چاغوالی اته کلن ماشومان هم د زړه په رنځ اخته کولای شي

چاغوالی اته کلن ماشومان هم د زړه په رنځ اخته کولای شي

ډېر خوراک، ناسته، خواږه، کمپيوټر او ويډيو ګيمونه، ماشومان، نه يوازې سست، کمزوري او بې کاره اموخته کوي، بلکې، دې سره يې وزن هم زياتيږي او چاغوالي سره يې د ګڼو نورو ناروغيو د پېښېدو چانس هم شته.

په يوه نوې طبي څېړنه کې ويل شوي، چې چاغوالی کوچني اته کلن ماشومان هم د زړه په رنځ اخته کولای شي.
د امريکا فلوريډا ايالت کې د زړونو د طبي څېړنې يوې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې دوی په شلو چاغو ماشومانو او شلو عادي وزن لرونکو ماشومانو څېړنې کړي او بالاخره دې پايلې ته رسېدلي، چې چاغو ماشومانو کې د زړه رنځ د پېښېدو چانس څلوېښت سلنه د عادي وزن لرونکو په پرتله زيات وي.

د ډاکټرانو په وينا د چاغوالي له امله د زړه پلې غټيږي او دې سره بيا زړه په مناسبه توګه وينه نه شي پمپ کولای.
څېړنه کې دا هم ويل شوي، چې د چاغوالي له امله ماشومان په ساه بندۍ، لوړ فشار او ذهني ناروغۍ اخته کېدای شي.

د څېړنکو له نظره، په چاغو ماشومانو کې دا ډول ناروغۍ په اسانه نه ښکاري، مګر د «ايم ار ای» او نورو قوي معاينو په واسطه ډاکټرانو ته څرګنده شوې، چې چاغ ماشومان په لږ عمر کې هم د زړه په ناروغيو اخته کېدای شي او دا ناروغي يې د مرګ لامل ګڼلې ده.

څېړونکو په خپلو سپارښتنو کې ويلي، چې د دې ډول ناروغيو مخنيوی ډېر اسانه دی، مګر تر ټولو مهمه ونډه په کې بايد د مور او پلار وي، چې ماشومانو ته مناسب خواړه ورکړي، د ورزش او نور ورته کارونه وکړي، چې وزن يې زيات نه شي او په عادي وزن خپل ژوند پر مخ بوځي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب