د مور او ښځې ترمینځ په جګړه کې څنګه عدالت وکړم؟

پوښتنه :

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

کابو درې کاله مخکۍ مې واده کړې او دوه ماشومان هم لرم مګر زما په کور کې زما د میرمنې او زما د مور تر منځ څه ستونزې شته او هغه داچې دواړه له یو بل سره ښه چال چلند نه کوي، مور مې زما د میرمنې او د هغې کورنۍ ته درناوۍ نه کوي او بالعکس زما میرمن زما د مور خیال نه ساتي، یعنې خدمت یې نه کوي (لکه د هغې د کوټې جارو کول، د هغې کالي مینځل، اوبه ورته تیارول، ډودۍ تیارول او داسې نور) یعنې کله چې زما له میرمنې څه کومه غلطی او یا اشتباه وشی نو زما مور هغې ته ډیرې ستغې سپورې وایې او کله چې زما له مور څه کومه اشتباه او یا غلطي وشي نو بیا زما میرمن زما مور ته مخامخ څه نه وایې مګر ماته ډیر شکایت کوي چې زه بیا د هغه د ښکایت له له وجې ډیر زوریږم او حیران شم چې که له خپلې میرمنې څخه دفاع کوم نو مور راڅخه خفه کیږي او که ترې دفاع نه کوم نو میرمن مې راڅخه خفه کیږې او بیا راته وایې چې ته عدالت نه کوې او د خپلې مور طرفداري کوې ، چې دغه کار بیا ما ډیر زوروي، زه له دې وجې خپلې مورته هیڅ نشم ویلاې چې خداې مکړه راته بد دعا و نه کړي، مګر بلې خواته مې بیا میرمن ته هم اندیښمن شم چې الله مې د هغې په حق کې و نه نیسي.

نو آیا کیداې شي چې ماته یوه مشوره راکړۍ د اسلامی شریعت په رڼا کې د مور او میرمن ترمنځ مشکل څنګه حل کړم او د هغوۍ ترمنځ عدالت په کوم شکل مراعت کړم؟؟

مننه

your ads

ځواب :

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وأصحابه، وبعد:

دا یوه داسې ستونزه ده چې په اکثره کورنیو کې شتون لري ، او دکورني نظام د اکثره خرابۍ ریښې له همدې ځایه خړوبه کیږي.

مور ، زوی او دهغه ښځه ، دا یو کورنی مثلث دی چې اکثره یې اضلاع بې انډوله کیږي او دکورنۍ سکون او خوښي له مینځه وړي .

په طبعي توګه هره ښځه باید پردې وپوهیږي چې که نن ننګور ده سبا خواښې کیږي ، که نن دچا میرمن ده سبا دچا مور کیږي او همدا سلسله به ترقیامته روانه وي .

ستا دواده درې کاله کیږي او همدا لومړي کلونه د واده تر ټولو ستونزمنه مرحله ده ، او اکثره دمیړه او ښځې ، خواښې او ننګور ترمینځ تاو تریخوالي را ولاړيږي ، ځکه چې ښځه او میړه تر ډیره حده دجلا طبیعتونو څښتنان وي او یو دبل پر مزاج ډیر نه پوهیږي .

د خواښې او ننګور د ناندریو عوامل :

•             مور چې په انساني ټولنه کې الله جل جلاله هغې ته ډیر لوړ مقام ورکړی او پر اولاد د الله او رسول له حقه نه وروسته ډیر حقداره انسان مور ده، ځکه چې کوم تکلیف او ستونزې چې مور له خپل اولاد سره ګالي په دنیايي رشتو او خپلويو کې هیڅوک هم له چا سره نه شي ګاللی، نو په همدې خاطر مور له اولاد څه ډیرې هیلې هم لري او حق یې هم دی او له هرچا زیات خپل اولاد ځان ته ډیر نږدې ګڼې او دا سلسله تر هغه دوام کوي تر هغو چې زوی واده وکړي ، ښځه یې کورته راشي او په طبعي ډول له مور نه لږ لري شي .

•             بل دا چې اکثره زامن بې کفایته او دټیټې ارادې خاوندان وي ، چې له واده سره دمور ټول حقوق تر پښو لاندې کړي ، که څه هم ډیر له دین نه لرې اولادونه مخکې له واده هم دمور حقوق نه پرځای کوي ولې میندې دومره پام نه ورته کوي خو کله چې ناوې کورته راشي د زوی هره بې پروایي له ننګور نه ګڼي .

•             همدا راز اکثره ننګور ګانې هم چې کله واده شي بې له دې چې دې ته پام وکړي چې ددې خواښې ددې پرخاوند د مور توب حق لري ، غواړي خاوند یې یوازې ددې وي او له مور ، خویندو او نورو نږدې خپلوانو باید ددې خاوند خپل پام د ښځې کورنۍ ته را واړوي .

•             دنارینه ضعف ، ناپوهي او له دین نه لرې والی ددې بې انډولۍ اصلي اساس او قاعده تشکیلوي او په زغرده ویلای شو چې که نارینه پوه ، دیندار او دقوي ارادې خاوند وي نو دا کورنۍ ناندرۍ او ستونزې ډیرې پر مخ نه ځي او په یوه وړه محدوده کې پاتې کیږي.

•             دجینې دمور بې ځایه مداخله او د خپل زوم په کورنیو چارو کې بې ځایه لاس وهنه دډیرو کورنیو جګړو اصلي عامل او محرک وي.

•             غلط رواجونه ، سیالۍ او له اسلام نه لرې والی .

•             دښځو په اسلامي علومو او دین نه پوهیدل .

•             په اسلام نه پوهیدل او ددین پر لارښوونو نه عمل .

•             په کورنۍ ماحول کې داسلام احکام نه پلې کول ، ګناوې ، او له غلطو خلکو او دوستانو سره راشه درشه، او داسې نور.

دحل لارې :

یو عالم وایي : که دنړۍ ټول مسلمانان پر دغه یوه حدیث عمل وکړي نو ټولې کورني ، ټولنیزې او سیاسي ستونزې به یې حل شي ، انس رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي چې فرمایي : ( لايؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه ) ، رواه البخاري و مسلم

ژباړه : ستاسې یو هم د پوره ایمان څښتن کیدلی نه شي ترڅو هغه څه چې خپل ورور ته یې خوښوي ، هغه ځان ته هم خوښ نه کړي.

قدرمنه وروره ! ددې کورنۍ ستونزې دحل لاره دالله جل جلاله په مرسته یوازې ستا په لاس کې ده، او تر ډیره حده یوازې ته خپله کولای شې چې دمور او میرمنې ترمینځ دې روانې جګړې ته دپای ټکی کیږدې.

په دې کې شک نه شته چې انسان کمزوری دی او دغضب ، عاطفې ، مینې او کرکې کمزورۍ یې په فطرت کې نغښتي دي ، ولې مونږ مسلمانان باید پردې وپوهیږو چې دهمدغو عواطفو دروغ استعمال لپاره الله جل جلاله مونږ ته پخپل دین کې لارې راښودلي دي چې له هغو نه په استفادې سره له دې عوطفو نه ښه ګټه اخیستلای شو او هره کمزوري پر قوت بدلولای شو .

دلته په لنډ ډول دحل لپاره تاسې ته څو ټکي وړاندې کوو :

له خپلې میرمنې سره کینه او دا موضوع ورسره وڅیړه ، خو ددې ناستې لپاره باید یو مناسب وخت او نفسي حالت په نظر کې ونیول شي ، باید د کورنۍ جګړې په دوران یا له هغې سره متصل نه وي .

خپله سینه سړه وساته ، او خپلې میرمنې ته څو ټکي واضح او روښانه کړه :

ورته ووایه چې دهغې خواښې ستا مور ده ، او داسلام له نظره ورته دمور حقوق بیان کړه ، او ورته روښانه کړه چې مور نه طلاق کیږي او نه هم بل څوک پر مورتوب نیول کیږي، ولې د ضرورت پر مهال ښځې ته طلاق هم ورکول کیدلی شي او دویمه او درییمه نکاح هم کیدلای شي. او داچې له مور سره غلط چلند دآخرت عذاب ته بلنه ورکول دي .

ورته وریاد کړل شي چې سبا ته هم خواښې کیږې او بیا به ستا هم همدا ستونزه وي او دهر عمل جزا دهمغه عمل له جنس نه وي نو بیا به ستا ننګور هم له تاسره ستونزې لري.

له خپلې مور سره له اندازې زیات ښه چلند کوه ، په ډیرو مواردو کې که ملامته هم وي ځان پرې مه پوهوه او همیشه ورته په خندا خبره کوه او که ستا دښځې کومه غلطي یې درته په ګوته کړه په پراخه ټنډه یې منه او ورته مثبت ځواب ورکوه ، له مور سره له دعوا او جنجال څخه په هر اړخیزه توګه ځان ساته ، خو دا ورته وایه چې زه ستا زوی یم او ستاسو جګړې زما ژوند ستونزمن کوي .

دمور او دښځې دجګړې پر مهال له هغه مجلس څخه پاڅیږه او هیڅ وخت دجګړې په دوران کې دخپلې میرمنې که په حقه هم وي طرفداري مه کوه  .

په عربی کې یوه مقوله ده چې وايي : (من كان ذي عقل فليكن ذي حيلة) عقلمن سره ډیر چلونه وي ، نو دخیر لپاره له مختلفو حیلو کار آخله مورته دې دښځې په لاس هدیه ورکوه او کله دې چې خپلې میرمنې ته کوم څه راونیول نو اول یې خپلې مورته ورکړه ترڅو هغه یې ستا میرمنې ته ورکړي، یوې ته دبلې له خوا ښه خبره کوه ، لکه مور ته دوایه چې ښځه مې ستا نه ډیره راضي ده هسې کله ناکله درسره خوله وهي او داسې نور.

کله چې دمور او میرمنې په مجلس کې وي جدي مه اوسیږه او هڅه کوه چې مجلس دټوقو او خندا لور ته بوزې .

هڅه وکړه چې دواړه لوری رضا کړي او دیو لوري لپاره دبل لوري حق تر پښو لاندې نه کړي ولې خپلې میرمنې سره دیوهمزولی په څیر له چلند نه په استفادي سره دمور پله درنه کړه او میرمنې ته دې همیشه دا خبره کوه چې دمور له غلطیو دې تیره شي ځکه چې هغه مشره ده او پر تا ډیر حقوق لري ، ته لا ځوانه يې او هغه به څو ورځې ژوندۍ وي او داسې نور.

له نیکو فامیلونو سره اړیکې جوړې کړه او هڅه وکړه چې مور او میرمن دې هلته ورشي او هغوی ستاسو کورته ، ترڅو له هغو نه متاثره شي .

په اونۍ کې یوځل دیو کتاب له مخې یاهم دخپل مطالعې له لارې یو درس په کور کې جوړوه ، او هڅه وکړه چې درسول الله دسیرت او صحابیاتو له کیسو نه ډیرې په دې درسونو کې بیان کړې.

له هغو ودونو ، مجلسونو  او نورو ناستو چې دګنا کارونه پکې کیږي خپله کورنۍ لرې وساته او له هغو کسانو سره چې کورنی نظام یې غیر اسلامي وي تله راتله بند کړه او که نږدې خپلوان وي نو نصیحت ورته وکړه او یاهم لږ اړیکې ورسره ساته.

پر خپلې خواښې او کورنۍ یې ډیر کار وکړه ترڅو دهغې له لارې ستا میرمنې ته نصیحت او دصبر او زغم تلقین وشي.

مور تر هر چا زیات حق لري او په دې وپوهیږه چې څرنګه دمور ډیر حقوق دي او اجر یې هم زیات دی نو همداسې ستونزې به هم را ولاړیږي ولې دا ستونزې دهغو اجرونو او یا هم عذابونو چې په آخرت کې دي پر واړندې هیڅ هم نه دی.

الله مو په چارو کې بریالي لره

محمد شعیب قریشي / اصلاح انلاین 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب