ادریس (ع) ژوندلیک                                                                            

   ادریس (ع) په کیسه کی راغلی دې چی دی په نړۍ باندی  دبشریت لمړنی پیغمبرده،   لمړنی لیکونکی،لمړنی ګنډونکی او لمړنی د کالیو (لباس)آغوستونکی انسان ګڼل کیږی هغه ورسته تر آدم(ع) او دهغه زوی شیث په نبوت کي راځی ،هغه  ته ددې لپاره ادریس وایی چي دڅښتن دکتاب به یی ډیره لوستنه کوله وایی چی په هغه باندی دخدای له لوری دیرښ(30) پاڼی رالیږل شوی دی چی په هغو باندی به یی دخپل قوم خلک دخدای دیوالی لورته راغوښتل  اود خیرکولو خواته به یی راپارول .

ادریس (ع) په شپږم بنسټ اولمسیوالی تر آدم (ع) پوری ورسیږی، دی ریښتیا ویونګی پیغمبر
وه او دلوړ ځای ومکان څښتن وه، پاک الله دهغه یادونه په خپل کتاب کی داسی کړی:
(وا‍‌‌‌ذکر فی الکتاب ادریس انه کان صدیقا نبیا) په بل ځای کی وایی: (ورفعناه مکانا علیا).
زموږلوی پیغمبر محمد(ص) وایی کله چی داسراءاومعراج په شپه څلورم اسمان ته ورسیدم له
ادریس(ع) سره می کتنه وشوه وایی کله چی : ادریس لره راغلم سلام می پری وکړ، ویی ویل په
تاباندی د وروراونبی څخه ښه راغلاست کوم
دادریس(ع) دمړیني او مړیني په ځاي کي دعالمنو تر منځ ډیر اختلافونه وجود لري چي ترځمکي او اسمانو پوري رسیږي بدون له دې نه چي کومي پایلې ته سړی پکښي ورسیږي.
ماپخپله چي دا اختلافات ولوستل نو لازم مي وګڼل چي صرف نظر ورڅخه وکړم،ځکه لوستل یي دعقیدې کمزوري ده،او لیکل یي په اسلامي تاریخ کي شک راوړل دي.
زموږ له پاره د پیغمبرانو دژوند او مرګ په هکله کومي ښکارندني او معلومات چي په قرأن کریم کي راغلي دي، په حدیث نبوي کي تآکید شوي وي،او داهل ثقه علماءپه کتابونو کي په دلیل سره ثابت شوي وی کفایت کوي، چي پري ایمان راوړو او قناعت پرې ولرو.
او که له نوموړیو مصدرونوڅخه دباندې لکه اسرایلیات او نورغیراسلامي او اسلامي ضعیفو او کمزوریوعلماءاو دهغوی له کتابونوڅخه وي بیا نو زموږ لپاره پرهغو ایمان او قناعت نشته ،په خاص ډول سره په نني ناارامه او له شرڅخه ډکه نړي کي چي په اسلام باندې له هرلوري  څخه د تهمتونومټي راپورته شوې  دي، او ټولې پړې او ملامتي  په اسلام او مسلمانانو ورتپول کیږي.

داستاذ علي خان صافي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب