ولسواکي او شوری په اسلام کې

د شهروند حق:
په اسلام کې دولت ،نظام ،سیستم او خلافت دشوری له مخې ،ضوابطو سوله ایزو اړیکو،اخلاقو او باوری دسپلین په خاطر دټولې ڼړۍ لپاره یوه ستره بیلګه ده.اسلام په هغه وخت کې دولسواکی او مشورې بنسټ ایښی چې داروپا په ظالمانه تورو تیارو دورو باندې پنځه پېړۍ د تیرېدو په حال کې وې او دافریقا ،آسیا اواروپا په یوه هېواد کې هم دشوری ،ولسواکی او دیموکراسی بوی هم نه احساس کېده بلکې چایې فکر هم نه وه کړی.

پوهان په دې خبره ښه پوهیږی چې د مسلمانانو دټولنیزه چارو اړونده د قانون د مادې په توګه داڅرګندونه ده نه د ملګرو ملتو او نننه کوم بل سازمان . الله ج فرمایی:
«وامر هم شوری بینهم»
دوی خپلې چارې د مشورې له مخې سرته رسوی او همدارنګه رسول اکرم ص فرمایی:
«شاور هم فی الامر»
علامه ابن تمییه رح ددې ایه لاندی لیکلی کله چې الله ج خپل پیغمبر ته دمشورې امر کړی دی نو نور خلک خو زیات حق لری چې پر دی آیه باندې عمل وکړی.د پورتنی آیه څخه دا په ډاګه کیږی چې ددولت چارې هېڅ وخت دیوه کس په لاس نشی کیدای بلکې مشوره ددولت ، نظام او سیستم لپاره ترټولو اړین اصل دی لکه چې دې حدیث شریف کې راغلی:
« اما انالله ورسوله نغنیان عنها ولکن جعل الله تعالی رحمة لافی فحن استثمار منهم له بعدم رشد ا ومن ترکها لم بعد غیا»
که څه هم الله ج او رسول الله ص مشورې ته ضرورت نه لری خو الله ج زما دامت لپاره رحمت ګرځوی نو چاچې مشوره وکړله نو له ښې لارښونې نه به برخمن وی او که چا ونه کړه نو کله به هم له ناسمې لارې را ونه ګرځی.

بیا له دې سره سره چې د نبی علیه السلام مشورې ته اړ تیا نه وه دصحابه وو سره یی زیاته مشوره کوله لکه د تر مذی په روایت کې له ابو هریره څخه نقل دی چې هغه فرمایی:
«مارایت حداکثر مشوره لا صحابه نبی»
ما له ملګروسره په زیاتو مشورو کې له نبی علیه السلام پرته بل څوک نه دی لیدلی.
تر دې پورې چې نبی علیه السلام له ځانه وروسته دخلافت موضوع هم مشورې پورې تړلې لکه د ترمذی په روایت کې له علی کرم الله وجهه څخه نقل دی چې فرمایی:
« قال رسول الله کنت مومرا احدا من غیر مشوره لامرت علیهم ابن ام عبد»
که ما چا په حق کې له مشورې پرته د خلافت امر کولای شوای نو ما به د عبدالله بن مسعود علیه السلام به اړه امر کړی وای .

لنډا داچې: ان الشوری هې من قواعد الشریعة وعزایم الاحکام.
شوری د اسلامی خلافت بنسټیزه ستن ده چې ددې له مخې به د سیمې په ټولو چارو کې اسلامی خلافت منځ ته راته او هیچا دشخصی واکمنی حق په اسلام کې نه درلود او فردی ،ګروهی او سازشی چارچو ب هم بند .

د شوری مفهوم: کومه شوری چې په اسلام کې دومره ارزښت لری او په کلام الله کې د اقام الصلوة او اداء الزکاة په شان دمسلمان په صفت کې یادیږی او نبی علیه السلام پرې تر ټولو لومړی عمل کاوه نو پېژندل یې اړین دی.

پروفیسور سعیدالرحمن اعوان
ژباړه :ع. شریف زاد – ټول افغان

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب