د کایناتو حجم او مساحت څومره دی؟

سریزه:

عایشه رضي الله عنها فرمایي: یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته زما په شپه راغی، او ویې ویل: «اې عایشې، ما پریږده چې د خپل رب تعالی عبادت وکړم».

بیا ولاړ سو او اودس یې وکړ، بیا پر لمانځه ودرېدی، نو ويې ژړل تر دې چې ږیره یې لنده شوه، بیا یې سجده وکړه، تر دې چې ځمکه لنده شوه، بیا پر اړخ پرېوتی، تر دې چې بلال رضي الله عنه د سهار د اذان لپاره راغی، نو یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وفرمایل: « اې د الله رسوله، تا څه ژړوي په داسي حال کې چې الله تعالی ستا هر څه ګناوي وړاندي او وروسته درته معاف کړي دي؟».

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « اې بلاله پر تا دي رحمت وي، څه شي مې له ژړا منعه کړي، په داسي حال کې چې پر ما نن شپه دغه ایت نازل شو: « ﴿ إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآَيَاتٍ لِأُولِي الْأَلْبَابِ ﴾ ژباړه: یقینا د اسمانونو او ځمکې په پیدا کولو کې او د شپې او ورځې په پرلپسې راتللو کې د عقل د خاوندانو لپاره د الله د قدرت ډیرې نښې شته.

هلاکت دي وي هغه چا لره چې دغه ایت یې تلاوت کړ او فکر یې نه پکښي وکړ». صحیح ابن حبان ۶۲۰

your ads

په یو بل حدیث کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی: « زما رب ماته امر کړی چې چوپتیا مي فکر وي، خبري مي ذکر وي او لیدل مي عبرت وي». [رواه القضاعي في مسند الشهاب 1159 ]

حسن بصري رحمه الله فرمائي:

«د چا چې خبري حکمت نه وې نو هغه لغوه دي، د چا چې چوپتیا د فکر لپاره نه وه، نو هغه سهوه ده، او د چا چې نظر د عبرت لپاره نه وو، نو هغه لهو ده».

د ځمکې او اسمانونو په حقه پیدا کوونکی (الله جل جلاله) فرمائي: ﴿ سَنُرِيهِمْ آَيَاتِنَا فِي الْآَفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ ﴾ [فصلت: 53] ژباړه: ژر به مونږ هغوی ته د اسمانونو او ځمکې په څنډو کې او هم د دوی په ځانونو کې د خپل قدرت نښې ورښکاره کړو، ترڅو دوی ته څرګنده شي چې یقینا دا قرآن حق دی.

حق له ټینګښت، ثبات، لویوالي او لوړ والي څخه عبارت دی، د حق ضد باطل دی، چې زوال، له مینځه تللو، ټیټوالي اوبې فایدې توب ته ویل کیږي.

الله تعالی فرمائي: مونږ به د اسمانونو او ځمکې په اطرافو کې د خپل قدرت نښې ورښکاره کړو. نو د الله تعالی د قدرت نښې څه شی دي؟

د الله تعالی د قدرت نښې:

ویل کیږي چې په اسمان کې د ستورو شمېر پر ځمکه د ډبرو او ریګونو د دانو او ذراتو په شمېر دی، د فلک پخوانیو علماو به ستوري په زرګونو یادول، خو کله چې ددوی د مایکروسکوپونه او دوربینونو کیفیت ښه کیدی، دغه شمېر ورسره لوړېدی، دوی به ویل چې په ملیونونو ستوري شته، خو اوس وايي چې په ملیاردونو دي، یاني په زرګونو زرګونو ملیونه.

په اوس وخت کې د فلک علماء یوازي زمونږ په کهکشان کې «۳۰ ملیارده» ستوري ښيي. باید په یاد ولرو زمونږ کهکشان د متوسط حجم درلودونکی دی، او د هغو سلګونو زرو ملیونو کهکشانونو څخه یو دی، چې حقیقي شمېر یې یوازي الله تعالی ته ښه مالوم دی، الله تعالی په خپل کتاب کې فرمائي: ﴿ أَفَلَمْ يَنْظُرُوا إِلَى السَّمَاءِ فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِنْ فُرُوجٍ ﴾ [ق6] ژباړه: ایا نو دوی هغه اسمان ته نه دي کتلي چې د دوی نه پورته دی، چې مونږ څرنګه جوړ کړی او ښایسته کړی او کوم چاکونه (درزونه) یې نشته.

د ستورو حجم:

دا خو د ستورو شمېر وه، څه فکر کوئ چې حجم به یې څومره وي؟

د ځمکې حجم ملیون ملیون کلیومتره مکعب دی، او لمر تر ځمکې یو ملیون او درې سوه زره ځله غټ دی، او د دواړو تر منځ فاصله یو سل او شپږ پنځوس ملیونه کیلومتره ده، او د عقرب برج یوه ستوري حجم دومره لوی دی چې ځمکه، لمر او تر منځ یې فاصله رانغښتی شي، او یو ستوری چې نوم یې «منکب الجوزاء» (Alpha Orionis یا Betelgeuse) دی، حجم یې تر لمر سل ملیونه ځله غټ دی. الله تعالی رشتیا وايي: ﴿ وَالسَّمَاءَ بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ ﴾ [الذاريات: 47] ژباړه: او اسمان مونږ په کامل قدرت سره جوړ کړی او یقینا مونږ پراخي ورکوونکي یاستو.

تر منځ یې فاصلې:

دا خو یې شمېر او حجم شو، د دوی تر منځ د فاصلو په اړه څه فکر کوئ؟

د ستورو تر منځ فاصلې په رڼايي کلونو اندازه کېږي، د لمر وړانګه په یوه ثانیه کې درې سوه زره کیلومتره واټن وهي. یعنې په یو کال کې لس زره ملیارده کیلومتره فاصله طی کوي.

زمونږ به څه حال وي که پوهه سو چې سپوږمۍ راڅخه فقط د څه دپاڅه یوې رڼايي ثانیې په اندازه لیري ده، لمر د ځمکې څخه ۸ رڼايي دقیقې لیري دی، د ټول شمسي نظام قُطر د ۱۳ رڼايي ساعتونو په اندازه دی، زمونږ ځمکې ته تر ټولو نیژدې ځلیدونکی ستوری د څلورو رڼايي کلونو په فاصله کې موقعیت لري.

ددې لپاره چې پوهه شو چې څلور رڼا کلونه څه مانا لري، ویلای شو: که مونږ په هغې فضايي بیړۍ کې، چې ساینسپوهان پکې سپوږمۍ ته خیژي، سپاره شو، نو په سل زره کلونو کې به نوموړي ستوري ته ورسیږو. که چیري فضايي بیړۍ د موټرو په سرعت حرکت کوي، نو شاوخوا پنځوس ملیونه کلونو ته به اړتیا وي ترڅو ورورسیږو. دا د (څلورو رڼايي کالونو) د مسافې معنا ده !!.

د «Andromeda» کهکشان په باره کې به مونږ څه وویلی شو کوم چې له مونږ څخه دوه ملیونه رڼايي کاله لیري دی؟ بلکې د هغه کهکشان په اړه به څه ووایو چې تازه کشف شوی او زمونږ څخه شل زره ملیونه رڼايي کاله لیري دی؟.

الله تعالی رشتیا فرمائي:

﴿ فَلَا أُقْسِمُ بِمَوَاقِعِ النُّجُومِ * وَإِنَّهُ لَقَسَمٌ لَوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ ﴾ [الواقعة:75-76] ژباړه: نو زه سوګند کوم د ستورو په موقعیتونو باندې، او که تاسو وپوهیږئ یقینا دا ډیر لوی سوګند دی.

دلته مونږ د ستورو د حرکت په اړه خبره نه ده کړې، او نه مو د هغوی د لوړ سرعت په اړه خبره کړې، او نه مو د هغوی د پراخو مدارونو خبره کړې، او نه مو د هغوی د سختوالي خبره کړې او نه مو د هغوی د ځلا د قوت خبره کړې، او نه مو د هغوی ترمینځ د جاذبې قوې خبره کړې چې په واسطه یې پیوست کړي، او نه مو ددوی د حرکت د توازن خبره کړې، نو په ټوله کې ویلای شو چې له ادارک څخه عجز او ناتوانايي پخپله یو ادراک دی.

الله تعالی فرمائي:

﴿ وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعاً قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّماوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴾ [الزمر: 67] ژباړه: او مشرکانو د الله جل جلاله د تعظیم د حق په اندازه تعظیم نه دی کړی، حال دا چې ټوله ځمکه به د قیامت په ورځ د الله جل جلاله په بلاکیفه موټي کې وي، او ټول اسمانونه به د هغه جل جلاله په بلاکیفه ښي لاس راپیچلي وي. الله جل جلاله ته د هر نقص څخه پاکي ده، او د هغه څخه اوچت دی چې کفار یې ورسره شریکان ګڼي.

دکتور محمد راتب نابلسي

ژباړه: عبدالرحمن فداء

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب