اسلامى نهضت او علمي، نقدي تاريخ ته اړتيا!

يو درويشت كلن ځوان ته د اعدام سزا اورول كيږي، هغه ډېر ډاډه دى، او قاضي ته وايي چې د قيامت په ورځ به سره مخامخ كيږو… كله چې د اعدام شېبې رانزدې كيږي هغه دوه ركعته لمونځ كوي او بيا په دنګه غاړه د جنرال فيض محمد خلقي د تومانچې ګوليو ته ټټر نېغ نيسي… دا د اسلامي حركت لومړنى قرباني وو، هو! انجنير حبيب الرحمن د يوه انقلابي شهادت په منلو خپلو لارويانو ته يوازې تقليد نه بلكه د لارې هغه نښې جوړې كړې چې وروسته پرې تر يونيم ميليون ډېرو شهيدو ارواو ستړې ستړې دمې وكړې.
همدا كيسه بيا تكراريږي مولوي حبيب الرحمن ته داوود خان وايي چې يوازې همدا تاسې ملايان يئ چې د كليمې لپاره راپورته شوي ياست؟
هغه چې ورته تاريخي ځواب وايي نو ولې د تاريخ تر ټولو ډېر غولېدلى سردار هومره غوسه كېږي چې د خپلې كاذبې انا په غرور كې د يو بل حبيب الرحمن دولتي ترور همغسې سطحي اخلي چې د انجنيرشهيد كسات ته يې د54 كال خپاره خو له شوكه ډك عمليات تر سره شوي وو… مولوي حبيب الرحمن، غلام رباني عطيش، او ډاكټر محمد عمر د همدې سطحي پرېكړې هغه ژور شهادتونه دي چې پر تسلسل يې پېښ شوي بدلونونه لا هم انجام ته نه دي رسيدلي. د (جوانان مسلمان) دا رشادتونه د تاريخ كومه برخه نه ده بلكه په خپله يو تاريخ دى چې له بده مرغه په دې اړه ډېر محدود قلمونه چليدلي دي.

اسلامي نهضت شفاهي تاريخ  ته پاته دى!

په ټوله كې ويلاى شو چې د اسلامي حركت تاريخ شفاهي كيسو ته پاتې كېدونكى دى او دا به د اسلامي حركت په تاريخ كې تر ټولو غټه غميزه وي. د جوانان مسلمان (اسلامي نهضت) څومره ناليكلې كيسې به همداسې ناخوندي پاته وي… شته نسل خو به خپل طبيعي مرګ ته رسيږي، ښايي راتلونكي نسل ته هم ځينې پلرونه د خپلو شهيدو او غازي سلفو د وياړ كيسې انتقال كړي… خو! تاريخ، تاريخ دى! هغه لكه ټپې شفاهي بڼې ته نه پاتې كيږي، راتلونكى نو د انټرڼېټ د دور او تر دې هم پرمختللى نسل دى، دوى به هغه د افسانوي كيسو پر لېږد هم باور ونه لري، دوى به د هرې تېرې پدېدې په اړه يوه ليكلي سند ته اړتيا لري… راځئ ځير شو، يوه ښه بېلګه يې امير عبدالرحمن دى، تر پېړۍ ډېر مهال وروسته نن د امير عبدالرحمن تاج التواريخ د هغه په اړه ګمانونه اړوي!  او دا ښايي د هغه مهال له عيني دورې سره په توپير كې وي خو هغه څه چې ليكلي راپاته دي او هغه څه چې د هغه په اړه شفاهي را انتقال شوي په پرتله كې به يې نن پر تاج التواريخ حساب كيږي.
په همدغه تناظر كې وګورئ چې د اسلامي حركت په اړه څومره ليكنې شوي دي؟ مونږ ولې د پروني افغان سيد جمال الدين په څېر اسلامي حركت هم نالوستې او نا څېړلى پرېږدو؟  همغسې چې د جمال په اړه زمونږ په تاريخ او ادب كې ډېر كم څه تر لاسه كيږي اټكل دا دى چې د تاريخ دا تر ټولو ستر جريان به هم د تاريخ فقر ته له ياده وتلې افسانه پاته شي…

دكتور قرضاوي هم ترې سر ټكوي!

يوازې افغانستان نه دى بلكه په ټوله نړۍ كې اسلامي جريانونه له دغسې يوې ستونزې سره مخ دي، حتى اخوان المسلمون هم. كله مې چې د دكتور يوسف القرضاوي كتاب (الاخوان المسلمون سبعون عاماً، فى الدعوۍ و التربيۍ والجهاد) فارسي ژباړه كتله نو دغه ستر داعي هم د اسلامي حركت په اړه له عين ستونزې رنځېده.  نوموړي د كتاب په مقدمه كې په ډېر ښه تعبير ستونزه رانغاړلې وه او ليكلي يې وو: (ما همېشه پر اخوان دا انتقاد كړى چې خپل تاريخ يې په علمي، تحقيقي او مستدل ډول نه دى ليكلى، داسې تاريخ ليكنه چې له يوې خوا د ځان پلورو او د اخوان د دښمنانو د همفكره تاريخ ليكونكو له دود او ليارې لرې وي او له بلې خوا د اخواني ليكوالانو د (مناقب ليكلو) له دوده هم په واټن كې وي، البته چې دغه مناقب ليكونكي د اخوان ټول تاريخ او ماضي- مناقب او وياړونه بولي. نو ځكه  اخوان ته بايد په اصولي او اعتدالي سترګه وكتل شي، او هغه دا چې سمې او كمې  يې ټولې بيان كړاى شي، د اسلامي اصولو او هدفونو (چې په اړه يې بايد اختلاف ونه لرو) او د بشري اجتهادونو او پېژندنو په منځ كې بايد توپير ومنو).

د مسخه ګرو خاطرو هم راويښ نه كړل!

له بده مرغه د خاطره ليكلو هغه تود بازار هم زمونږ د اسلامي حركت ژوندۍ سټې راونه پارولې چې دثور كودتا له شوروي بادارانو نيولې بيا تر ماتو شويو خلفو ټولو يې پردي او پلورل شوي قلمونه ددې ملت د ارزښتونو په مقابل كې ډېر بد خوځول!  د قيصه خوانۍ ټولې مطبعې د همدې پردي غوبل په چوپړ كې وې… خو په مقابل كې يې يوازې په همدې بسنه كېده چې يو څو خورو ورو قلمونو د نبي عظيمي پر كتاب نقدونه وكړل، د غلام دستګير پر (عروج و زوال حزب ديموكراتيك خلق افغانستان) كوم نقد په اخبار كې راغى او د نورو چپيانو  او ځينو فاشيستي لوريو دخاطرو، كتابونو او ليكنو كيسه هم په همدې بڼه روانه وه. ريښتيا هم هغه ليكوالان د قدرو وړ وو چې لږ تر لږه يې دغسې مسخه كوونكي كتابونه نقد كړل، خو! دې كړنو يو څه تاوانونه هم له ځان سره درلودل، او هغه دا چې څومره يې دغسې له پوچو كيسو ډكې پاڼې پر لوستو وارزولې… هغوى له همدې وضعيته ګټه واخېسته او بيا يې پر نقدونو نقدونه وليكل، دې پروسې يو ليونى تكرار او پسې تكرار درلود…

څومره خندوونكي تحليلونه!

كله چې هم د اسلامي جهاد خبره راپورته شي نو همدغه غلام كركترونه بيا د خپل هماغه جنرالي موقفونو او د ړندو بمباريو او ټول وژنو په شرميدلي شاليد سره ځانونه د ملت سره په خواكې څرګندوي، شوروي غندي او بيا ورو ورو داسې تفكر ته ځاى پيدا كوي چې (ملت خو جهاد وكړ، شهيدان يې وركړل خو اسلامي حركت يو پردى او پلورل شوى جريان وو…)
كله چې هم د دې ملي پاڅون سرلارو ته خبره رسي نو قلمونه بېباكه شي او ډېر سپېڅلي شهيدان او غازيان چې د شوروي پر ضد يې همدغه پارېدلى ملت رهبري كاوه څومره بېواكه تر غندنو لاندې راولي… دوى هغه كيسې همغسې پټې ساتي چې په يوه ورځ كې يې د هرات  تر25 زرو ډېر مسلمان ولس شهيد كړ، دوى د ناهيد پر ټټر د شوروي سرتېرو هغه ګوليو ته هم مبرر پيدا كوي چې ځوانانو ته يې ټيكري ور غورځول، سينې يې وهلې او ويل يې چې مونږ د دافغانانو لپاره يو… ددې تاريخ په متن كې څومره ډېرې پېښې دي، او دا شرمېدلي قلمونه دغه ډېرې پېښې څومره په دوه مخيتوب له باوره باسي.

تر ابتذاله خاطرې!

د نجيب تر سقوط وروسته او په ځانګړي توګه د طالبانو د اسلامي امارت په مهال د خاطرو په نامه د تاريخ د مسخې يوه تېزه خو ډېره ننګوونكې او خواشينونكې دوره تېره شوه. ددې دورې ډېرې تښتېدلو خلقي- پرچمي جنرالانو او سياسي چارواكو خپلې خاطرې داسې سره پېيلې راواخېستې چې له يوه سره د ملت له ارزښتونو سره د ټكر په بريد كې وې. هر ډګروال به راپاڅېده او ځان به يې تر حسن شرق هم داودخان ته نزدې باله، پر داودخان د كودتا له پېښې به يې شروع وكړه، قلم به يې د هغه په نسبي توصيف وخوځاوه او بيا به يې په تسلسل هماغه كمونيستي ويونه او مرامونه په لږ څه اړولې بڼه په خورا مهارت تېرول، دا ‌ذوق تر ابتذاله ورسېده او ورو ورو هغه د خاطرو تود بازار هم مخ په سړېدو شو. ددې تمه كېده چې د خاطرو په دا تود بازار كې به د كوم خوردضابط يادښتونه هم د چاپ شرف وويني…
د همدې دورې په ترڅ كې د شوروي جنرالانو كتابونه هم پښتو ته وژباړل شول، دغه كتابونه ډېر بدرګه شول خو منځپانګه يې له څو تكراري اشد محرم اسنادو! پرته نور څه نه درلودل. دغو كتابونو تر شا ډېره پراخه ايجنډا درلوده، غوښتل يې د يوه مجاهد ملت په قربانيو ملنډې ووهي. دوى هر څه له شوروي ليده تحليل كړل، او په خپلو كتابونو كې يې شوروي ګټو ته حتى لاسپوڅي افغاني مشران لكه نانځكې مصنوعي ښوولي دي،  دوى په خپلو انټر ناسيوناليستي افغاني ملګرو ډېر بد راګرځيدلي  تر څو په افغان-شوروي جګړه كې شوروي ايډيالونه له شرميدلي پيغوره لږ په څنډه كړي. البته چې دغسې انټرناسيوناليستي موخو او لرليد ته په درناوي بايد افغان خلقي او پرچمي ملګري ټول پېغورونه او حتى كنځلې لكه جنرال ماياروف چې په تكرار تكرار  ترنم كړي وزغمي…

د تاريخ مسخه ګرو څه ليكلي؟

كله چې مونږ د اسلامي نهضت خبره كوو، موخه مو يوازې د اسلامي نهضت كيان او تشكيلات نه دي بلكه ټول هغه تاريخ او مبارزه مو مراد ده چې په يو شكل ترې نهضت او يا يادې پېښې اغېزمنې شوي دي، ددغه يون په تر څ كې ټولې هغه پېښې بايد په سم او دقيق علمي شكل د تاريخ بڼه واخلي  چې نن يې د شوروي لښكرو پروني لاسپوڅي پر اړولي او شرميدلي تعبير اړم دي… په هر صورت د يادو افغاني او شوروي جنرالانو ددې خاطرو او كتابونو غټې موخې په لاندې ډول دي:
دا چې شوروي لښكرې افغانستان ته د افغان ولسمشرانو د مسلسلو غوښتنو په ځواب كې راغلي، دوى د خپل منحوس يرغل د سپيناوي په خاطر د ملګرو ملتونو51 مه ماده هم ډېر بده تعبير كړې.
د دوى تر ټولو غټه هڅه داوه چې د افغانانو سپېڅلى جهاد په پرديو ريښو كې پټ معرفي كړي او دا چې شورويان دلته د ديموكراتيك ځوان دولت په ننګه د اشرارو د څو بانډونو! د ماتولو پسې راغلي وو.
دوى ددې په ځاى چې د خداى په وړاندې ددې عظيم او مجاهد ملت د ترهولو، تبعيدولو او وژلو له امله ټولنيزه توبه وباسي، په خپلو كړنو پښيمانه شي او په خپل جرم يو صادقانه اعتراف وكړي په بدل كې يې خپلو ټولو كودتا ګانو، جرمونو، وژنو، جبري مهاجرتونو او هر راز نارواو ته د سپيناوي بلا نامانوس دلايل وړاندې كړل.
شوروي لښكرې او خلقي دولت دواړه په ډېر دوه مخيتوب ددې هڅه كوي چې ددې ليكنو په مټ د افغان وژنې له پړې غاړه وباسي. شورويان د ټول وژنو پړې پر خلقي دولت غورځوي، پرچميان يې پر خلقيانو اچوي او خلقيان يې په اړه پرچميان پړ بولي. خو يوه خبره بيخي سپينه ده او هغه دا چې ددغو ټولو ټول وژنو د ګناه بار يو داسې دولت او ګوند په اوږو وړي
چې سوسياليستي ريښې لري. دا هيواد د سوسياليستي كودتاګانو د پايلې په توګه نني بدرنګ انجام ته رسېدلى دى.
د ټول وژنو په اړه بل شعوري انحراف دا دى چې دوى يې شمېرې ډېرې ټيټي ښايي. د بېلګې په توګه نبي عظيمي په خپل كتاب (اردو و سياست در سه دهه اخير) كې  د هرات د25 زره شهيدانو شمېر تر5000 ټيټ ښايي…
دوى هڅه كوي چې د شوروي لښكرو د (ويستلو او وتلو) په تعبيركې نازك توپير له منځه يوسي. او د همدې موخې لپاره دوى په يوه شريك ماموريت كې ددې لپاره كار كوي چې شورويان د ژنيو نړيوال تړون له مخې ووتل… دوى په دې ډول د افغان ملت د سپيڅلي جهاد نقش ته په سپكه ګوري.
– دوى په خپلو خاطرو كې د افغان ورونو قومونو تر منځ د عصبيت كرلو لوبه په ډېر مهارت سره لوبولې ده. د شوروى جنرال ماياروف  د كتاب په سريزه كې د كتاب پښتو ژباړن داود جنبش همدا موضوع ډېره ښه راخېستې ده… اصلاً دوى ددې يوه بوږنوونكې هڅه كړې ده
چې د تاجك، اوزبك، هزاره، او تركمن د محروميتونو د افسانوي كيسو په مټ پښتانه يو فاشېست او لوړتيا غوښتونكى قوم معرفي كړي.
– دوى چې په خپلو كتابونو كې اسلامپالي د اشرارو په نامه غندي چې تر شايې ډېرې كرغېړنې موخې پټې دي، دوى غواړي په سيمه او نړۍ كې د اسلام يو ډېر خشن او كركجن انځور وړاندې كړي، دوى په دې ډول دا كوښښ هم كوي چې وښايي اسلام ددې زمانې پر غوښتنو پوره نه دى او دا چې د سياسي كار وړتيا خو له سره لري نه.
– دوى د افغان مقاومت يو ډېر نااشنا تعبير وړاندې كوي، دوى كه كله هم د شوروي لښكرو پر ضد د ملت پر مقاومت اعتراف كړى نو بڼه يې ډېره كږه او اړولې ترسيم كړې ده، دوى داسې باور رامنځته كوي چې د شورويانو په وړاندې ملت جهاد كړى، خو ددغه عظيم عمل په اوږدو كې دې ملت نه كوم مشر درلود، نه يې قومندان درلوداو نه اتل… ددوى دا ادعا كټ مټ داسې ده لكه كه يو نقاد ووايي چې د ا نګليس پر ضد جهاد خو ولس كړى، د امير امان الله خان، سپه سالار نادرخان، او د جګړې د نورو محاذونو د قومندانانو په كې څه رول وو؟ همدا لامل دى چې دوى د خپلو ليكنو په اوږدو كې د افغان جهاد ډېر سپېڅلي شهيدان او اتل غازيان د خپلو كرغېړنو نيوكو لاندې راوړي.
دوى د داووخان په نظام كې د خلقي تيوري پر ضد د دمجاهدينو د54 كال عمليات ډېر بد غندي او پردي يې بولي خو بلې خواته د داوود پر ضد د خپلې منحوسې كودتا لپاره پنډ پنډ دليلونه ږدي.
– دوى د اسلامي نهضت منشاء، موخې او فعاليتونه ملي ضد او د هېوادنيو ګټو په مقابل كې ښايي. دوى په كابل پوهنتون كې د (جوانان مسلمان) كړنې له تشدده ډكې معرفي كوي.

د تاريخ د مسخې چلندونه!

په هر صورت دوى ډېر څه ليكلي او ليكي يې، خو هغه څه چې په ټوله كې
ددوى په ټولو ليكنو كې د پرنسيپونو په بڼه مراعتيږي په لاندې ډول دي:
لومړى دا چې دوى حقيقتونه هغسې تفسير او تعبير كړي چې ددوى فكري لورى يې غوښتنه كوي.
دويم دا چې دوى خپلو مدعاو ته هغه مراجع ټاكلي چې عملاً د اسلامي كار سره په ضد كې دي، دوى د لويديز خبريالانو او څېړونكو ټولې هغه سرچينې استعمال كړي چې په يوه استعماري لرليد كې يې د هغه مهال افغان پېښې شنلي دي. له بده مرغه دغو سرچينو يا خو عمداً نه غوښتل او يا خو يې نه شواى كولاى د اسلامي نهضت د اسنادو له منځه استدلال ولري!  دوى كه كله هم د اسلامي نهضت له سرچينو ګټه اخېستې نو هغه يې د خپلو فرضيو د اثبات په خاطر نيمګړې اخېستنه ده چې په پوره مهارت يې د ادبي غلا چلند كارولى دى.
درېم دا چې دغو ليكوالانو په خپله  عمداً تاريخي ريښينيو ته د انحراف وركولو شعوري هڅې كړي دي.

تاريخ ليكنه ننګونه كه اړتيا؟

اوس نو په ياد تناظر كې ددې فكر اړتيا ده چې د افغانستان پر اسلامي نهضت د يوه مستند تاريخ ليكل يوه بېسارې ننګونه ده او كه نه؟
پوښتنه دا ده چې، مونږ ولې د هغه مرحلې زهر جنې او وژونكې پايلې نه درك كوو چې زمونږ د خپل سپېڅلي او خودجوشه اسلامي حركت په اړه پردي او نامنوسه قلمونه كيسو ته منحرف لوري وركوي او تحليل يې ډېر وژونكى وي؟  كه مونږ په خپله خپل تېر نقد نه كړو نو نور به مو ډېر مغرضانه نقد كړي، هغه چې په ترڅ كې به يې د نهضت ټول وياړونه د ځينو واقع شويو هوسونو په غندنو كې په ګزونو رامات شي.  نو ځكه په اوسمهال كې تر ټولو دوه ستر عوامل بايد د اسلامي نهضت بچيان پر مستند تاريخ ليكلو اړ كړي، لومړى د منحرفو قلمونو بې لارې كوونكي تحليلي خاطرې او كتابونه چې په لوى لاس په افغانستان كې د اسلامي نهضت بنسټونه له بېخه باسي.
دويم لامل يې خپله د اسلامي نهضت د طبيعي سير تاريخ ليكلو ته اړتيا ده، كه دا كار ونه شي نو د افغانستان په معاصر تاريخ كې به د اسلامي نهضت بېسارې قربانۍ او اتل كردار ناويلې او ورك پاته شي.
دېته اړتيا ده چې د نهضت د اوږدې ماضي، حال او راتلونكي  په اړه يو علمي، مستدل او نقدي تاريخ وليكل شي، او دا يوه بېساري جرائت ته اړتيا لري، د بېلګې په توګه پېښې داسې په نښه كېداى شي: د نهضت پيل، بنسټ ايښودنه، د هغه مهال د حالاتو يوه ژوره او دقيقه شننه او په دغسې حالاتو كې د اسلامي نهضت همدغسې يوه خودجوشه وجود ته اړتيا، د كابل پوهنتون محصلينو په اتحاديو كې د جوانان مسلمان بېساري برياليتوبونه، د كمونېزم پر ضد د هر اړخيز مقاومت په توګه د يوه نوي تاريخ پيل، د54 كال عمليات، د اسلامي حركت د ډېرو لوړو استعدادونو دولتي ترورونه، د شوروي اشغال پر ضد د افغان مجاهد ملت رهبري كول، په پېښور كې د اسلامي نهضت څانګونې،د اسلامي نهضت تر څانګونو وروسته كله سطحي او كله ژور اختلافات، او بالاخره د نجيب تر سقوط وروسته د يوې بېسارې غميزې په توګه د اسلامي نهضت ارمانونو ته د نه درناوي او سپكې هغه خپلمنځي نښتې چې له امله يې ددې ستر ملي، اسلامي او اتل نهضت تېر وياړلى او له عظمتونو ډك تاريخ د جګړو په لوخړو كې له سترګو پنا شو…
اوس نو تاسو فكر وكړئ د خپل سبا فكر، ددې ملت د قربانيو او ارزښتونو د ساتنې فكر، او ددې هيواد د شرف او خپلواكۍ فكر چې وياړ يې د افغانستان اسلامي نهضت ته ورپه غاړه دى مونږ د يوه راڼه، سم او دقيق علمي تاريخ په ليكلو نه اړ كوي؟

څه بايد وشي؟

په افغانستان كې د اسلامي نهضت په اړه د دكتور محمد حليم تنوير، د حزب اسلامي افغانستان امير انجنير ګلبدين حكمتيار، دكتور حقشناس، او ځينو نورو پرته چې په دې اړه يې كتابونه ليكلي دي، نور قلمونه نه دي خوځيدلي. كه د دكتور تنوير كتاب (د افغانستان تاريخ او خپرونې) راواخلو نو په كې د تاريخ علمي بنسټونه او نورمونه ډېر ښه مراعت شوي دى، د پېښو تسلسل يې ډېر په زړه پورى دى، تحليل يې ډېر منطقي او د ماخذليكلړ يې خورا واضحه دى داسې چې د كتاب باور يې بيخي زيات كړى دى.
د يو پيل په توګه بايد له خاطرو پيل شي، پېښې هغسې چې د نهضت د كوم بچي د سترګو عيني مشاهده په ځان كې ولري راواخېستل شي. دا چاره مونږ د يوه غښتلي تاريخ ليكنې د ذوق په لور په مخ بيايي. د خاطرو همدا ليكنې كېداى شي په راتلونكي كې د نورو تاريخ ليكونكو لپاره بنسټ او ماخذونه شي.
د مستند تاريخ ليكلو لپاره ښايي د اوس لپاره دا عيني نه وي چې كوم كميسيون دې پرې كار وكړي، خو كه ځينې فردي استعدادونه د تاريخ ليكنې وړتيا ولري نو بايد په دې اړه د تاريخ تر ټولو حساس مسئوليت درك كړي، كېداى شي په دې ډول كړنې كې ځينې فردي عاطفې او د تنظيمي څانګونو ذوق د اسلامي نهضت پېښې لږ څه له طبيعي جريانه وكاږي خو له دې ټولو سره دا ډېره مهمه ده چې پېښې وليكل شي او قضاوت يې لوستونكي په خپله وكړي. د تاريخ ليكنې په اړه د بې پرېتوب اصل اصلاً ډېرو نومياليو تاريخ پوهانو نه دى مراعت كړى، كه نه دا ګز او دا ميدان. نو ځكه ددې اصل د نه مراعتېدو احتمالي شك بايد مونږ له تاريخ ليكنې او  لږ تر لږه خاطره ليكنې ونه باسي. پوښتنه دا ده چې ايا د نهضت تاريخ او خاطرې دې يوازې ددې په خاطر نه ليكل كيږي چې د نهضت د بنسټ ايښودنې اختلاف به بيا پرې راتود شي؟ او دا چې نقدي تاريخ به خپله بلا ستونزې او د نقد لپاسه نقد ته يوه مبتذله او تخريبوونكې بڼه وركړي؟ ددې پوښتنې ځواب په يوه ساده نه كې دى، او دا ځكه چې ددې اړتيا ده چې د اسلامي نهضت تاريخ دې ددې اختلافي ټكو د ژورې تشرېح او شننې په ګډون په ډېر علمي او نقدي بڼه وڅېړل شي. نوموړى تاريخ دې د نهضت د مناقبو كومه ټولګه نه وي بلكه پېښو ته دې په اصولي سترګه وكتل شي…  خو دا ټول بايد د فردي هڅو او مسلكي پوهې او مهارتونو په حد كې وي تر څو د اسلامي نهضت تېر تاريخ له شفاهي كيسو ليكلې بڼې ته خوندي شي.

اختلاف په څه كې وو؟

په افغانستان كې د اسلامي نهضت د پيل او بنسټونې مسئله يو له هغو داغو بحٍثونو ده چې يو مهال لكه د شيعه او سني تاريخي مناظرو د پېښور په پنډغالو كې پرې افغانان تاوده بوخت وو.
دغه اختلاف د اسلامي نهضت په لوړ او ژور تاريخ كې يوه شته پديده وه او ده، په دې اړه دوه نظرونو خپل لارويان درلودل:
لومړى- په 1348 ه ش كال كې په كابل پوهنتون كې د استاد عبدالرحيم نيازي رح په مشرۍ او د12 محصلينو په ګډون يو منظم او ښكاره اسلامي كار هسته چې د (جوانان مسلمان) په نامه مشهور شول. دوى ډېر ژر د محصلينو په اتحاديه كې پرلپسې برياليتوبونه وردلودل. ددې نظر پلوي حزب اسلامي افغانستان كوله او د پلويانو په اند يې د بنسټګرو12 تنو11 نوميالي يې د اسلامي مبارزې په همغه لومړيو كې شهيدان شول.
دويم- ددې نظر پلويان اسلامي نهضت د دېرشمې ه ش لسېزې په لومړيو كې د استاد غلام محمد نيازي رح په مشرۍ د كابل پوهنتون د استادانو پټې هستې ته منسوبوي. استاد غلام محمد نيازى هم د انقلاب په همغه لومړيو كې خلقي دولت په شهادت ورساوه. جمعيت اسلامي او اتحاد اسلامي ددې نظر پلويان وو.

يوه ګيله يوه مشوره!

په همدې لړ كې د1385 جوزا مياشتې د نهضت د شهيدو كړاى شويو مخكښانو په ياد د ملي اصلاح ځانګړې ګڼه له چاپه راووته، ريښتيا هم دا د اسلامي كار د امتيازي بڼې او هويت ژوندي ساتلو په اړه يوه ډېره بريالۍ هڅه وه خو  د پراخه مثبت تناظر په خوا كې چې يو ځل بيا يې د نهضت ريښتيني لارويان له خپلو شهيدو سلفو له ياد سره وتړل يو څه د تامل وړ ټكي هم وو:
لومړى دا چې متاسفانه د اسلامي نهضت په اړه ځيني مفاهيم د همدغه اختلاف له درشله ننوتي وو، سره له دې چې په يو ځاى نيم كې د دې يادونه هم شوې وه چې (مونږ ته د حق دغه ټول لارويان او د اسلامي نهضت دغه ټول شهيدان د يوه سر دوه سترګې دي)، خو ځاى شوي مفاهيم خلكو درك او تحليلول، همدا لامل دى چې د ډېرو په اند بايد د استاد غلام محمد نيازي تر څنګ د استاد عبدالرحيم نيازي په اړه هم يوه ليكنه ځاى پر ځاى شوى واى… جوانان مسلمان د جمعيت اسلامي په نامه تعبيرول هم جهت نيونې ته ورته يو كار وو… د دې په تسلسل د ملي اصلاح په 11 مې ګڼې كې د استاد عبدالاحد عشرتي ځانګړو نهضتي نظرياتو پرته له دې چې د ملي اصلاح كوم سپيناوى ورسره مل وي دا مسئله نوره هم د اختلاف په پخواني سراب ور برابره كړه.
البته زما دا سپيناوى بايد د اسلامي نهضت د نقدي تاريخ ليكنې له غوښتنې سره په ټكر كې وانه خېستل شي، او دا ځكه چې د اختلاف دغه مجالونه بايد د دعوتي ډګرونو په ځاى يوازې په علمي او نقدي كتابونو او مجلسونو كې وڅېړل شي، په دعوتي ډګرونو كې په دغسې مسئلو
بحثونه مونږ د اسلامي عمل له اصلي ايجنډا باسي. د اسلامي نهضت دغه د اختلاف ټكي بايد د اسلامي دعوتي كار متن ته خپاره نه شي، هلته چې دغه ناندرۍ غير طبيعي رنګ اخلي او په تسلسل يې د علمي مناقشې پر ځاى د جروبحث يوعام ساري رنځ د اسلامي كار معافيت له
منځه وړي، هلته به بيا د اسلامي كار حال او راتلونكى يوازې د ماضي د اختلاف قرباني شي، او په خپل لاس به مو د راټولېدو جامع محور پر ځان راتنګ كړى وي…

ملي اصلاح اونيزه، د  ۱۳۸۹ كال جوزا مياشت.

ډاكټر وحيدالله مصلح/ اصلاح انلاین

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب