آیا ښځه هم احتلام کیږي؟

پوښتنه : که چیرې یوه ښځه دشپې یو څوک په خوب کی ووینی چی جماع ورسره کوی (یعنی جماع وسره وکری) خو کله چی راویشه شی څه شی ورنه نه دی خارج شوی غسل پری لازم دی اوکه نه؟ او بل غواړم چی پوه شم چی د احتلام او انزال تر مینځ فرق څه شی دی او د ښځی په څه شکل وی؟.
ځواب :
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله ، وبعد :
که څوک یو خوب وویني او چې جماع کوي ولې منی ورنه خارج نه شي نو پر ده غسل نه شته خو کله داسې کیدای شي چې دشپې مني وچ شي او پر لباس د نم او لوندوالي اثر نه وي نو باید په دقت سره خپل پرتوګ وګوري چې دمني آثار اوعلائم خو به پرې نه وي نو که دمني اثر نه لیدل کیده نو پرده غسل نه شته

دښځې احتلام هم دنارینه په شان دي که اوبه ورنه خارج شوې نو غسل پرې فرض دی او که نه نو غسل پرې نه شته
عن أم سلمة: أن أم سليم قالت: يا رسول الله، إن الله لا يستحيي من الحق، فهل على المرأة الغسل إذا احتلمت؟ قال: نعم، إذا رأت الماء، . رواه البخاري
له ام سلمه رضي الله عنها نه روایت دی چې وايي : ام سلیم وویل : یا رسول الله ، الله جل جلاله له حق نه حیاء نه کوي ، آیا ښځه هم باید غسل وکړي کله چې احتلام شي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : هو ، کله چې اوبه (مني) وویني.

داحتلام او انزال تر مینځ فرق دادی چې احتلام په خوب کې وي یعنې شیطان غولول چې په عامه اصطلاح کې ورته وايي او انزال په هر طریقه چې انسان نه مني خارج شي که هغه په جماع سره وي، که د لاس په واسطه او که په بله وسیله دې ته انزال وايي.
والله اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

One Comment

  1. سلامونه او نیکی هیلی
    ملګریه که د ښځو د قربانی په اړه معلومان راکړی

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب