ملایکې | پوښتنې او ځوابونه

پوښتنه:  له نږدې (مقربو ) ملائكو پرته دنورو ټولو ملائكو مرتبه په خپل منځ كې برابره ده اوكه كمه يا زياته ده ؟

ځواب: څلور نږدې ملائكې چې نومونه يي تاسو دتعليم الاسلام په دوهمه برخه كې ولوستل ترټولو ملائكو غوره دي؛ خو له دوى پرته نورې ملائكې هم شته چې په خپلو منځو كې دكمې اوزياتې مرتبې لرونكې دي داسې چې  ځينې يې ډېرې نږدې اوځينې لېږ نژدې دي.

پوښتنه: ملائكې څه كاركوي ؟

ځواب: په اسمانو اوځمكو كې بې شمېره ملائكې پر بېلابېلو كارو بوختې دي، لنډه داچې داسمانو اوځمكوټول كارونه الله پاک ملائكو ته سپارلي اوملائكې يې دالله تعالى له حكم سره سم سرته رسوي .

پوښتنه: دملائكو يوڅو كارونه راته وښاياست ؟

ځواب: لومړی :حضرت جبرائيلu به دالله پاک پيغام، حکمونه او كتابونه پيغمبرانو ته راوړل او كله نا كله  دانبياوو د مرستې لپاره اود الله جل جلاله  اودرسول صلی الله عليه وسلم  ددښمنانو سره دجګړې لپاره هم رالېږلې شوې ده، په ځينو وختونو كې دهمدې په لاس دالله پاک عذاب پرياغي (نافرمانه) بندګانو هم نازل شوى دى.

دوهم :حضرت ميكائيلu مخلوق ته روزي رسول، باران اورول او نورو كارونو په سرته رسولو بوخته ده اوبې شمېره ملائكې يې ترامر لاندي كار كوي، ځيني يې پر دريابونو، سندونو، تالابونو او اور ټاکلې شوي دي ، دوى ټولې دالله پاک له حكم سره سم كارونه سرته رسوي .

دريم :حضرت اسرافيل عليه السلام به دقيامت په ورځ شپيلۍ وهي.

څلورم : حضرت عزرائيل عليه السلام دمخلوق د ساه ګانو (روح) پر اخېستو ټاکل شوې ده اوډېرې ملايكې يې  تر امر لاندې كاركوي . دنېكو بندګانو ساه اخېستونكې  ملائكې بېلې اود بدكارو انسانانو جلادي او له دې پرته دملائكو يو څو نور كارونه دادي : [1]ـــ  دهرانسان سره دوه ملائكې وي يوه يې ښه عمل اوبله يې بد عمل  ليكي ،  دواړوملايكو ته (كرام الكاتبين)  وايي .[٢]ـــ ځينې ملائكې له آفتونو او بلاوو دانسانانو پرساتنې  ټاکل شوي دي، دماشومانو، سپين ږيرو،كمزورو نه پرته دهغو انسانانو ساتنه هم كوي چې په اړه يې  الله پاک ورته دساتنې لارښوونه وكړي.[٣]ـــ ځينې ملائكې دانسان له مرګه وروسته په قبر كې ترې پوښتنې كوي اوهر انسان ته په قبرکې تر خښيېدو وروسته دپوښتنو لپاره دوه ملائكې راځي يوې ته(نكير) او بلې ته(منكر) وايي .[٤]ـــ ځينې ملايكې بياد ځمکې پرمخ ګرځي اوهغه مجلس ته ورځي چې دالله پاک يادونه پکې كيږي اوياهم قرآنكريم پکې لوستل كېږي اوڅومره خلك چې په هغه  مجلس کې ګډون لري اوياپه دې نېك كار اخته وي الله پاک ته دهغوى د ګډون ګواهي وركوي؛ په دنيا كې چې څومره ملائكې كارونه كوي هغوى سهار اوماښام بدلېږي د سهار د لمانځه په وخت كې دشپې ملايكې اسمانوته خېږي اودورځې ملايكې راكوزيږي بيادمازديګرله لمانځه وروسته دورځې ملائكې ځي اودشپې كار كوونكې ملايكې راځي .[٥]ـځينې ملايكې بيادجنت پر كارونوبوختې دي.[٦]ـــ ځينې نورې بياددوزخ پرچاروبوختې دي .[٧]ـــ ځينو ملايكو دالله پاک عرش نيولى دى .[٨]ـــ ځينې نورې ملايكې بيا دالله پاک په عبادت، تسبيح، او پاكي بيانولو اخته دي .

پوښتنه: داله څه معلومه شوه چي ملايكې دومره كارونه كوي ؟

ځواب: داټولې خبرې په قرانكريم اوحديثونوكې راغلي دي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب