آيا په هېره سره روژه ماتېږي او که نه؟

پوښتنه:

آيا په هېره سره روژه ماتېږي او که نه، ځينې خلک فکر کوي چې روژه به ماتېږي، صرف کفاره به نه لازمېږي؟

ځواب:

په هېره خوراک، څښاک او جماع کولو سره روژه نه ماتېږي، د بخاري شريف د (کتاب الصوم) په (باب الصائم اذا اکل او شرب ناسيا) کې دا روايت راغلی: ژباړه: له حضرت ابوهريرة رض څخه روايت دی چې  رسول الله ص وفرمايل: که د چا روژه هېره شي، خوراک يا څښاک وکړي، نو خپله روژه دې پوره کړي، ځکه چې دا په حقيقت کې الله تعالی په ده خوراک او څښاک وکړ. (بخاري شريف جلد اول صفحه ٢٥٩)

او په (سنن دارقطني) کې روايت دی:

ژباړه: له حضرت ابوهريرة رض څخه روايت دی چې رسول الله ص وفرمايل: څوک چې د رمضان مياشتې روژه په هېره سره ماته کړي، نو پر هغه نه قضا شته او نه کفاره يعنې روژه يې صحيح ده او په کار ده چې خپله روژه پوره کړي.

(دارقطنی کتاب الصوم جلد ٢صفحه ١٥٨) په هېره تر خوراک کولو وروسته قصدًا دوهم ځل خوراک کول.

 

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب