ابن باجه؛ نړیوال سیاستپوهان

 

ابوبکر محمد بن یحی چې په الصائغ هم مشهوره و په یوولسمه میلادي پېړۍ کې په سرقسطته کې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

هغه د مسلمان اندلس د ستر فیلسوف، نوموتي ساینسپوهه، ادیب ، مجرب طبیب ، لیکوال او مفکر په لقبونو یاد وو.

ابن ماجه په طب، هندسه، کېیما، فلکیاتو، فزیک ، کېمیا او فلسفې کې د ګڼو تالیفاتو څښتن و. همدارنګه د څو کلونو لپاره د سرقسطې د واکمن ابوبکر بن ابراهیم د وزیر په توګه پاته شوی دی.

اثار یې :

  • تدبیر المتوحد
  • الاتصال
  • الوداع
  • کتاب النفس
  • التحصیل

ابن باجه په خپلو کتابونو کې د قرآن کریم او نبوي سپېڅلو احادیثو ترڅنګ له خپلو مشاهداتو او تجربو هم استفاده کړې ده. هغه د یوناني اندود پر بنسټ د اسلامي طرز فکر ماڼۍ ودانه کړې . همداراز يې د بطلیموس مجسطي هم اصلاح کړې او د ابن طفیل، ابن بطروح او ابن رشد په څېر فلسفیان يې هم تر خپل اغېز لاندې راوستي دي. هغه د عقل او روحیاتو سربېره د فلسفې، سیاست او تدبیر منزل په اړه هم نظریات او بحثونه وړاندې کړي.

د ابن باجه له انده، د انسان تر ټولو ستره خوښي او هوساینه د حکومت په چوکاټ کې دننه تر لاسه کیدلای شي. نوموړی د نیمګړي حکومت مشر له مدیر او رئیس سره تشبیه کوي. په داسې حکومتونو کې پرهیزګاره او ښه خلک د خپلو برتریو له کبله پر خلکو واکمني کوي. د همدوی په مټ د حکومت چارې سموي، ځکه اخلاقي ښيګڼې دي، چې ټولنیزې اړیکې رغوي او په همدې اړیکو ریاست او حکومت خپلې نیمګړتیاوې پوره کوي.

ښاغلی ابن باجه پر استعداد او ښيګڼو د بحث په ترڅ کې په دې باور دی، چې یوازې ښیګڼې د بادار او غلام ، مدیر او مامور ترمنځ اړیکې ټينګوي. نوموړی د ذهني تکامل لپاره سیاسي اداره اړینه بولي،یعني د حکومت جامعیت او بشپړتیا انفرادي تکاملیت خوندي کوي. ابن باجه په دې ټینګ قایل دی، چې د سیاست لوړه موخه مابعد الطبیعیاتي یانې میتافزیکي هدف دی.د ده په باور له ټولنې نه په ګوښه والي  کې سوکالي ناشوني دي. تر ټولو عالی بشپړتابه له یوه نمونه یي حکومته پرته نشي تر لاسه کیدای او  په همدې کې خپلمنځي مینه او انصاف اوج ته رسیږي.

ریاست یا حکومت یوه داسې اداره ده، چې انسان خپلې لوړې موخې ته د رسیدو جوګه کوي.

د نړۍ دا نوموتی عالم او سیاسي مفکر په  ۵۲۵ هـ / ۱۱۳۸م په مراکش کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

محمد الله احساس

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب