ايا وسيله نيول جايز دي؟

سوال

اسلام علیکم ورحمتالله و برکاته
پو ښتنه: د الله تعالی څخه د مرستې غوښتلو په وخت کې څه شی الله تعالی ته واسطه کړو، خپل هغه نیک اعمال چه مو خاص د الله تعالی د رضا لپاره کړي وي، پېغمبران، صحابه، او یا اولیاء ؟
که زما دا پو ښتنه ځواب کړﺉ دا به مو ډیره مهرباني وي
ممنون سمير

جواب: مولوي مجيب الرحمن منصور

قدرمنه وروره! وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
ستاسې د پوښتنې په ځواب کې بايد ووايم: ستاسې پوښتنه د توسل په باره کې ده چې يوه اختلافي مسئله ده:

په دې مسئله کې درې صورتونه دي:
لمړى: په خپلو نيکو اعمالو باندې توسل کول، يعنې خپل نيک اعمال الله تعالى ته وسيله ګرځول، په دې قسم توسل کې هېڅوک اختلاف نلري او ټول علماء دغه قسم توسل جائز بولي.
دويم: په ذواتو فاضله و باندې توسل: يعنې نيک خلک وسيله کول، دا دوه صورتونه لري، لمړى په هغه نيکو خلکو چې ژوندي وي، په دې اړه اکثر علماء دا نظر لري چې توسل په ژونديو نيکو خلکو جائز دى او بعض علماء وايې چې مکروه دى او ځينې نور دا هم ناروا بولي.
او بل صورت يې دا دى چې په مړو نيکو کسانو توسل کول: په دې اړه اکثر علماء وايي چې دا قسم توسل جائز ندى.
خلاصه د خبرې دا ده چې کوم څيز اتفاقي وي، په هغو عمل کول درست دى او له اختلافي مسائلو څخه ځان ساتل غوره خبره ده.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب