آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای شی؟

زما پوښتنه داده چی آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای (یعنی قسمت یی بندیدای شی) او که وی نو د حل لیاره یی څه ده. په درنښت: ستاسی د جواب په هیله

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم   .
محترمه وروره ! سحر او جادو د سليمان (عليه السلام) له زمانې څخه ، بلکي تر هغه له مخکي وخت څخه بيا تر اوس مهال پوري د ظالمو او فاسدو انسانانو له لوري ډير ګرم (تود) راچليدلئ دئ ، حتی د اسلام په پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) باندي هم يوه يهودي سحر او جادو وکړ   .
سحر او جادو پخپل ذات کښي خورا ډير قسمونه لري چي ځيني يې پدې شرح دي  :
(۱)  : دښځي او خاوند د تفريق دپاره   .
(۲)  : د ښځي او خاوند له يوه او بل څخه د نفرت پيدا کيدو لپاره  .
(۳) :  ددې دپاره چي يوه ښځه وچه (شنډه) سي او اولاد يې نکيږي .
(۴)  : ددې دپاره چي يوې ښځي ته ميړه ورپيدا نسي ، يا وښځي ته ميړه نه ورپيدا کيږي ، يعني نکاح يې بنده سي  .
(۵)  : ددې دپاره چي يو متعلم علم ايزده نکړي ، په تحصيل کښي ناکامه سي  .
(۶)  : ددې دپاره چي يو معلم او استاذ په تعليم او تدريس کښي پر مخ ولاړ نسي  .
(۷) :  ددې دپاره چي په يو چا کښي بدني مرضونه پيدا سي  .
(۹)  : ددې دپاره چي يو څوک ليونئ سي  .
(۱۰)  : ددې دپاره چي يو څوک بد أخلاقه سي ، او وبدو کارو ته يې مخ سي  .
حتی مفسرینو ذکر کړيدي چي د سحر او جادو په وجه د انسان شکل د حيوان په شکل هم بدليدلائ سي  ، او په موجوده زمانه کښي دا کار بيخي مخته تللئ دئ  .
مسلمانانو ته پکار ده چي له سحر او جادو څخه د ساتني او حفاظت پخاطر هغه اياتونه او ذکرونه ايزده کړي ، او وايي يې کوم چي په شريعت کښي علماوو د جادو او د سحر د دفع دپاره مُشخص کړيدي  ، چي يو له هغو څخه د «قل أعوذ برب الفلق» او د «قل أعوذ برب الناس » مبارک سورتونه دي  .
پدې بايد کفايت وکړې  ، شکرانه دي نه ده راليږلې چي تر دغه زيات حل دروليږم ، هنن
والسلام   .

دارلافتآء أبوالفضل .
منبع : بینو

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب