اختلاف رحمت دی (قرضاوي)

یادونه:
دا لینکه د اسلامي نړی د پیاوړی عالم او دعوتګر دوکتور یوسف قرضاوي د ارزښتمن کتاب (الصحوة الإسلامية بين الاختلاف المشروع والتفرق المذموم) د پښتو ژباړې شپږمه برخه ده چې د اصلاح آنلاین همکار، تکړه قلموال خلیل الرحمن حنیف صاحب پیل کړې ده.
اصلاح آنلاین په داسې حال کې چې له لوی خدای څخه  قدرمن لیکوال او درانده ژباړن ته د اوږده عمر، د اسلام د خدمت د لا توان او په آخرت کې د ستر اجر غوښتونکی دی، خپلو قدرمنو لوستونکو ته دغه ارزښتمنې مرغلرې په پرلپسې توګه پدې هیله ډالی کوي چې دا امت یو ځل بیا د تفرقې له ناولو لومو څخه د وحدت سپیڅلې کړۍ ته راووزي.
په همدې هیله

اختلاف سره د دې چې یو ضرورت دی په ریښتینې توګه په امت باندې الهي رحمت هم دی، په امت باندې پراخي ده، په دې هکله یو حدیث د خلکو په ژبو مشهور دی چې وايي (زما د امت اختلاف رحمت دی) سره د دې چې د دې حدیث سند نه دی پیژندل شوی بیا هم زه وایم چې د معنا له اړخه حدیث صحیح دی، دا حدیث امام سیوطي رحمة الله علیه په الجامع الصغیر کې راوړی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي: (زما د امت اختلاف رحمت دی) .
د حدیث معنا په بل حدیث کې چې الدارقطني روایت کړی او نووي په الأربعین کې حسن شمیرلۍ داسې تایید شوې: (الله جل جلاله حدود ټاکلي نو تجاوز مه ترې کوﺉ، او فرایض یې فرض کړي نو مه یې ضایع کوﺉ، ځینې شیان یې حرام ګړي نو مه یې ترپښو لاندې کوﺉ، او د ځینو شیانو په اړه یې د خپل رحمت له مخې څه نه دي ويلي پرته له دې چې هیر شوي یې وي نو د هغو پلټنه مه کوﺉ).اختلاف سره د دې چې یو ضرورت دی په ریښتینې توګه په امت باندې الهي رحمت هم دی، په امت باندې پراخي ده، په دې هکله یو حدیث د خلکو په ژبو مشهور دی چې وايي (زما د امت اختلاف رحمت دی) سره د دې چې د دې حدیث سند نه دی پیژندل شوی بیا هم زه وایم چې د معنا له اړخه حدیث صحیح دی، دا حدیث امام سیوطي رحمة الله علیه په الجامع الصغیر کې راوړی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي: (زما د امت اختلاف رحمت دی) .
ښکاره ده چې ډیری هغه شیان چې په اړه یې څه نه دي ویل شي د اختلاف سبب ګرځي، ځکه هر فقیه د خپلو اصولو په رڼا کې غواړي دا خلا راډکه کړي، چې ځینې فقهاء یې په اړه قیاس کوي، ځینې استحسان ته مخه کوي، ځینې له استصلاح څخه کار اخلي، ځینې په عرف تکیه کوي، او نور له دې اصله ګټه پورته کوي چې وايي د انسانانو غاړه په اصل کې خلاصه ده… په همدې توګه نور.
مهمه دا ده چې دا حدیث هغو شیانو ته اشاره کوي کوم چې په اړه یې څه نه دي ویل شوي، حکم یې نه دی څرګند، زموږ د رب تعالی څه له یاده نه وځي هغه په هرڅه عالم او غالب دی، خو له دې څخه موخه په دې امت رحمت او آساني ده.
دا حدیث د سند له پلوه ضعیف دی، خو په همدې معنا یو بل حدیث راغلۍ چې ابوالدرداء رضی الله عنه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي او وایي: (هرڅه چې الله په خپل کتاب کې حلال ګرځولي همغه حلال دي، او څه یې چې حرام ګرځولي هغه حرام دي، او د څه په اړه یې چې سکوت اختیار کړی هغه تاسې ته بښل شوي، نو د الله له لوریه عفو ومنۍ، بیشکه چې الله داسې نه دی چې څه یې له یاده ووځي، بیا یې دا آیت تلاوت کړ (وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا) مریم ۶۴،او نه دی رب ستا هیروونکۍ .
په پورتني حدیث کې د عفوې کلیمه راغلې چې په خپله د رحمت د کلیمې سره اړخ لګوي کوم چې په مخکیني حدیث کې یاده شوې، دواړه کلیمې په پراخۍ او آسانۍ سره ژباړل کیدی شي، یعنې په دې امت رب تعالی پراخي راوستې او آساني یې پرې پیرزو کړې چې همدا رحمت دی او همدا د الله له لوریه عفو ده، چې په لاندې دوو څیزونو کې انځوریږي.
۱- د ځینو څیزونو د حکم په هکله د نص نشتوالۍ، یا یې په اړه د حدیث په تعبیر(چپ پاتې کیدل)، ترڅو سالمو عقلونو ته یې پریږدي چې په فهم او درک کې یې اجتهاد او کوښښ وکړي او د هغه څه سره په پرتله یې حکم را وباسي چې په اړه یې نص راغلۍ.
۲- د هغه نصوصو جوړښت چې احکام یې په بنسټ ولاړ دي یو نرم او عام فهمه جوړښت دی ترڅو په پراخه توګه هرڅوک پرې وپوهیږي او د اجتهاداتو او نظریاتو لپاره مجال وي.
ګورو چې اصحابو کرامو په ډیرو جزوي څیزونو کې هم اختلاف کړی، خو دا اختلاف هیڅکله هم د دوی د تفرقې او جلاوالي سبب نه دی ګرځیدلۍ، او هیڅکله هم دوی د یوې اختلافي موضوع په تړاو په خپلو منځو کې نه دي سره شوي.
وروسته تر اصحابو کرامو ګورو چې راشد خلیفة عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه د خپلې کره پوهې او لوړ عقل له مخې د اصحابو کرامو د اختلاف په هکله داسې وايي: (دا خبره مې نه خوښیږي چې څوک ووایي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو اختلاف نه دی کړی، که چیرې دوی اختلاف نه وی کړی نو د موږ لپاره به هیڅ آساني نه وه) .
یعنې همدا د دوی اختلاف دی چې زموږ لپاره یې پراخي را منځته کړې د دوی د اقوالو او اجتهادونو په بنسټ موږ کولۍ شو اختیار ولرو.
اصحابو کرامو رضی الله عنهم اجمعین زموږ لپاره د اختلاف سنت پرې ایښي ترڅو د موضوعاتو په هکله اجتهاد وکړو، لکه دوی به چې د ډیرو قضیو په هکله اجتهاد کولو او د دې سره سره به بیا هم په خپلو کې د وروڼو په څیر دوستان وو.
د قاسم بن محمد څخه چې د تابعینو د عهد په مدینه کې د مشهورو فقهاوو له جملې څخه دی روایت شوی چې یوه ورځ چا پوښتنه ترې وکړه چې په جهري لمانځه کې په امام پسې د فاتحې ویل څه حکم لري هغه په ځواب کې وویل: (که دې فاتحه ورپسې وویله نو هم ستا لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اصحابو کرامو کې څوک شته چې اقتداء پسې وشي، او که دې ونه ویله هم ستا لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اصحابو کرامو کې څوک شته چې اقتداء پسې وشي). یعنې په دواړو حالاتو کې ستا لمونځ صحیح کیږي ځکه چې د اصحابو کرامو څخه به ځینو فاتحه په امام پسې ویله او ځینو به نه ویله.اجتهاد یو روا او مشروع کار دی چې ورسره د رایو او نظریاتو اختلاف لازمي خبره ده، شریعت هیڅکله هم اشتباه کوونکۍ مجتهد له اجر څخه محروم نه ګڼي، هر مجتهد په هغه څه پل ږدي چې د ده په نظر کلک او ثابت وي، چې همدا د توسعې او پراخۍ معنا ده او همدا په دې امت د الله له لوریه رحمت دی، خو دا د دې معنا نلري چې ټول اقوال او نظریات اګر که یو د بل سره په ټکر کې هم وي حق او صحیح دي، داسې نه ده د دې ټولو اقوالو په منځ کې حق او صحیح قول یو دی، خو د ټولو اقوالو او نظریاتو څښتنان ماجور دي
ابن عبدالبر النمري په خپل سند سره له یحیی بن سعید څخه روایت کوي چې وايي: (د فتوا څښتنانو به په پرله پسې توګه فتواوې ورکولې، یوه کس به یو شی حلال ګڼل او بل کس به حرام، خو هیڅکله به حرام کڼونکي دا نه ویل چې حلال ګڼونکۍ په حلال ګڼلو سره هلاک شو، او نه به حلال ګڼونکي دا ویل چې حرام ګڼونکۍ په حرام ګڼلو سره هلاک شو) .
ځکه اجتهاد یو روا او مشروع کار دی چې ورسره د رایو او نظریاتو اختلاف لازمي خبره ده، شریعت هیڅکله هم اشتباه کوونکۍ مجتهد له اجر څخه محروم نه ګڼي، هر مجتهد په هغه څه پل ږدي چې د ده په نظر کلک او ثابت وي، چې همدا د توسعې او پراخۍ معنا ده او همدا په دې امت د الله له لوریه رحمت دی، خو دا د دې معنا نلري چې ټول اقوال او نظریات اګر که یو د بل سره په ټکر کې هم وي حق او صحیح دي، داسې نه ده د دې ټولو اقوالو په منځ کې حق او صحیح قول یو دی، خو د ټولو اقوالو او نظریاتو څښتنان ماجور دي چې دې معنا ته ورته الله جل جلاله په قرآن کې داسې وايي: (فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ وَكُلاًّ آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا) سورة انبیاء، موږ حکم سلیمان ته ورزده کړ خو دواړو (داود او سلیمان) ته مو حکمت او علم ورکړی وو.
دا معنا د لمړنیو او وروستنیو علماوو دواړو ترمنځ مشهوره ده چې وايي (اختلاف پراخي او رحمت دی).
امام خطابي رحمة الله علیه چې په کال (۳۴۰ هـ) کې وفات شوی دا حدیث یادوي چې (زما د امت اختلاف رحمت دی) او بیا وايي (په دې حدیث دوو کسانو اعتراض کړی، او ویلي یې دي چې که چیرې اختلاف رحمت وي نو بیا اتفاق به د عذاب په معنا راشي! بیا یې د دواړو خبرې رد کړې) .
ځینې وروستني مؤلفینو د موضوع د زیات اهمیت له مخې په دې اړوند کتابونه لیکلي او نوم یې پرې (په امت باندې رحمت په سبب د امامانو د اختلاف) ایښۍ .
علامة شیخ مرعي الحنبلي وايي: (د مذاهبو اختلاف په دې امت باندې یو لوی رحمت دی، یو لوی فضیلت دی، نرۍ او باریک غوندې مفهوم لري چې علماء پرې پوهیږي او جاهلان پرې ړانده دي، د دې امت اختلاف د دې امت ځانګړتیا ده، او دا په شریعت کې یوه آساني او پراخي څرکندیږي) .

منبع: اصلاح انلاین

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب