آیا په بهرنيو هېوادو کې د زده کړې لپاره سود اخستل روا دي؟

ګرانو وروڼو زما سره څو پوښتنې دې هيله ده چې د قران او نبوی سنتو په رڼا کې راته ځواب کړی. لومړۍ پوښتنه مې دا ده چې په بهرنيو هيوادونو (غير اسلامی ) کښې مسلمان زدکونکي ته روا ده چې د خپلو زدکړو د لګښت د پوره کولو په خاطر له هغو اداراتو څخه په پور پيسې واخلی کوم چې په سود يې هلته هغو ټولو زدکونکو ته ورکوي کوم چې د خپلو زدکړو د لګښت د پيسو د ورکولو توان او وس نلري؟ ( د يادولو وړ ده چې د زدکونکي زدکړې د هغه او دهغه د کورنۍ د راتلونکې ژوند د تأمين لپاره اړينې دي او همدارنګه د ياد شوو پيسو د موندلو بله لاره هم نشته)۰

دوهمه پوښتنه مې دا ده چې په اوداسه کې په جورابو( البته اوسنيو معمولی جورابو چې له ټوکر نه جوړې دې نه له څرمنې څخه)  مسح کول سم دې او کنه خصوصاُ چې د پښو مينځل د تشناب د ناسم او نا مناسب جوړښت له امله ستونځمن وي؟

هيله ده چې زما پوښتنه په تفصيل او په ليکلي دليل سره راته څواب کړی ، له خدای جل جلاله څخه درته په بدل کې پوره اجر غواړم. په درنښت

پټان

جواب: مولوي امين الله ازره وال
بسم الله الرحمن الرحيم
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاتهقدرمنه وروره ډيره مننه چې له تاسې سره داسې ديني احساس شته چې دمسائلو په اړه پوښتنه کوﺉ چې داسلام له نظره څه حکم لري

ستاسې دپوښتنو په اړه لنډ اومختصر ځواب دى :

تاسې ويلي چې په بهرنيو هيوادونو (غير اسلامی ) کښې مسلمان زدکونکي ته روا ده چې د خپلو زدکړو د لګښت د پوره کولو په خاطر له هغو اداراتو څخه په پور پيسې واخلی کوم چې په سود يې هلته هغو ټولو زدکونکو ته ورکوي کوم چې د خپلو زدکړو د لګښت د پيسو د ورکولو توان او وس نلري؟ ( د يادولو وړ ده چې د زدکونکي زدکړې د هغه او دهغه د کورنۍ د راتلونکې ژوند د تأمين لپاره اړينې دي او همدارنګه د ياد شوو پيسو د موندلو بله لاره هم نشته)۰

نوددې په ځواب کې بايد ووايوچې که بله کومه چاره وي نوښه خبره ده چې له داسې مشتبهو شيانو څخه ځان وژغورل شي اوکه بله چاره نوي نو مونږ ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې هم ويلي دي چې  دامام ابوحنيفه اوامام محمد رحمهمالله تعالى  په دې  هکله دانظر دى  چې  دمسلمان لپاره  په  کفري  حربي هيواد کې  له   حربي کافرانو سره دسود معامله روا ده اوپه دې حديث استدلال کوي چې ( لا ربا بين المسلمين وأهل الحرب في دار الحرب)

نو په پوښتنه کې يا دشوي  شاګردان کولاى شي  دضرورت له مخې خپل ضروريات له همدې لارې پوره کړي اودامام ابوحنيفة اوامام محمد رحمهما الله  په  وينا عمل وکړي

والله واعلم

ستاسې ددوهمې پوښتنې ځواب

هغه داچې په  معاصرو مروجو جورابوباندې مسح روا ده  اوکه نه؟

ددې مسئلې مختصرځواب دادى چې  په دا ډول جورابو باندې مسح کول دڅلور واړو امامانو په وړاندې جواز نلري

يواځې په هغو جورابو  باندې مسح روا ده چې  لکه  دموزو په څير ډبلې وي اوله هغوشرائطو سره برابرې وي  چې زمونږ ددين امامانو ورته  دقرآنکريم او مشهورو احاديثو په  رڼا کې وضع کړي دي هغه  همدادي  چې جورابې بايد دموزو په څير ډبلې وي اويامنعلې اومجلدي وي او دموزو په حکم کې وي

په اوسني وخت کې ځيني اهل حديث وروڼه په هر ډول جورابو باندې  دجواز حکم ورکوي  دا درسته خبره نده په کوم حديث چې دوى  استدلال کوي هغه د محدثينو له نظره ضعيف دى ، دحجت  اواستدلال وړ ندی.

اصلاح انلاین

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب