د تنبل ، تمبل، نمانځنه، لمانځنه او  کلیزه ، کالیزې ترمنځ فرق:

لمانځل او نمانځل بايد سره بېل وي

لمانځل :

لمانځل چې مصدر یې لمونځ دی بیا مذهبي ورځو/فعالیتونو لپاره کارول کېږي، لمانځنه د عبادت په معنا راځي، د اختر ورځ لمانځل کیږي او د اختر لمانځل عبادت کې حسابیږي.

مثالونه:

افغانانو سږ کال اختر د اوربند له امله په آرامۍ او امن فضاء کې ولمانځه.

په دغه لمانځه لمانځه نه شي، کانځه شي
چې يې سر وي په سجده زړه په رباب

نمانځل :

خو د خپلواکۍ په څېر فرهنګي او تاریخي ورځو کې خوښۍ عبادت کې نه حسابیږي، نو نشو کولی لمانځل ورته استعمال کړو، نمانځل تاریخي، فرهنګي او غیر مذهبي فعالیتونو لپاره کارول کیږي.

مثالونه:

د افغانستان خپلواکۍ بېرته ګټلو سلمه کالیزه به په شاندارو مراسمو  ونمانځل شي.

تمبل :

او تمبل بیا د موسیقۍ یوه آله ده.
لکه چې وايي:
شپه ده د نکریزو؛ جنکۍ تمبل وهینه

تنبل

تنبل هغه کس ته استعمالیږي چې لټ وي
احمد  ‌‌‌‌‌‌ډېر تنبل سړی دی.

کالیزې او کلیزې :

همدارنګه د کالیزې او کلیزې د استعمال ځایونه هم توپیر لري، داسې چې کالیزه سالګرې یا کال پوره کېدو ته وايي، خو کلیزه بیا جنتري ته وايي، چې تاریخ پکې کتل کیږي.

مثالونه:

د سپټمبر په 26 مه زما کالیزه ده.
ته کلیزه وګوره چې، نن کوم تاریخ دی؟

اکثریت هېوادوال مو د پورته کلمو د سمې کارونې په برخه کې ستونزه لري او د استعمال پر مهال یې ترمنځ تفکیک نشي کولی.
د پښتو دا پورته شپږ کلمې ‌‌‌‌‌‌سره ډېر توپیر لري، هیله د پښتو ژبې څخه د معیاري ګټې اخیستنې او نورو ته یې په ښه ‌‌‌‌‌‌ډول رسولو لپاره مراعت کړو. دا راز نورې کلمې هم شته چې، ورته توپیر لري، خو دا پورته ‌‌‌‌‌‌ډېر استعمالیدونکي دي.

درنښت

جلال یعقوبي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب