څلورګونۍ قوې | قرآن علمي اعجاز

په نړۍ کې ټول خوځښتونه د څلورو قوو د توازن او کړنې مرهونه دي چې د معاصر فزیک له خوا تثبیت شوی:

۱- دثقل قوه
۲-الکترومقناطیسی قوه .
۳- ځواکمنه هستوی قوه
۴- کمزوری هستوی قوه

چې داټول یوله بله جلا ارزښتونه لری. دبیولوژۍ نومیالی پوه مالیکولی ددې څلورو قوو په مینځ کې فوق العاده توازن په لاندې ډول بیانوی:
دبیلګې په ډول که دثقل قوه زر میلیارده واری قوی وای په هغه صورت کې به نړۍ ډیره کوچنۍ  اودژوندانه موده به  ډیره لنډه وای. په منځنۍ توګه به هرستوری زر میلیارده وارې له لمر نه کوچنی وای اویواځې یو کال به یی عمر درلودلای. له بل پلوه که دثقل قوه کمزوری وای، هیڅ یوکهکشانی ستوری به نه وای جوړشوای، دغه راز نورې قوې هم ارزښتناکه دی ، که چیرې ځواکمنې قوې لږ کمزورې وای یواځنی ثابت موجود به هایدروجن وای اونورعنصرونه به موجود نه وای.که چېرې له الکترومقناطیسی قوی څخه لږ قوی وای ، په هغه صورت کې به داتومونو هستو یواځې دوه پروتونه درلودلای یعنې هایدروجن به په نړۍ کې وجود نه درلودلای. ستوری اوکهکشانونه به څه ډول چې اوس دی هسې به نه وای. په ښکاره توګه که چېرې یوې له دغو قوو څخه خپله دقیقه کچه نه درلودلای نه به کوم ستوری نه به کهکشان نه به اتوم اونه به ژوند وجود درلودلای.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب