قانون جوړوونکی ( تقنيني) قوه څه ته وايي؟

قانون جوړوونکی ځواک د هيواد ملي شورا ده چې په دوديز ډول له دوو شوراګانو څخه جوړه  شوي  او په هر هيواد کې بيل، بيل نومونه لري . په افغانستان کې دغه دوې شوراګانې د اولسي جرګې او د مشرانو جرګې په نومونو یاديږي . د اولسي جرګې ټول غړي  د  ټاکنو له اصولو سره سم په ازاد، پټ، سیده او دموکراتيک ډول ټاکل کيږي .

په ټاکنو کې هر يو وګړی د يوې رايي حق لري چې په دې ډول ټول خلک کولای  شي؛ د خپل ګران هيواد افغانستان په سياسي ژوند کې برخه واخلي . همدارنګه د قانون جوړوونکي ځواک د کار موده، دندې او حقونه د قانون له لارې برابريږي . د مشرانو جرګې ډير غړي انتخابي او ځنې يې د ولسمشر له خوا ګومارل کیږي .

د ملي شورا ستر واکونه او دندې د قانون جوړول، منل او له منځه وړل، په نړيوالو تړونونو خط راکښل، منل او پای ته رسول، د دولتي بودجې، د پرمختيايي، اقتصادي او ټولنيزو پلانونو منل او د پيسو خپرول دي . د پارلماني سيسټم په درلودلو سره حکومت ته د رایې ورکول او بيرته اخيستل .

له حکومت  او يا د حکومت له يوه غړي څخه پوښتنې او ګروېږنې، په حکومتي چاروکې د قانونيت ټېنګښت، څېړنه او کنټرول، د بېړني حالت اعلان او نورې اړوند دندې چې واک يې په دوی پورې تړلی وي . خو که چيرې ولسمشر د ټولټاکنو له لارې  ټاکل  کيږي يوازې د کابينې غړي له ملي شورا څخه د باور رايي اخلي او ملي شورا کټ، مټ د پارلماني سيسټم غوندې د حکومتي چارو د څېړنې کنټرول او د پوښتنو، ګروېږنو واک لري .

– قانون بايد د هر هيواد د خلکود غوښتنو، مزاج او تمدن له مخې جوړشي . « مونتسکيو»

your ads

مېرزاعلم حميدي – هالنډ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب