اودس او لمونځ | پوښتنې او ځوابونه

اودس څه ډول كول په كار دى ؟

ځواب: په پاك لوښي كې پاكې اوبه را واخله، پرپاك او لوړ ځاى كښېنه! په اوداسه كې قبلې ته مخامخ كېناستل غوره دي ؛ خوكه چېرته مو كه نه وه هيڅ باک نه لري ، لستوڼي ترڅنګلو پورې پورته كړه!  بسم الله ووايه اودواړه لاسونه ترمړوندو پورې ومينځه! بيادرى وارې په خوله اوبه ورغړوه! مسواك ووهه! كه مسواك نه وي نوګوته په غاښوپورې وموښه! بيا درې ځله پوزې ته اوبه واچوه! دچپه لاس په خچڼه ګوته پوزه پاكه كړه! درې ځله مخ ومينځه! خو مخ ته په تيزۍ سره اوبه مه اچوه ، بلكې په كرارتندي ته اوبه واچوه اومخ ومينځه ! . دوېښتانو دشنه كېدو له ځايه نيولې دزنې ترلاندې برخې پورې اوديوه غوږڅخه تربل غوږ پورې مخ مينځل پكاردي ، بيا له څنګلو سره درې وارې دواړه لاسونه ومينځه ، لومړى ښى لاس درې وارې بيا چپ لاس درى وارې مينځل په كاردي .  بيا لاس په اوبو لوند كړه دسرمسح وكړه اود غوږو مسح وكړه، بيا دورمېږ(غاړه) مسح وكړه اويواځې يې يوځل كول په كار دي . درى ځله دواړه پښې سره له بيډيو ومينځه ، لومړى ښۍ بيا چپه پښه ومينځه ! .

د لمانځه طريقه

پوښتنه: دلمونځ كولو طريقه څه  ډول ده ؟

ځواب: دلمانځه دكولو طريقه داسې ده:كله چې اودس وكړې، پاك كالى واغونده،په پاك ځاى قبلې ته مخامخ ودرېږه ، دلمانځه نيت وكړه ، دواړه لاسونه غوږوته يوسه او “الله اكبر” ووايه ،اوبيا لاسونه دنامه دغوټۍ لاندې داسې وتړه چې دښي لاس ورغوى دچپ لاس پر خپړه راشي.په لمانځه كې په ادب سره ودريږه يوې بلې خواته مه ګوره دالله تعالى لورته ځيراوسه،لاسونه چې وتړې لومړى ثناء ولوله: (سُـبحَانـَكَ اللـّهُمَ وَبِحـَمدِكَ وَتَبـارَكَ اسـمُكَ وَ تـَعاَلَی جَـدُّكَ وَلا الـَهَ غَـيـرُك) بيا تعوذ(اعـوذ بالله من الشيطان الرجيم) او تسميه (بسم الله الرحـمن الرحيم) اوالحمد لله ولـوله!الحمد لله چې خلاصه شي، نو په كراره آمين (خدايه زما دعا قبوله كړې) ووايه،ورپسې سورت اخلاص يا بل سورت چې ياد دې وي ووايه،بيا ” الله اكبر” ووايه ركوع ته ښکته شه،په ركوع كې ځنګنونه په دواړه ورغوو ونېسه.  دركوع تسبيح (سُبحانَ ربيَ العظيم) درې يا پنځه ځله ووايه، بيا تسميع(سَـمِـعَ اللهُ لِـمَنْ حَمِدَه) ووايه،تحميد (رَبنا لَكَ الـحمد) هم ووايه، بيا تكبير ووايه، سجدې ته داسې لاړشه چې لومړى دواړه ځنګنونه بيا دواړه ورغوي پرځمکه ولګوه ، پوزه ، تندى اومخ مو بايد ددواړو لاسو ترمنځ د سجدې پرځاى وي ، دسجدې تسبيح (سبحان ربي الاعلى) درې يا پنځه وارې ووايه، بيا تكبير ووايه اوله سجدې چې راپاڅيږې نېغ كښېنه ،تكبير ووايه دوهمه سجده هم په همدې څېر وكړه، بياپورته شه، د ولاړېدو پر وخت پرځمكه لاسونه مه لګوه . په سجدو کولوسره يو ركعت پوره شو او س نو دوهم ركعت پيل كړه ، بسم الله او الحمد لله ووايه او يو بل سورت هم ورسره کړه ، بيا ركوع اودواړه سجدې وكړه ، كښېنه ،اول تشهد بيا درودشريف ووايه او په پاى کې لومړى ښي لور، بياچپ لورته مخ واړوه، اوس نو دوه ركعته لمونځ پوره شو .  له سلام ګرځولو وروسته “اَللَّهُمَّ اَنتَ السَّلاَمُ وَمِنكَ السَّلاَمُ تَبَارَكتَ يَا ذَاالـجَلالِ وَالاكرَام” ووايه او لاس پورته كړه دعاء وكړه خودومره يې هم مه پورته كوه چې تراوږو دې پورته شي، دعا چې كله خلاصه كړې دواړه لاسونه پرمخ تېركړه .

پوښتنه:دسجدو ترمنځ اويا هم دتشهدپر مهال څه ډول ناسته په كار ده؟

your ads

ځواب: ښۍ پښه بايد ولاړه اودګوتو مخ يې قبلې لورته وي اوچپه پښه څملوه پرې كښېنه،اودواړه لاسونه پرځنګنوکښيږده.

پوښتنه: دامام،مقتدي اومنفرد په لمانځه كې کوم توپير دى ؟

ځواب:دامام، مقتدي اومنفرد په لمانځه كې لږ توپير شته.يو توپير دادى چې: امام او منفرد دواړه په لومړي ركعت كې له ثنا وروسته اعوذ بالله او بسم الله او الحمدلله  او سورت ټول پوره وايي ، اوپه دوهم ركعت كې هم بسم الله او الحمدلله  اوسورت پوره وايي؛ خو مقتدي به يواځې په لومړي ركعت كې ثنا وايي اونور به په دواړو ركعتونو كې پټه خوله ولاړ وي .

دوهم توپير يې دادى چې : دركوع نه دراپورته کېدو پر مهال امام او منفرد دواړه”سَـَمعَ اللهُ لِمْن حَـمِدَه ” وايي اومنفرد دتسميع سره تحميد هم ويلاى شي،خومقتدي ته يواځې(رَبْنَالكَ الـحَمدْ) ويل په كار دي .

پــوښـتنه :كه لمونځ درې ياڅلورركعتي وي نوبيا څه ډول كيږي ؟

ځواب :دوه ركعته لمونځ خو بايد همغسې وكړي څرنګه چې دمخه وويل شول؛خوپه لومړۍ قعده كې دې له التحيات اوياتشهد نه وروسته درود شريف نه وايي ، بلكې (اللهُ اَكبَر) دې ووايي اوبيادې ودريږي.كه لمونځ واجب ياسنت يا نفل وي نو پاتې دوه ركعته دې د مخكني دوو ركعتو نو په څېروكړي او كه چيرې فرض وي؛ نو په دريم اوڅلورم ركعت كې دې له “الْـحَمدُلِلهِ” نه وروسته سورت نه وايي ، اوپاتې نور دې دهمغو پخوانيو دوو ركعتونو په څېر وكړي .

پوښتنه: آيا سنت او يانفل لمونځ دري ركعته هم كيږي؟

ځواب: سنت اونفل لمونځ درى ركعته نه كيږي دوه يا څلور ركعته كيږي.

پوښتنه: دركوع كولو سهي طريقه څرنګه ده ؟

ځواب: ركوع داسې بايد وشي چې ملا له سر سره يو ډول وي ، داسې چې نه سرله ملالوړ اونه ټيټ وي اودواړه څنګلې بايدله خېټې او تشيو نه لرې وي او ځنګنونه بايد په خپړو ټينګ ونيسې .

پوښتنه: دسجدې سهي طريقه څرنګه ده ؟

ځواب: سجده داسي کيږي چې خپړې پرځمكه وي،مړوندونه او څنګلي له ځمكې پورته وي، خېټه له ورنو لېرې او لاسونه له پښتيو  جلا وي .

پوښتنه: له لمانځه وروسته پر ګوتو دشمېر پر وخت څه ويل كيږي ؟

ځواب: (سبحان الله) (33) ځله ،(الحمدلله) (33)ځله، او(الله اكبر)  (٣٤) ځله ويل كيږي چې زيات ثواب لري .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب