آیا موسيقي اورېدل روا دي؟

زه غواړم چې ستاسې څخه د موسیقۍ په باره معلومات تر لاسه کړم، چې آیا دا حلال ده او که نه او نبي کریم صلی الله علیه وسلم مدینی ته د هجرت په وخت کې خلکو داریا وهلی او ده مبارک څه نه دی ورته ویلی .
هیله لرم په دې باره مفصل معلومات راکړی، ډیره مهربانی به مو وی .
ستاسې د لا بریالیتوب په هیله
روح الله
جواب : مولوي امين الله ازره وال
 

د موسيقى ډولونه اودهغو شرعى حكمونه

موسيقي، ساز او سرود چې نن ورځ يې د هر مجلس او هرې وړې لويې د ښكلا بڼه غوره كړې ده، په اسلامي ټولنو كې يې د شرعي حكم په اړه د ځينو خلكو سره يو لړ سوالونه او انديښنې شته، او اّن تر دې چې يو لړ ملتزم او متدين وګړي هم په دغه مرض اخته دي او د شرعې حل او حرمت په اړه يې كله ناكله په زړونو كې ټكني كيږي، لدې كبله مونږ وغوښتل چې په دې اړه په ډيره مختصره توګه خپلو لوستونكو ته څه وليكو، او هڅه وكړو چې د فقهاو دنظرياتو د ذكر كولو څخه وروسته، هغه دلائل او شواهد بيان كړو، كوم چې مسلمانو پوهانو دهغې څخه په استدلال د موسيقي شرعي حكم ذكر كړى دى.

دفقهاو نظريات:

نن چې کومه موسیقي رواج ده دا په اتفاق دعلماوو حرامه موسیقي ده، د موسيقي په اړه د څلور واړه معتبرو فقهاو نظر دا دى چې موسيقي په درې ډوله ويشل كيږي، چې يو ډول يې اتفاقا مباح، بل ډول يې اتفاقا حرام او دريم ډول يې اختلافي ده، چې تفصيل به يې وروسته ذكر شې خو دهغې څخه مخكي مونږ د تحريم په اړه چې د څلورو مذاهبو ځيني فقهاو كوم نظريات وركړي دي، هغه ذكر كوو:
په فتاواى تتارخانيه كى راغلى دى چى سازاوسرود په ټولواديانو(شريعتونوكى) حرام ګڼل شوى دي.
علامه مرغيناني او د الذخيره مصنف، سازاوموسيقى كبيره ګناه ګڼلى ده.
په بحرالرائق كى راغلى دى چى زمونږ مذهب دادى چى موسيقى په مطلق ډول حرامه ده او هغه څوك چى موسيقى اورى اويا ورته كښينى دقاضى په وړاندې د ده شاهدى قبوله نده .
علامه ابن الصلاح په خپله فتاوى كې لیکي: فاذا هذا السماع حرام باجماع اهل الحل والعقد من المسلمين، ويستدل بالآية على حرمة الملاهي كالرباب والجنك والسنطير والكمنجة والمزماروغيرها بناء على ماروى عن ابن عباس والحسن انهما فسرا لهوالحديث بها نعم انه يحرم استعمالها واستماعها فقد صح من طرق.
د موسيقي اوريدل د مسلمانانو داهل حل وعقد په اجماع سره حرام دي، او د لهو داسبابو د حرمت په اړه پراّيت باندي استدلال كيږي لكه رباب او چنګ ، تنبور، شپيلي او داسي نور، ځكه چې د ابن عباس او حسن څخه روايت دى چې هغوى لهو الحديث په همدې سره تفسيركړى، هو د دغه شيانو استعمال او اوريدل دواړه حرام دې چې د متعددو لارو څخه ثابت دي.
امام مالك به له موسيقى څخه منع كوله اوله ده څخه پوښتنه وشوه چى دمدينې ځينى اوسيدونكى خوداكار كوى نوامام مالك په ځواب كى ورته وويل دا كاردلته فاسقان ترسره كوى .
امام شافعى فرمايلى دى چى د سازنده نروى اوكه ښځه ګواهى اوشاهدى قبوله نده.
امام شافعى په يوبل ځاى كى ويلى دى (هي دياثۍ اى ديوث ) موسيقى غږول اواوريدل ديوثى ده.
امام احمد وايى چى د موسيقى اّلات ټول حرام دى.

د فقهاو په نزد دموسيقي ډولونه:

د فقهاو په نزد موسيقى په درې ډوله ده: لو مړى حرام دوهم مباح دريم مختلف فيه چى تفصيل يى په لاندى ډول دى:

حرامه موسيقى:

دغه ډول موسيقى د علماوو په اتفاق سره حرامه ده اوهيچا پكى اختلاف ندى كړى د رسول الله صلی الله عليه وسلم له زمانى څخه يى را واخله تر نن ورځى پورى اوترقيامته به حرامه وى د دى حرام والى اتفاقي دى د دى ډول موسيقى يوڅوصورتونه دى چى په لاندى ډول شرح كيږى :

هرهغه لهواولعب ، ساز اوموسيقى چى په هغه كى هيڅ كوم دينى اويادنيوى شرعي مقصد نوى، برابره خبره ده كه سړى په خپله دا كاركوى اويابل ته غوږ ږدى د موسيقى اّلات پكى وى اوكه نوى .
د موسيقى ټول هغه اّلات چى په ذاتى ډول سره سرورپيداكوى اودهغواصلي وضع دلهواولعب لپاره شوى وى لكه شپيلى، باجى اوربابونه اوداسى نور.ددغو اّلاتواستعمال په مطلق ډول سره حرام دى كه سندرى ورسره وى اوكه نوى .
هرهغه سندرى اوموسيقى چى غفلت پيداكوى اود يو واجب كار اوعمل د ترك سبب ګرځى اويا سړى په حراموكى مبتلاء كوى د مثال په ډول دسندرو مضمون په فاحشو اونارواخبرو باندى مشتمل وى اويا سندرغاړى کې مشکل وي اود هغه سندرى اوريدل حرام وى لكه بالغه اونامحرمه ښځه .
چى له سندرو اوموسيقى څخه كسب اوپيشه جوړه كړل شى او يا دموسيقى اّلات اواسباب جوړول اوبيا له دى څخه د رزق ذريعه جوړه كړى .

دفاسقانو او فاجرانو د لهجو مطابق اشعار اوسندرى ويل.
دښځو سرود اوسندري چى اجنبى اوغير محرم ورته غوږ ايښى وى
په مباح سرود كى دومره زياتوالى كول چى په همدى باندى شهرت تر لاسه كړى.
پورته ذكر شوى صورتونه دموسيقى هغه ډولونه دي چى په اتفاق دامت سره حرام دى دده دجواز يوه شائبه هم په قران ،حديث اونه د خيرالقرون په دور كى دچا له عمل څخه ثابتيدلى شى كه څوك داخبره كوى هغه له بهتان اوله درواغوڅخه پرته بل هيڅ شى نه وايي.مباح اوجائز موسيقى اوسندرې :
داهغه سندرى اوموسيقى ده چى ددى په اباحت اوجواز كى اختلاف نشته چى ددى يو څو صورتونه دى چى په لاندى ډول شرح كيږى : 

د کارواني سندرې: دا يوډول سندري اوترانې دي چې د اوښانوپه تيزولو اود لارى په لنډولوكى ترې استفاده کيږي ، لكه عبدالله بن رواحه صاحب به ويلي : اللهم لولاانت مااهتدينا – ولاتصدقنا ولاصلينا + فاغفر فداء لك ما اقتفينا + وثبت الاقدام ان لاقينا .
رجز : په جنګ اوجهادكى اشعار ويل چى جګړه كوونكى اومجاهدين د جګړى خواته تشويق شى رجزبلل کيږي د مثال په ډول عبد الله بن رواحه دموته په غزوه كى دا لاندى اشعار ويل : اقسمت بالله لتنزلنه + طائعه اولتكرهنه + ان اجلب الناس وشدوا الرنه + مالى اراّك تكرهين الجنه
هغه اشعار اوسندرى ويل چى ستړتيا پرى رفع كيږى لكه داقول د انصارو كله چى دوى دخندق په غزوه كې زمزمه كاوه : نحن الذين بايعوا محمدا + على الجهاد مابقينا ابدا او ددوى په ځواب كى به رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : اللهم لاعيش الاعيش الاخره + فاغفر الانصار والمهاجره .
په ودونو ، اخترونو ، سنت ګري او دمسافرينو راستنيدلو په وخت سندرى او دائره ياچمبه وهل .
كله چي مور خپل ماشوم ويده كوى اوڅه اشعار اوسندرى ورته وايي.

ددغه ډول سرود اوموسيقى شرائط :
نوموړى شعر اوسرود بايد په داسې الفاظو مشتمل نوى چې د شريعت خلاف وګڼل شي.
له فرائضو اوله واجباتوڅخه بايد مانع واقع نشى اوهمدا ډول دكوم شرعى مكلفيت لپاره مانع واقع نشى .
زيات وخت بايد پرى ونه نيول شى اونه بايد خپل ځان دشهرت حد ته پكى ورسوى .
پرته له دائرى(دف) څخه نور د موسيقى اّلات پكى نه وى، لكه باجه رباب اوداسى نور.
سندر غاړى اواشعارويونكى بايد بالغه ښځه اوياکم عمره هلک نه وي.
له سندرو اوموسيقى څخه بايد كسب اوپيشه جوړه نشى.

مختلف فيه موسيقى :

داهغه ډول موسيقى دى چى له واده ، اخترونواونوروشرعى خوشحاليو څخه پرته دائره (دف) اوسندرى ويل اوياداسى اّلاتوڅخه استفاده وكړل شى چى دموسيقى لپاره نوى وضع شوى لكه كاسه ،بوشكه اوداسي نور . داډول موسيقى هم د جمهوروپه وړاندى ناجائزده . ددى په جوازباندى صرف ځينى شوافعو قول كړى خوددى لپاره يى يولړشرائط ذكركړى دي، كه دغه شرائط پكى مراعت نشى نوبيا د دوى په وړاندى هم ناروا ده.
دا دى د فقهاو د اقوالو د ذكر كولو څخه وروسته هغه اّياتونه او احاديث ذكر كوو كوم چې علماو پرې په دې اړه استدلال كړى دى:

قرانى اّياتونه :

ددين امامانوپه لاندى اّياتونوباندى دموسيقى په حراموالى، استدلال كړى دى:
الله جل جلاله په سورت لقمان كى فرمايلى : ]وَمِنْ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا اولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ[ يعنى ځينى له انسانانونه داسى هم شته چى بابيزه اوچټى خبرى پيرى تر څوچى خلك د الله جل جلاله له لارى څخه پرته له كوم علم اوپوهى څخه بي لارى اوګمراه كړى او دغى لارى پورى مسخرى وكړى ددغسى خلكو لپاره ذليل كوونكى عذاب دى

د لهوالحديث تفسير:

د لهولغوى معنا ده په غفلت كى اخته كيدل كوم شيان چىانسان له ضرورى كارونوڅخه په غفلت كى اچوى (لهو) بلل كيږى او داسى شيانوته هم لهو ويل كيږى چى كومه معتبره فائده پكى نوى. په لهوالحديث كى دمفسيرينو اقوال :په عمومى ډول مفسرين په دى اړه په دوه ډلو ويشل شوى دى

حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د “لهوالحديث” په هكله فرمائى ” هو والله الغناء ” سوګند په الله جل جلاله چى له دى څخه مراد سرود اوموسيقى ده، اودا تفسير له ابن مسعود رضي الله عنه
څخه په صحيح سند سره ثابت دى د داسى جليل القدر صحابى لكه ابن مسعود رضي الله عنه تفسير د مسند اومرفوع حديث حيثيت لرى ځكه چى داسى مسائل په عقل اواجتهاد سره نه پيژندل كيږى كله چى صحابى داسى خبره كوى نوضروربه ئى له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلى وى .
له حسن بصرى رحمة الله علیه څخه ددى اّيت په تفسير كى لاندى قول راغلى دى ” ان لهوالحديث كل ماشغلك عن عبادة الله وذكره من السمر والاضاحيك والخرافات والغناء ونحوها ” يعنى هرهغه شى چى تا د الله تعالى له عبادت اوياد څخه مشغول كوى هغه لهوالحديث دى د مثال په ډول سمر(د ماسخوتن دلمانځه څخه وروسته مجلسونه كول)، خنداګانى ، خرافات ،موسيقى اوددوى په څيرنورشيان. له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چى له “لهوالحديث” څخه مراد ” هوالغناء واشباهه ” لنډه داچى دټولومفسرينو اقوال په همدى دوه ډوله تفسير باندى څرخيږى چى يوتفسير دا دى چى له “لهوالحديث” څخه يوازې موسيقى اوسرود مراد دى اوبل تفسير دا دى چى دا اّيت شريف عام دى موسيقى اودده په څير نوروشيانوته هم شامل دى البته په دىخبره د ټولو اتفاق دى چى موسيقى اوسرود دلهوالحديث له جملى څخه دى
دقران كريم يوبل اّيت شريف “لايشهدون الزور”په تفسير كې امام ابوحنيفه رحمة الله علیه ، مجاهد رحمة الله علیه اوځينى نوروعالمانو د “الزور” تفسير په سرود اوموسيقى سره كړى دى
]وَاسْتَفْزِزْ مَنْ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَاجْلِبْ عَلَيْهِمْ بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الْامْوَالِ وَالْاولَادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمْ الشَّيْطَانُ الَّا غُرُورًا[8مجاهد رحمه الله د وَاسْتَفْزِزْ مَنْ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ تفسير په سندرو او شپيليو سره كړى دى.
]افَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ وَانْتُمْ سَامِدُونَ[ 9 له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چى له ]وَانْتُمْ سَامِدُونَ[ څخه مراد سرود دى ” هوالغناء باليمانية وكانوا اذا سمعوا القران غنوا تشاغلا عنه ” په يمني ژبه كې دغه كلمه سندور ته وايې او كله به چې هغوي قراّن واوريده نو په همدغي ډول به يې سرود وايه ترڅو د قراّن د اوريدو څخه مشغول شي.

نبوي احاديث:

په دى اړه يوشميرزيات احاديث راغلى دى چى شميره يې د څلويښتو څخه زياته ده، چى مونږدلته يوڅواحاديث د مثال په ډول ذكركوو اونوروته به صرف يوه اشاره قدرى وكړو:امام ابوداود، ابن ماجه اوابن حبان له ابومالك اشعرى څخه لاندى روايت رانقل كړى دى چى رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلى دى” ليشربن ناس من امتى الخمر يسمونها بغيراسمها يعزف على رؤوسهم بالمعازف والمغنيات يخسف الله بهم الارض ويجعل الله منهم القردة والخنازير “. يعنى زماامت به شراب د نوم په بدلولوسره څښي اود دوى په وړاندى به سرودګرى ښځى سندرى وايى نو الله تعالى به دوى په زمكه كى خسف كړى اوځينى نوربه الله تعالى مسخ كړى شاديان اوخنزيران به ترى جوړكړى. علامه ابن حبان دى حديث ته صحيح ويلى دى .
امام بخاري په خپل صحيح كي په كتاب الاشربه كې روايت كوي: (عن عبد الرحمن بن غنم قال حدثنى ابوعامر اوابومالك الاشعرى رضي الله عنه انه سمع النبى صلی الله علیه وسلم يقول ليكونن من امتى اقوام يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف.) داحديث ياد شوى مطلب په ګوته كوى اوداهم صحيح حديث دى
له حضرت ابن عباس رضي الله عنه نه روايت دى چى نبى كريم صلی الله علیه وسلم فرمايلى دى چى الله U شراب ، جوارى اوقماربازى اود سرود الات حرام كړى.
اوپه يوبل حديث كې چى ابوهريره رضي الله عنه روايت كړى دى فرمايي: چى رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلى دى (كله چى غنيمت شخصى مال وګڼل شى ، زكات تاوان وبلل شى اوكله چى د دين علم ددنيا د حصول لپاره زده كړل شى ، كله چى د ښځى حكم ومنل شى اودمورنافرمانى وكړل شى ، اودوست ځانته رانيږدى كړل شى اوپلار له ځان څخه ليرى كړل شى اوپه مساجدو كى په زوره خبرى پيل شى اودقوم اوقبيلى مشرفاسق سړى مقرر شى اوكله چى د قوم سردار رذيل سړى وى اوكله چى دشرير سړى اكرام له دى وجى وكړل شى چى خلك يى له شرڅخه ويريږى اوكله چى سندرغاړى ښځى اوسرودونه عام شى اوكله چى د شرابوڅښاك ظهوروكړى اود امت وروستنى خلك په ړومبنيوخلكو لعنت ووايى نوپه دغه وخت كى تاسى د يوسورباد ، دزلزلى ، دخسف اودمسخه كيدلوانتظار وكړى د قيامت نښى به يو په بل پسى داسى راروانى وى لكه چى د يوهار مزى پري شى اومرى يى يوپه بل پسى پرله پسى له مزى څخه وزى اوپه زمكه باندى تويږى .دا حديث امام ترمذي په خپل سنن كې ذكر كړى دى.
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت كوي چى رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: سندرې په زړه كې نفاق زرغونوي، لكه څرنګه چې اوبه شنه بوټي زرغونوي)
په بل حديث كې چې امام احمد او طبراني روايت كړي دي فرمايي:عن ابن عباس وابى امامه مرفوعا: ليكونن في هذه الامۍ خسف وقذف و مسخ وذلك اذا شربواالخمور واتخذوا القينات وضربوا بالمعازف. دحضرت ابن عباس څخه مرفوع روايت دى چې فرمايي: ارومرو به په دې امت كې په ځمكه ننوتل او ويشتل او مسخ كيدل راځي، كله چې شراب وڅښي او سندرغاړي ونيسي او د موسيقي اّلات ووهي.
امام احمد يو بل حديث روايت كړى دى:عن ابى امامه رضي الله عنه قال رسول الله صلی الله علیه وسلم وامرنى ربى بمحق المعازف والمزامير والاوثان والصلب وامر الجاهليه ) د حضرت ابوامامه څخه روايت دې چې رسول اللهr صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ماته خپل رب د موسيقي د اّلاتو، شپيليو، بتانو، صليب او د جاهليت د نښو د ړنګولو امر كړي دى
امام بخاري يو بل حديث په خپل سند سره روايت كړي دي فرمايي: حدثنى ابوعامر اوبومالك الاشعرى والله ما كذبنى سمع النبى r يقول ليكونن من امتى اقوام يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف ) ابوعامر او يا ابوعامر ماته ويلي دي اوپه الله قسم چې دروغ يې راته نه دى ويلي، چيك د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اوريدلي دي، چي فرمايل يې: خامخا به زما په امت كې داسي خلك پيدا كيږي چي زنا، وريښم ، شراب او موسيقي به حلالوي.
ابوداود الطيالسي اواحمد روايت كوي:عن ابي امامه رضي الله عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: ان الله عز وجل بعثنى هدى ورحمه للمومنين، وامرني بمحق المزامير والاوتار والصليب وامر الجاهليه. الله تعالى زه د مومنانو لپاره هدايت او رحمت رااستولى يم، او ما ته يې د مزاميرو(هغه اّلات چې په خوله وهل كيږي) اوتارو( دموسيقي هغه اّلات چې تارونه لري) دصليب او د جاهليت د نښو د له منځه وړلو امر كړي دي.
نورپه ديارلسو احاديثوكى د الهى ډول ډول عذابونو د راتګ لامل، په موسيقى او ساز اوسرود كى وړاندى والى اوانهماك ښودل شوى دى. اوپه ځينى نورو احاديثو كى بيا د څيرومسخ كيدل را نقل شوى دى
په يوه بل حديث كى راغلى دى چى څوك سندرغاړى اوبازنګرانى ساتى اودغه سړى مړشى نوجنازه پرى مكوﺉ.
دا دهغه احاديثو لنډه يادونه وه چې د موسيقي په حرمت دلالت كوي او د هغې په رڼا كې فقهاو د موسيقي د حراموالي قول كړى دى.
دسلف صالحينو ويناوي:
حضرت ضحاك رضي الله عنه فرمايي: ساز او سرود مال له منځه وړي، دالله تعالى دغضب سبب ګرځي او زړه فاسدوي.
حضرت جابر رضي الله عنه فرمايي: د ساز او سرود څخه ځان وساتئ، ځكه چې دا د ابليس لخوا ده، او د شرك په اندازه ګناه لري، او دشيطان پرته بل ځوك سندري نه وايي.
فضيل بن عياض فرمائى موسيقى د زنا منتر دى
د حضرت ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د سندور او دهغې د اوريدو څخه منع كړي ده او همدا ډول يې د چغل ګړي او دهغې د اوريدلو څخه منع كړيده. دا روايت طبراني ذكر كړى دي.
اوداسى نور ډير اقوال شته چى په هغوكى دموسيقى بدى بيان شويده. بل نظر:
دحرمت په احاديثوباندى ځينى خلكو لكه ابن حزم اوهمدا ډول دده په پله باندى تقريبا داكتر يوسف قرضاوى هم قدم ايښى دى ويلى دى چى په دى اړه چى څومره احاديث راغلى دى هغه ضعيف دى په ظاهرى ډول سره دغه اعتراض ځينى خلكوته قوى په نظرورځى خوپه حقيقت كى دا ډير كمزورى اوسرسرى نيوكه ده كوم اصولى حيثيت نلرى اونه كوم وزن لرى اصولى خبره اودرسته خبره پدى هكله داده چى د موسيقى په اړه درى قسم روايات راغلى دى : صحيح ، حسن او ضعيف
اصلى قاعده خوداده چى د يوشى د حرمت لپاره يوصحيح حديث هم كفايت كوى دا ضرورى نده چى يوشى به هلته حرام ګرځى چى د هغه په اړه ډير صحيح احاديث موجودوى او يا دهغه په اړه بايد ټول رانقل شوي احاديث صحيح وي. په حقيقت كى دايوه بى اساس خبره د ه چى هيچاداسى ندى ويلى. سره له دى چى د موسيقى په اړه چى كوم احاديث راغلى دى ډيرزيات دى چى ځينى ئى صحيح دي اوځينې يي دحسن مرتبى ته رسيږ ى اويوشميرنوربيا ضعيف دى . كله چى ديوى موضوع په اړه صحيح اوضعيف احاديث راشى نوقاعده داده چى هغه ضعيف احاديث هم قوى كيږى اوددى وړګرځى چى استدلال پرى وشى نه داچى د ضعيفو احاديثوپه واسطه قوى اوصحيح احاديث او روايات ضعيف وګرځول شى بلكى خبره برعكس ده . دا اصولي مسائل دى چى دلته صرف اشاره ورته كيږى د زيات تفصيل لپاره دى داصول فقهى اواصول حديث كتابونوته مراجعه وشى .
له دى څخه پرته د موسيقى حرمت په قران كريم سره هم ثابت دى لكه چى مخكى مو د هغه يادونه كړى ده چى د ټولومفسيرينو په دى باندى اتفاق كړى چى له لهو الحديث څخه مراد موسيقى ده د ټولو دلائلوپه رڼاكى ويلى شوچى د موسيقى حرمت په يقينى ډول سره ثابت دى په دىكى هيڅ شك اوشبهه نشته .
لدې برسيره داچى په دى اړه دامت اجماع راغلى ده هيڅ سندى مسائلوته پكى اړه نه پيدا كيږى.اوكه څوك دا وائىچى دا يوه اختلافى مسئله ده اوپه اختلافى مسائلوكى انكارنوى داهم ډيره غلطه خبره ده ځكه چى په خير القرون كى ددى حرمت اتفاقى وه هيچا پكى اختلاف نه وه كړى قاعده دا ده چى په هغه اختلافى مسئله كى انكار نوى چى په خيرالقرون كى اختلافى وى دموسيقى مسئله له پنځم قرن څخه وروسته ځينى په موسيقى مينو خلكو اختلافى كړى ده چى په اصولى ډول هيڅ اعتبارنلرى .

يوفاسد اوبى لارى كوونكى تاويل اود هغى ځواب :
ځينى په سازاوسرود زړه بايللى خلك وايى چى موسيقى اودهغه اّلات خوپه نفس الامركى حلال دى خوكله چى له نوروحراموشيانوسره ګډ شى نوبيا حراميږى كه دغه نورحرام شيان ورسره ملګرى نوى نوبيا حرام نه بلل كيږى كوم وعيدونه چى راغلى دى هغه ددى په مجموعه باندى راغلى دى .

ځواب :دغه تاويل درست ندى بلكى ګمراه كوونكى دى اود نصوصومعنوى تحريف بلل كيږي، ځكه چى موسيقى د هغه حرامو په قطاركى راغلى ده چى دهغوى حرمت قطعى دى لكه شراب ،زنا وغيره اويوپه بل باندى دنحوى قاعدى مطابق د واو په تورى عطف شوى دى اودواو تورى د مطلقى جمعى لپاره دى. نو معنا دا ده چې ټول شيان په ځانګړي توګه دحرمت په حكم كې داخل دي. اوله بله پلوه لدى څخه خو دا فساد هم رامنځ ته كيږى چى شراب اوزنا دى هم يواځى حرام نشى اوحلال دى وګڼل شى اودا خوښكاره كفراوبى دينى ده . نودا فاسد تاويل كوونكى د قران كريم له دى اّيت شريف سره څه كوى ” ]يَاأيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأنصَابُ وَالْأزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ[
كه ددوى خبره درسته شى نوبيا خوددوى په نيز په دغه اّيت شريف كى ياد شوى شيان هم حلال بلل كيږى نوله دى څخه خوكفر لازميږى .
بله داچى د خيرالقرون دزمانى امامانو سلفواوصالحينو له يادشويو نصوصو څخه همدا فهم اخيستى دى چى مونږيى يادونه كړى ده . دهمداسى نصوصودفهم په اړه اصولى خبره داده چى هغه د رسول الله صلي الله عليه وسلم اوسلفواوصالحينو د منهج مطابق وى له خپله ځانه له نصوصوڅخه فهم اخستل د متجددينوكاردى اوهواي نفس اوتحريف بلل كيږى.
ډيره دتعجب اوحيرانتيا خبره خوداده چى ځينى معاصر ځوانان دابن حزم دنظريي اوهمدى ته ورته د ډاكټرقرضاوى تابعدارى كوى سره له دى چى دابن حزم نظريه له قران ،احاديثو اودټولوسلفواوصالحينو له اقوالواونظريو څخه خلاف د ه اّن تردى چى ابن الصلاح، ابن حزم په دى مسئله كى ضال اومضل بللى دى اوځينو نورو پوهانو بيا ابن حزم ديولړمتضادوصفاتوشصخيت بللى دى اونوموړى ځينى شاذى اونادرى نورى نظريي هم لرى .

كه مونږ له ډير حسن ظن نه كارواخلو نودابه ووايو چى ابن حزم او د ده امثالو په دى ځاي كى اشتباه كړيده اوخطاء شوى دى نور دا چى د دوى په خبره عمل وشى نو دا له ګمراهى اود نفس له تابعدارى څخه خالى نده ځكه چى د يو چا خطاء اوغلطى زمونږلپاره دليل نشى جوړيدلى . ځكه مشهوره قاعده ده چى مونږ حق په رجالونه پيژنوبلكى مونږ حق په قران اوسنت نبوى باندى پيژنو ځينى معاصرين په همدى خطاء كى پريوتلى د ى او وايى چى داخبره خو ابن حزم كړى اوډاكټرصاحب قرضاوى كړى ده اوهلته قران ،حديثو اودسلفواوصالحينو اقوالوته نه ګورى چى هغوى څه فيصله كړى ده

په بنيادى ډول حرام اوحلال په قران اوپه نبوى احاديثوباندى ثابتيږى د حلالواوحرامومصادر قران اوسنت دى اوپه داسى مسائلوكى بايد قران ،سنتو اودسلفواوصالحينو طرزعمل ته مراجعه وشى نه داچى د كوم شخص شخصيت اود يو چا قول او وينا ته وكتل شى .

په پاى كې به ځينې هغه احاديث ذكر كړو چې په هغې كې د موسيقي د ځينو ډولونو جواز او اباحت ذكر شوي دى او بيا به د دواړه ډوله احاديثو ترمنځ تطبيق ذكر كړو.

عن الربيع بنت معوذ بن عفراء جاء النبى r فدخل حين بنى على فجلس على فراشى كمجلسك منى فجعلت جويريات لنا يضربن بالدف ويندبن من قتل من اّبائى يوم بدر اذقالت احداهن وفينا نبى يعلم مافى غد فقال دعى هذا وقولى بالذى كنت تقولين ) ربيع بنت مغوذ رضي الله عنها فرمايې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم زما د واده په وخت راغې او زما په ځاى كښيناست، لكه څرنګه چې ته زما سره ناست يي. نو څو ماشومانو جينكو د دايري په وهلو پيل وكړ، او زما دهغه پلرونو يادونه يې كوله چې د بدر په غزوه كې شهيدان شوي و. نو يوې جينې وويل: په مونږ كې يو نبي دې چې په هغه څه پوهيږي چې سبا ته كيږي. پيغمبر صلی الله علیه وسلمورته وفرمايل: داخبري پريږدئ او هغه څه ووايې چې مخكي مو ويل. دا حديث امام بخاري روايت كړى دي.
عن عائشه (رض) عن النبى صلي الله عليه وسلم قال اعلنوا النكاح واضربوا عليه بالدف ) دحضرت عايشي څخه روايت دى چې نبى صلي الله عليه وسلم فرمايلي دى: چې تاسې د نكاح اعلان وكړئ او پرې دايره ګانې ووهي. داحديث ترمذي روايت كړى دى.
عن انس بن مالك رضي الله عنه ان النبى صلي الله عليه وسلم مر ببعض المدينه فاذا هو بجوار يضربن بدفهن ويتغنين ويقلن نحن جوار من بنى النجار يا حبذا محمدمن جار فقال النبى r الله يعلم انى لاحبكن ) دحضرت انس څخه روايت دى، چې نبى صلي الله عليه وسلم يو ورځ په مدينه كې تيريده چې ناڅاپه په څو جينكو تير شو چې هغوي دايره وهله او سندرې يې ويلي او ويل يې مونږ د بني نجار نجونې يو او محمد صلي الله عليه وسلم څومره ښه پناه راوړونكى دى، رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالى عالم دي چې زه له تاسې سره مينه لرم.دا حديث ابن ماجه روايت كړي دى.
اوداسى نوراحاديث هم په دى اړه راغلى دى. ددى لپاره چى خبره اوږده نشى نو په همدى باندى بس والى كوو .

داحاديثو تطبيق:

په ظاهرى اوسطحى نظرسره كه څوك وګورى نو د حرمت اودجواز داحاديثوترمنځ تعارض معلوميږى خوپه حقيقت كى داسى نده اوهيڅ تعارض ددى احاديثوترمنځ نشته هغه داچى موسيقى اوغناء په دوه ډوله ده. لمړى ډول حرامه موسيقي ده، چى په اول قسم احاديثوكى ورته اشاره شويده اودوهم ډول مباحه ده،گ چى هغه ته په دوهم ډول احاديثوكى اشاره شويده چى هغه په ودونو،اخترونه او په سنت ګيريو كى دائره اوسندرى ويل دى. په دې هكله چى څومره احاديث راغلى دى، هغه ټول د ودونو،اخترونو اود مسافرينوكورته د راستندوپه اړه د ى اوهغه هم صرف دوړوجنكودائره(دف) اوسندرى ويل دى اويارجزويل دى اوداسى نور چى تفصيل مخكې ذكر شو .

يادونه :

پاتى دى نه وى چى په اوسنى زمانه اوعصركى اكثره خلك ناپوهان اوجاهلان دى دجائز اوناجائز موسيقى ترمينځ توپيرنشى كولايى اوپه همدى ډول دهغى شرائط اواداب هم نشى مراعات كولايى نوپه دى اساس “دسد زريعى” دقاعدى له مخى دموسيقى ټول ډولونه ناجائز بلل كيږى .

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب