په نړۍ کې تر ټولو پخوانی ګرځنده کتابپلورنځی

کلونه پخوا مخکې له دې چې په نړۍ کې لوی کتابپلورنځي او همدارنګه د امازون په شان انلاین کتابپلورنځي جوړ شي، ګرځنده کتابتونونه دود ول.

ګرځنده کتابتونونو به د خلکو کورونو ته کتابونه رسول او همدارنګه به یې خلکو ته بلنه ورکوله چې دوی ته ځان ورسوي او کتابونه ورته وښیي.

د دوی داسې ماموریت وو چې چاپ شوي اثار به یې له ځان سره هغو سیمو ته وړل چې له ښاره به لرې وو، او هلته به  کتابپلورنځي موجود نه وو.

 په هغه سیمو کې به یې د خلکو دروازې ورټکولې او خپل ګرځنده کتابپلورنځي ته به یې رابلل.

لومړی ګرځنده کتابتون په 1850 کال د انګلیستان په وارینګتن سیمه کې جوړ شو. دغه کتابتون پر یوه اس  ګرځول کېده چې په یو کال ( 12 میاشتو ) کې یې وکولای شول تر 12 زره ټوکه کتابونه امانت ورکړي.

your ads

 وروسته دغه کتابتون په یو ماشین ډوله موټر کې ځای پر ځای شو.

دې کتابتون د شلمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې د خلکو په ذهن کې خورا ښه ځای پیدا کړ او مینوال یې خورا زیات شول.

دغه ګرځنده کتابتون اوس هم په هغه سیمه کې شته، خو اوس په خورا ښه تګنالوژۍ کار ته دوام ورکوي.

حامد حقمل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب