آیا عاق شوی اولاد بېرته بښل کېږي؟

پوښتنه: زما پوښتنه څه داسې ده که یو پلار اولاد ته ووایې که ته فلاني ځای ته ولاړې نو ته مې عاق کړی یې نو که زوی یې هغه ځای ته ولاړ شي او یا یې بل کس بوځي آيا دا زوی یی عاق شوکنه؟ او بله پوښتنه د عاق شوی اولاد بیرته بخښل کیږی؟ مطلب دا چې عاق بیرته ختمیدای شي کنه لطفا که تفصیل سره جواب راکړی په احترام‎.

جواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
زمونږ په ټولنه کې خلک د عاق او عقوق پر معنا نه پوهېږي او داسې ګمان کوي چې که چېرې پلار خپل ځوی یا اولاد ته وویل چې ته عاق يې نو هغه له ځوی توب او میراث نه محروم شو، چې اصل خبره داسې نه ده.
عاق یا عقوق اصل د مور او پلار نا فرماني او د هغوی زورونې او د هغوی د حقوقو تر پښو لاندې کولو ته وايي او هر اولاد چې د په جایزو او مباح کارونو کې د مورو او پلار اطاعت نه کوي هغه ته عاق ویل کېږي، که مور او پلار څه ووايي او که ونه وايي او دا عاق یوه ستره او کبیره ګناه ده او مسلمان باید هېڅکله هم د مور او پلار بې اطاعتي ونه کړي، خو که چېرې مور یا پلار اولاد ته د داسې کار وايي چې په هغه کې ګناه وي، نو په هغه صورت کې باید د مور او پلار خبره ونه مني، او په ډېره ښه او آرامه لهجه هغوی ته قناعت ورکړي چې دا کار تاسې ما ته وايي دا ګناه ده.

په هر صورت لکه مخکې مو چې وویل چې هرکله اولاد د مور او پلار امر ونه مانه یا یې له هغوی سره سپکه رویه وکړه، یايې دهغوی نور حقوق تر پښو لاندې کړ دا انسان عاق دی، نو له دې ګناه نه دراګرځيدلو لاره داده چې الله تعالی ته توبه وایستل شي او له مور او پلار نه هم بښنه وغوښتل شي او په راتلونکی کې داسې ګناه ونه کړي، او مور او پلار هم خپل اولاد که وبښي ان شاءالله چې ګناه به یې ختمه شي.

دا چې په عاق سر څوک له ځوی توبه وځي دا غلطه خبره ده، نه هغه له اولادتوب نه وځي او نه هم له میراث نه محرومه کېږي، خو ډېره ستره ګناه او له اولاد توبه نه انسان هغه وخت وځي او له میراث نه محرومېږي چې کافر شي.
والله اعلم

اصلاح انلاین

د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ