پـوښـتـنه: دقيامت نښانې كومې دي ؟

ځواب:پيغمبر صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي چې:1- كله چې په دنياكې ګناوې زياتې شي.2- خلك دخپل مور اوپلارسرغړونه اودهغوى بې ادبي پيل کړي.3- په امانت كې درغلي پيل شي.4- سندرې غږول، اتڼ اوساز به زيات شي.5-وروستي خلك به په پخوانيونېکوخلکوپسې سپکې سپورې پيل كړي.6- بې علمه اوكم عمله خلك به مشران شي 7- شپانه اودټيټې درجې خلك ددنګو ودانيوپه جوړولو پيل وكړي .8- ناپوه خلك  به غټو چوكيوته ورسيږي، کله دې چې داهرڅه سرپه سترګو ولېدل نوپوه شه چې قيامت نږدې دى.

د تـقدير بيان

پوښتنه: تقدير څه ته وايي ؟

ځواب: دهرې خبرې او هرشي دښه اوبد اندازه چې له پخوا،نه د خداى پاک په علم كې ټاكلى شوى اودهرشي له پيداكېدو دمخه خداى پاک ته څرګنده وي ، دالله پاک همدې علم او اندازې ته تقديروايي ، هيڅ يوښه اوبد شى دالله پاک له علم او اندازې دباندې نه دى .

له مرګ وروسته بيا ژوندي كېدل

پوښتنه: له مرګه وروسته دبياژوندي كېدو معنا څه ده؟

ځواب: كله چې دقيامت په ورځ هرڅه له منځه ولاړ شي،اسرافيلu به دوهمه شپيلۍ پو كړي چې په دې سره به بېرته ټول انسانان راژوندي شي، د حشر په ډګر(ميدان) كې به ټول مخلوق  دالله پاک درانه حضورته وړاندې شي ، حساب به اخيستل كېږي ، دښو اوبدو كارو بدله به وركول كيږي ، په كومه ورځ چې داكارونه ترسره كيږي هغې ورځې ته (يوم الحشر) ـ ديوځاى كېدو ورځ ـ (يوم الجزاء)او (يوم الدين) ـ بدلې وركولو ورځ ـ او(يوم الحساب) ـ دحساب ورځ وايي.

پوښتنه: په ايمان مفصل كې دكومواوو (7)شيانو يادونه راغلې په هغوكې كه څوك يوه يا دوه خبرې نه مني مسلمان بلل كيداى شي او كه نه؟

ځواب: نه ! هيڅكله نه، كله چې يوڅوك دالله پاک كتابونه، ملائكې، دقيامت ورځ، تقدير اوله مرګه وروسته بياژوندي كېدل نه مني مسلمان نشي بلل كېداى  .

پوښتنه: حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم  داسلام پنځه بناوې ښوولي، په هغو كې خو دملائكو اودالله تعالى دكتابو ،دقيامت ، تقدير اونورو خبرويادونه  نه ده شوې ؟

ځواب: په هغو پنځو شيانو كې يوهم پرحضرت محمد صلی الله عليه وسلم  ايمان را وړل دي اوڅوك چې پرحضرت محمد صلی الله عليه وسلم  ايمان راوړي ، نوهغه به يې خامخا ټولې بيان کړې خبرې  مني  اودالله پاک كتاب چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  راوړى دى پرهغه به هم خامخا ايمان راوړي او ټولې هغه خبرې چې په ايمان مفصل كې يې يادونه راغلې دخداى پاک له كتابه (قرآنكريم)اود پيغمبر صلی الله عليه وسلم  له ويناوو ( احاديثو ) ثابتې شوې.

پوښتنه: كه يوڅوك ددې ټولو خبرو په زړه سره باورولري اوپه ژبه يې اقرار وكړي ؛ خو لمونځ نه كوي او يازكات نه وركوي يا روژه نه نيسي، يا حج نه كوي هغه مسلمان دى؟

ځواب: هو ! مسلمان دى  خو ډېرزيات ګناه ګار اودالله تعالى نه ياغي دى ، داسې مسلمان ته(فاسق)وايي ، دوى ته به لومړى دخپلو ګناوو سزا وركول كېږي بيا به خلاصون مومي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب