په عطرو کې د ګډو الکولو حکم (فتوی)

پوښتنه:
په کومه سپرې کې چې الکول وي، د هغې په استعمال سره جامې پلتیږي که نه؟ مهرباني وکړئ معلومات راکړئ.
ستاسو د لابریالیتوب په هیله

ځواب

وعليکم السلام و رحمة الله و برکاته
قدرمنه مونږ هم ستاسې دبريالي توب هيله مند يو، الله تعالی دې زمونږ او تاسې تر  منځ ديني او ايماني احساس غښتلی کړي.
د قدروړه! ستاسې د پوښتنې لنډ ځواب دا دی چې الکول ډير انواع او ډولونه لري چې  تقريبا جلا جلا حکمونه لري زما د معلوماتو مطابق ځينې لکه د شرابو په څېر نشه  لري او ځينې یې نه لري بنا په هر تقدير کومه اندازه الکول چې په سپريو کې استعماليږي د هغو اندازه کمه وي او بلې خواته څو ک چې په بدن او يا جاموباندې سپرۍ شندي نو هغه هم کمه وي، لنډه دا چې که  الکول غليظ نجاست هم وشميرل شي نو زمونږ دفقهې په کتابونو کې  داسې راغلی چې د يوه مثقال په اندازه که نجاست جامد وي او که مايع وي د لاس د ورغوي په اندازه  که په بدن او يا جامو پريوزي نو لمونځ ورسره کيږي ،دا اندازه نجاست د شريعت له  مخې معاف دی  اوس را زو مشخص ځواب ته هغه داچې زما د معلوماتو مطابق د موجوده سپريو استعمال مباح او جايز دی البته که داسې سپرۍ پيدا شي چې الکول پکې ګډ نه وي نو غوره خبره ده چې له داسې سپريو څخه ګټه واخستل شي

ځواب: مولوی امین الله ازره وال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب