‍ د حج په اړه لنډ مالومات- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

د حج په اړه لنډ مالومات

حج د اسلام پنځمه ستنه (رکن) ده، چې د ځانګړي ځای، په ځانګړي وخت کې د ځانګړو شرايطو پر بنسټ زیارت کولو ته حج ويل کېږي، کله چې يو کس بشپړ مالي امکانات ولري په هغه د بيت الله الحرام زيارت کول فرض دي. د حج د اداء کولو وخت د شوال، ذي القعدې او د ذي الحجې مياشتې وروستۍ لس ورځې دي.

د حج د مناسکو د اداء کولو طريقه:

هر هغه څوک چې د بيت الله د زيارت نيت ولري نو په پیل کې بايد خپل د اړتيا وړ ټول توکي برابر کړي. لکه: د اړتيا وړ پيسې، د احرام کالي، د پيسو بکسه، د احرام څپلکې، دوه يا درې جوړه کالي او نور …

کله چې د مکې مکرمې په لورې حرکت وکړي، نو بايد په لاندې ترتيب احرام وتړي:

۱ـ ځان پريمنځي (غسل وکړي).

۲ـ د احرام کالي واغوندي.

۳ـ دوه رکعته لمونځ ترسره کړي.

۴ـ وروسته له هغې په دې ترتيب نيت وکړي:

«اللهم اني اريد العمرة فيسره لي وتقبله مني».

کله چې نيت وشو، وروسته بيا بايد تلبيه ويل پیل کړي، تلبيه په لاندې ډول ده:

«لبيک اللهم لبيک، لبيک لا شريک لک لبيک، ان الحمد والنعمة لک لا شريک لک».

د تلبيې ويلو ته په هر حالت کې بايد ادامه ورکړل شي، کله چې مکې معظمې ته ورسېدئ د حرم سيمې ته د باب سلام د دروازې له لارې دننه شئ، کله مو چې سترګې په کعبه ولګېدې د تهليل د تکبير په ويلو د حرم سيمې ته ننوځئ.

کله چې د حرم سيمې ته دننه شوئ بايد لاندې کارونه ترسره کړئ:

۱ـ طواف: د لومړي طواف په پیل کولو تلبيه ويل بايد بند کړای شي.

دغه طواف ته د قدوم طواف ويل کېږي چې د حجر الاسود څخه پیل کېږي او وروسته له اوه دورو بېرته په حجر الاسود پای ته رسېږي. د امکان په صورت کې په هر دور کې باید حجر الاسود ته نږدې شئ او لاس پرې راکش (مسحه) کړئ. که چېرته امکان يې نه وو ، حجر الاسود ته مخامخ ودرېږئ! او «بسم الله والله اکبر» ولولئ.

په لومړيو دريو دورونو کې باید د احرام ټکری په لاندې ډول وي:

د ټکري یوه څنډه د کيڼې اوږې لاندې او بله خوا يې د ښي تخرګ څخه تېره شوې وي او بېرته په کيڼه اوږه واچول شي. باید داسې جوړ شي چې ښۍ اوږه لوڅه پاتې شي. په دغو دريو دورو کې که امکان ولري نو چابک او د پهلوانانو په څېر بايد رفتار وشي او په پاتو څلورو نورو دورونو کې په عادي حالت رفتار ته ادامه ورکړئ. د طواف په وخت کې د مسنونه دعاؤ، اذکارو تکبيرونو، تحميد او تهليل ويل جایز دي.

۲ـ د ابراهيم په مقام يا د مسجد الحرام په بل هر ځای کې چې امکان لري دوه رکعته لمونځ ترسره کړئ.

۳ـ په دريم ګام بايد د زمزم اوبه وڅښئ، په هر نيت چې اوبه څښل کېږي الله ﷻ هغه مني.

۴ـ د حجر الاسود رکن ته مخامخ د صفا غونډۍ خوا ته ولاړ شئ، د صفا پر غونډۍ دې په دعاء کې ډېر اصرار او ټينګښت وشي، وروسته به د مروې خوا ته روان شئ. د مروې د لارې په اوږدو کې بايد د دوو شنو نښو ترمنځ چابک وګرځئ، مګر چې نورو ته اذيت ونه کړئ. کله چې مروه ته ورسېدئ، د مروه په غونډۍ کعبې ته مخامخ ودرېږئ او په دعاء کې دې دلته هم بايد ډېر اصرار او ټينګښت وشي. په همدې ترتيب اوه دورې ترسره کېږي. چې له صفا پيل او په مروه پای ته رسېږي.

د صفا او مروې ترمنځ د سعې د ترسره کولو وروسته خپل سر وخرييئ او يا هم خپل ويښتان لنډ کړئ او ځان له احرامه وباسئ.

د فرضي حج پیل:

په همدې ځای کې عمره حج پای ته رسېږي او وروسته بيا د ذي الحجې تر اتمې هلته بايد تم شي. د ذي الحجې د اتمې وروسته د فرضي حج مراسم پیل کېږي او هغه په دې بڼه دي:

د ذي الحجې د اتمې ورځې کړنلاره:

د ذي الحجې په اتمه د فجر (سهار) د لمانځه وروسته حاي په مکه کې په خپله هغه خونه کې چې اوسي، ځان بايد پريمنځي يعنې غسل وکړي او دوه رکعته لمونځ دې ترسره کړي. احرام دې واغوندي او د فرضي حج نيت دې په لاندې ډول وکړي:

«اللهم اني اريد الحج فيسره لي وتقبله مني».

وروسته له هغې دې د تلبيې په ویلو پیل وکړي او د مينی لورې ته دې روان شي. په مينې کې دې خپله کېږدۍ (خيمه) معلومه کړي او په هغه ځای کې دې پنځه وخته لمونځ ترسره کړي. د ماسپښين (ظهر)، مازديګر (عصر)، ماښام (مغرب) ماسختن او د ذي الحجې د نهمې ورځې د سهار (فجر) لمونځونه دې اداء کړي.

د ذي الحجې د نهمې ورځې کړنلاره:

د سهار (فجر) لمونځ د وخته ترسره کېږي او وروسته بايد حاجي د عرفاتو په لور روان شي، عرفاتو ته په پښو يا ګاډي (موټر) کې تلل دواړه صحي دي.

کله چې حاجي عرفاتو ته ورسېدو د ماسپښين (ظهر) او مازيګر (عصر) لمونځونه دې دواړه يو ځای د وخته د نميره په جومات کې ترسره کړي.  وروسته بيا د لمر تر لوېدو (غروب) پورې دې د عرفاتو په مناسب ځای کې ودرېږي او په عبادت او دعاء دې ځان لګيا کړي. د لمر د لوېدو (غروب) وروسته دې د مزدلفې خوا ته روان شي او د لارې په اوږدو کې دې د ماښام (مغرب) لمونځ نه ترسره کوي. د ماښام او ماسختن لمونځ دې يو ځای په مزدلفه کې وکړي او هڅه دې وکړي چې ځان جومات ته ورسوي دا به ښه وي چې مشعر الحرام جومات ته ورسي او شپه هم هلته تېره کړي. په همدې شپه يا د هغې سبا ته بايد ۷۰ شګې ټولې کړي ترڅو جمره په هغې ووهي.

د ذې الحجې د لسمې ورځې ګړنلاره:

د ذې الحجې د لسمې ورځې د سهار (فجر) لمونځ لږ د وخته يعنې د شپې په تياره کې ترسره کې.ي او وروسته بیا په مزدلفه کې حاجی بايد مکې معظمې ته مخامخ ودرېږي او د لمر تر ختو (سباوون) پورې بايد هلته دعاء وکړي، د لمر له ختو وروسته دې د مينې په لور روان شي. کله چې مينې ته ورسېدو لاندې کارونه دې بايد په لاندې ترتيب ترسره کړي:

۱ـ د عقبه جمرې ويشتل په اوه بېلا بېلو شګو، د هرې شګې په ويشتلو سره بايد الله اکبر وويل شي. کله چې لومړۍ شګه وار شوه تلبيه ويل بايد بند شي. د وسطي او اولې جمرې وهل د عيد په ورځو کې جايز او روانه دي.

۲ـ د جمرې تر وهلو وروسته بايد خپل مال قرباني کړي، خو د جمرې تر وهلو وروسته حاجي صاحب بايد د ثور د غره لمني ته ولاړ شي، چېرته چې د قربانۍ ځای دی، په هغه ځای کې دې يو ژوی راونيسي او هغه دې حلال کړي.

۳ـ تر قربانۍ وروسته حاجي بايد خپل سر وخريېي او يا خپل ويښتان کم کړي او خپل ځان له احرام څخه بهر کړي، يعنې د احرام کالي له ځانه لرې کړي او خپل عادي کالي واغوندي.

تر دغو کړنو وروسته د فرضي طواف وار رارسېږي، کله چې حاجي صاحب سر وخريېلو د اختر تر دريمې ورځې کولای شي طواف وکړي خو ښه به دا وي چې د سر د خريېلو وروسته له مينې څخه د مکې په لور روان شي او د قدوم طواف په شان دې فرضي طواف هم وکړي، هغه چا چې په قدوم طواف کې په دريو اولو دورو کې چابک چابک او د پهلوانانو په خبر ګرځېدلي او د صفا او مروې ترمنځ يې سعې ترسره کړې، په فرضي طواف کې ورته اړتیا نشته خو که هلته يې نه وي ترسره کړي اوس يې بايد حتمي ترسره کړي.

د طواف له ترسره کولو وروسته حاجي بايد بېرته د مينې لورې ته روان شي، او د اختر په دويمه او درېیمه ورځ د زوال نه وروسته دې درې واړه جمرې په لاندې ترتيب ووهي:

کله چې لومړی جمرې ته ورسېد په اوه بېلا بېلو شګو دې د تکبير په ويلو جمره وولي، وروسته دې له هغه ځايه ځان لرې کړي او مکې معظمې خوا ته دې مخامخ ودرېږي او دعاء دې وکړي، وروسته د دويمې جمرې يا ميآنه جمرې وار رارسېږي، هغه دې هم په اوه شګو لکه لومړۍ جمره وولي او وروسته دې مکې معظمې خواته مخامخ ودرېږي او دعاء دې وکړي، وروسته له دې، دې وروستۍ جمرې خوا ته ولاړ شي او هغه دې هم په اوه شګو لکه مخکنيو جمرو وولي او له هغه ځایه دې ځان خلاص کړي، د آخرې جمرې له وهلو وروسته دې نه تم کېږي او خپلې کېږدۍ (خيمې) ته دې ولاړ شي.

د جمرې په وهلو کې د پام وړ ټکي:

۱ـ هغه څوک چې ضعيف وي او نه شي کولای جمرې وولې نو ځان ته دې وکيل (استازی) يا مرستیال وټاکي، که نر يا ښځه وي، وکيل بايد د خپل ځان او د خپل د مؤکل لخوا جمره وولي.

۲ـ د جمرو د وهلو د تګ په وخت کې بايد ډېره پاملرنه وشي، بايد حاجي له ځانه سره څه ونه لري. لکه ټکری، بېګ چترۍ، او نور توکي. د يادولو وړ ده چې هلته بايد خپلو پيسو ته هم پام وکړي.

د اختر په درېيمه ورځ هم په هماغه ترتيب بايد جمرې ووېشتل شي. که حاجي صاحب وتوانېږي د دريمې ورځې د لمر له لوېدو څخه مخکې مکې معظمې ته ولاړ شي هيڅ ستونزه نشته، که شپه پرې راغله بايد په مينې کې پاتې شي او د اختر په څلورمه ورځ د لمر له لوېدو مخکې يا وروسته د جمرو له ويشتلو وروسته بايد د مکې لوري ته روان شي.

کله چې حاجي مکې ته ورسېد، په طاعت او عبادت بايد لګيا شي ترڅو خپل هېواد ته يې د راستنېدو وخت راورسېږي، کله چې د راتګ وخت يې راورسېد، نو کعبې ته دې ولاړ شي او د صدر یا وداع طواف دې ترسره کړي او د جدې په لور دې روان شي.

د ا ول د حج د ترسره کولو په اړه لنډ مالومات خو مهمه دا ده چې کله حاجي صاحب احرام واغوست نو لاندې کارونه پرې حرامېږي:

۱ـ د ګنډل شوو کاليو اغوستل لکه خت، خولۍ او نور …

۲ـ خوشبويي يا عطر کارول.

۳ـ د لاسوو او پښو د نوکانو اخستل.

۴ـ د انسان د ځان د ويښتانو خريېل، لنډول او يا شکول.

۵ـ د سر او د مخ پټول دې ته بايد د مزدلفې په شپه ډېره پاملرنه وشي.

۶ـ ښکار کول.

پورتني کارونه هغه دې چې بايد حاجي يې د احرام په وخت کې ترسره نه کړي، که چېرې له هغو څخه يو کار ترسره شي نو حاجي به د دې تېروتنې د ترسره کولو په جزا کې يو ژوی حلالوي.

د دعاء د منلو ځايونه

۱ـ طواف.

۲ـ د صفا او مروې ترمنځ سعې (د صفا او مروې غونډۍ).

۳ـ په عرفاتو کې.

۴ـ په مزدلفه کې.

۵ـ د لومړي او دويمې جمرې تر وېشتلو وروسته.

۶ـ په ملتزم يعنې د کعبې به لاندېنۍ دروازه کې.

۷ـ په حطيم کې يعنې د ميزاب يا د رحمت د ناوې لاندې.

د عبادت او زيارت لپاره ځايونه:

۱ـ د پيغمبر ﷺ روضه او په نبوي جومات کې لمونځ.

۲ـ د قباء په جومات کې دوه رکعته لمونځ چې د يوې عمرې ثواب لري.

خو نور ځايونه لکه: پنځه ګوني جوماتونه، ذو قبلتين جومات، د احد ډګر، د ثور او نورو غرونو لمنې او نور ځايونه د حج په مراسمو کې شامل نه دي، د حاجي تګ دغو ځايونو ته کوم ځانګړی حکم نه لري.

له الله ﷻ څخه غواړم چې د ټولو حاجيانو حج په خپل دربار کې ومني او په دې هيله چې بنده په خپلو ټولو دعاګانو کې ګډ کړي.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

 

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب