د حج مراسم لومړۍ تر پنځمې ورځې

د حج د لومړۍ ورځې کړنې

۱. د حج او احرام تياري

د ذوالحجې له اتمې ورځې څخه په مخکې شپه کې منی ته دتللو تیاري ونیسئ، وېښتان مو جوړ کړئ، برېتونه کم، او نوکان مو پرې کړئ، دغه راز د تخرګونو او له نامه لاندې وېښتان مو هم لرې کړئ .

۲. احرام، نيت او تلبيه

تمتع حج کوونکی دې د ذوالحجې په اتمه غسل یا اودس وکړي او ترې وروسته دې احرام وتړي، غوره ده چې احرام له مسجد حرام څخه وتړي، او په مسجد حرام کې په پټ سر دوه رکعاته لمونځ ترسره کړي، په دې شرط چې مکروه وخت نه وي، له لمانځه وروسته دې سر لوڅ کړي، او په زړه کې دې دحج نیت وکړي، او په ژبه دې داسې ووایي : اللَّهُمَّ إنِّي أُرِيدُ الْحَجَّ فَيَسِّرْهُ لي وَتَقَبَّلْهُ مِنِّي .

ترې وروسته درې ځلي تلبیه ووایئ او دعاوې وکړئ، اوس محرم شوی او داحرام له ممنوعاتو څخه ځان ساتئ .

یادونه : افراد او قران حج کوونکي په احرام کې وي، نو ځکه هغوی به بیا احرام نه تړي .

یادونه : له احرام تړلو وروسته به ښځې دوه رکعاته لمونځ په خپلې عمارې کې کوي .

[irp][irp][irp]

۳. منی ته تلل

احرام مو وتړل شو، اوس د څلور ورځو اړین خوارکي او نور توکي له ځان سره واخلئ او دمنی په لور روان شئ .

منی ته د تګ لپاره د بسونو بند وبست هم وي؛ خو دګڼې ګوڼې له امله بسونه زیات وخت په بر کې نیسي او په بسونو کې ناست ناست تنګ شئ، نو که عذر نه لرئ، پلي منی ته ولاړ شئ، دمنی او مکې تر منځ د اوو کیلو مترو واټن دی، منی ته پر لاره تلبیه وایئ .

۴. منی کې شپه

په منی کې د عرفې شپه تېرول سنت دي، نو ځکه دا شپه په منی کې تېره کړئ .

۵. منی کې پنځه لمونځونه

په منی کې پنځه لمونځونه  (دماسپښین، مازدیګر، ماښام،ماخستن، او دعرفې ورځې دسهار لمونځونه ) اداکول سنت دي .

د ذو الحجې نهمه / د حج دوهمه ورځ (دعرفې ورځ)

د حج د دويمې ورځې کړنې

۱. منی څخه عرفات ته تلل

د ذوالحجې په نهمه (دعرفې په ورځ) دسهار لمانځه نه وروسته کله چې دلمر وړانګې په ځمکه خورې شي؛ نو دضب له لارې څخه عرفات ته مزل پیل کړئ، په لاره تلبیه لولئ او په عرفات کې کله چې جبل رحمت ووینئ تکبیر،تهلیل،استغفار او دعاوې وکړئ .

 ۲. عرفات کې د ودرېدلو طريقه

که شونې وي مسجد نمره سره نژدې واوسئ خوراک او څښاک نه وروسته او له زوال نه مخکې غسل یا اودس وکړئ، بیا که شونې وه مسجد نمرې ته ننوځئ، دامام خطبې په غور واورئ او دماسپښین او مازدېګر لمونځونه یو ځای دماسپښین په وخت کې ادا کړئ؛ خو پام مو وي چې یوځای لمونځونو ادا کولو لپاره یوڅه شرطونه دي، هغه په درېم څپرکي کې بیا وګورئ .

که له شرطونو څخه یو شرط هم پلی نشي، بیا به هر لمونځ په خپل وخت اذان او اقامت سره کوئ.

۳. په عرفات کې درېدل

له لمونځونو ادا کولو وروسته فورا عرفات کې د اوسېدلو خپل ځای ته ولاړ شئ، که شونې وي رحمت غره سره نژدې ودرېږئ او دجبل رحمت له پاسه مه خېزئ .

په عرفات کې قبلې په لور ودرېدل مستحب دي، خو کیناستی او څملاستی هم شئ .

۴. د عرفات دورځې کړنې

په عرفات کې دودرېدلو پر مهال دعاوې کوئ او دمه په دمه د دعاوو په منځ کې تلبیه وایئ، خپلو ګناهونو نه توبه وکاږئ او  الله جل جلاله څخه دګناهونو بخښنه وغواړئ، پام مو وي چې په دعاوو کې لومړی خپل ځان بیا مور او پلار او بیا نور ټول مسلمانان یادوئ، دغه راز د دې کتاب لیکونکی هم په خپلو دعاوو کې مه هېروئ .

که څه هم دعرفې په ورځ حاجیان روژه نیولی شي؛ خو غوره دا ده چې روژه ونه نیسي او نه هم زیات خوراک او څښاک وکړي، هسې نه چې په دواړ صورتونو کې پازاب شي .

۵. عرفات څخه دمزدلفې په لور

کله چې لمر ولوېږي،  تلبیې ویلو سره امام سره یا یوازې له عرفات څخه دمزدلفه په لور روان شئ، که په لاره  د خلکو ګڼه ګونه نه وي، نو یوڅه چټګ مزل کوئ او که ګڼه ګوڼه وي، بیا اهسته ځئ، خو پام مو وي چې له لمر لوېدلو نه مخکې عرفات څخه په وتلو دم واجبیږي .

۶. مزدلفه کې

کله چې مزدلفې ته ورسېږئ، لومړی غسل یا اودس وکړئ او مسجد مشعر حرام ته نژدې د عمومي لارې ښي خوا ته اوسېدل غوره دي، که دلته ځای نه وي، بیا مسجد مشعر حرام ته نژدې هرځای اوسېدلی شی؛ خو پام مو وي چې د محسر په ناو (وادي) کې اوسېدل روا نه دي .

۷. د ماښام او ماخوستن لمونځونه

مزدلفې ته له رسېدلو وروسته دماښام او ماخوستن لمونځونه یو اذان او یو اقامت سره یو ځای دماخوستن په وخت کې په جمعه ادا کړئ، عرفات کې یا په لاره دواړه لمونځونه ادا کول روا نه دي .

که مزدلفې ته دماښام په وخت کې ورسېدی، نو دماښام لمونځ کول روا نه دي څو دماخوستن لمونځ وخت نه وي داخل شوی .

۸. د مزدلفې شپه

مزدلفې کې د ماښام او ماخوستن له لمونځونو اداکولو نه وروسته، که شونې وي ټوله شپه په ذکر، تلبیه، حمد و ثنا، تلاوت، دعاوو او داسې نورو عباداتو تېره کړئ .

د ذوالحجې لسمه / يوم النحر/ دلوی اختر لومړۍ ورځ (دحج درېمه ورځ)

[irp][irp][irp]

د حج د درېمې ورځې کړنې

۱. په مزدلفه کې د سهار لمونځ

کله چې دسهار وخت داخل شي، نو په تیره (غلس) کې دسهار لمونځ امام سره یا یوازې  اداکړئ.

 ۲.مزدلفه کې درېدل

له لمانځه وروسته مسجدمشعر حرام ته نژدې دقبلې په لور ودرېږئ، تلبیه ووایئ، تسبیح او دالله r ستاینه اوثنا بیان کړئ او بیا لاسونه پورته دعاوې کوی.

۳. مزدلفې څخه دمنی په لور

کله چې لمر ختلو ته د دوو رکعاتونه په اندازه وخت پاتې شي، نو مزدلفې څخه دمني په لور روان شئ، په لاره کې وادي محسر څخه په منډه تېر شئ، دغه راز مزدلفې نه اویا ګیټی د جمراتو وېشتلو په موخه ټولې کړئ،  او ځان سره یې واخلئ، دلارې په اوږدو کې یا له بل کو ځایه څخه یې هم اخېستلی شئ .

۴. جمره عقبه (لوی څلی) وېشتل

له لمر ختلو وروسته په منی کې دجمراتو پل ته ولاړ شئ، لومړۍ او منځنۍ جمره پرېږدئ او جمره کبری (عقبه یا لوی څلی)  نه  درې ګزه لرې داسې ودرېږئ چې منی مو ښي خوا ته وي او کعبه مو چپې خوا ته وي، ګیټۍ  په ښي لاس داسې وولئ چې دجمراتو حوض کې ولوېږي او له هرې ګیټی سره دا دعا ولولئ : بِسْمِ اللَّهِ، وَاَللَّهُ أَكْبَر،ُ رَغْمًا لِلشَّيْطَانِ وَحِزْبِهِ، اللَّهُمَّ اجْعَلْ حَجِّي مَبْرُورًا، وَسَعْيِي مَشْكُورًا، وَذَنْبِي مَغْفُورًا.

د ذوالحجې د لسمې (دحج  ددرېيمې) ورځې درمي (جمرې ويشتلو) وخت

 دذو الحجې دلسمې ورځې له سهار سپېدو څخه د ذوالحجې دیولسمې ورځې له سهار سپېدو نه مخکې پورې دی؛ خو لمر ختلو نه تر زواله پورې یې سنت وخت دی، او له زوال څخه تر لمر لوېدو پورې یې مباح وخت،  او  له  لمر لوېدو څخه دیولسمې ورځې سهار سپېدو پورې یې مکروه وخت دی.

یادونه : د ګڼې ګوڼې له امله ښځو، ناروغانو یا کمزورو خلکو ته دشپې مهال رمي کول مکروه نه دي .

۵. قرباني

له رمي څخه وروسته په منی کې مجزرې ته ولاړ شئ او که په حلاله پوهېږئ په خپل لاس څاروی حلال کړئ او که په حلاله نه پوهیږئ، دبل چا په لاس یې حلال کړئ او که تاسو یې خوا ته ودرېږئ،بیا دقرباني یو څه غوښه ځان سره واخلئ؛ ځکه چې دخپلې قرباني غوښه خوړل مستحب دي او پاتې نوره  صدقه کړئ .

يادونه : له قرباني وروسته دقبلې په لور کښېنئ او دسر وېښتان وخرېیئ یا یې کم کړئ؛ خو خرېیل یې غوره دي، فکر مو وي چې دسر خرېیل له ښي خوا پیل کړئ .

يادونه : ښځه به دسر وېښتان نه خرېیي،  بلکې دګوتې دبند له  اندازې څخه یو څه زیات به یې  دسر له هرې غاړې کموي .

سنت اخېستل

 له وېښتانو خرېیلو یا کمولو څخه وروسته سنت اخېستلی شئ (برېتونه،دتخرګ،سپوخ وېښتان خرېیلی او نوکان پرېکولی شی) .

دسر له خرېیلو یا کمولو وروسته  خو سنت  اخېستلی شئ، خو پام مو وي چې له سر خرېیلو یا کمولو نه مخکې په سنت اخیستلو دم واجبیږي .

له ښځې پرته هر څه حلال شوه

دسر وېښتانو خریلو یا کمولو نه وروسته له ښځې نه پرته هغه ټول څه درته حلال شول چې داحرام له کبله حرام شوي وه.

۶. طواف زيارت (فرضي،افاضه يا رکن طواف)

له وېښتانو خرېیلو یا کمولو وروسته مکې ته ولاړ شئ او فرضي طواف (طواف زیارت،افاضه،رکن) ترسره کړئ، که چېره مو طواف قدوم سره سعي نه وي کړې او داحرام ټوکرونه مو هم نه وي لرې کړي؛ نو په طواف کې اضطباع او رمل دواړه وکړئ او که ګنډلي کالي مو اغوستي وي، بیا یوازې رمل وکړئ، اضطباع شونې نه ده او که طواف قدوم نه وروسته مو سعي کړې وي، بیا له طواف وروسته سعي به نه کوئ؛ نو ځکه به په طواف کې اضطباع او رمل نه کوئ .

د طواف زيارت وخت

دطواف زیارت وخت د ذوالحجې دلسمې ورځې له سهار سپېدا څخه پيل کیږي او د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمرلوېدو پورې دوام کوي، خو دذوالحجې په لسمه ورځ یې ترسره کول غوره دي .

د طواف دوه رکعاته واجب لمونځ

له طواف کولو نه وروسته دمقام ابراهیم شاته که شونې وي او که نه دمسجد حرام په هره برخه کې دوه رکعاته واجب لمونځ وکوئ اوبیا که سعي کوئ،  نو دحجر اسود استلام وکړئ او له باب الصفا څخه صفا ته ورشئ او سعي وکړئ .

او که له طواف قدوم نه وروسته مو سعي کړې وي، نو بیا له طواف زیارت وروسته سعي مه کوئ؛ بلکې له د طواف له لمانځه او دزمزم اوبو له څښلو وروسته منی ته ولاړ شئ .

ښځه هم حلاله شوه

له سر خرېیلو یا کمولو وروسته له ښځې پرته ټول داحرام ممنوعات حلال شوي و؛ خو له طواف زیارت نه وروسته  درته ښځه هم حلاله شوه .

د ذوالحجې يوولسمه ورځ/ دلوی اختر دوهمه ورځ (د حج درېمه ورځ)

د حج د درېمې ورځې کړنې

۱. د تشريق شپې په منی کې

دتشریق دورځو شپې په منی کې تېرول سنت دي .

۲. ذوالحجې ديوولسمې ورځې رمي

سبا د ذوالحجې د یوو لسمې ورځې له  زوال وروسته د دریو واړو جمراتو رمي وکړئ، لومړی وړوکې جمره وولئ، ترې وروسته ودرېږئ  او دعا وکړئ، بیا منځنۍ جمره وولئ او ترې وروسته دعا وکړئ ، او په پای کې وروستنۍ جمره وولئ او ترې وروسته  مه درېږئ او مه دعا کوئ،  له رمي وروسته بېرته منی کې خپلې خیمې ته ستانه شئ او شپه  هلته تېره کړئ .

د ذوالحجې دولسمه ورځ/ دلوی اختر درېمه ورځ ( دحج څلورمه ورځ)

[irp][irp][irp]

د حج د څلورمې ورځې کړنې

۱. دذوالحجې ددولسمې ورځې رمي

سبا دذوالحجې په دولسمه ورځ له  زواله  وروسته هم درې واړه جمرات په هماغه ترتیب وولئ په کوم ترتیب چې مو پرون ویشتې وې .

۲. مکې ته تګ

ددولسمې ورځې رمي نه وروسته کولای شی چې مکې ته ولاړ شئ، خو غوره دا ده چې شپه په منی کې تېره  او له زواله  وروسته د دیارلسمې ورځې رمي وکړئ او بیا مکې ته ولاړ شئ .

حج بشپړ شو

حج مو بشپړ شو او څومره وخت چې په مکه کې اوسی، دغه وخت فرصت وګڼئ، نفلي طوافونه او عمرې کوئ خو پام مو وي چې عمره به دذوالحجې له دیارلسم تاریخ نه وروسته کوئ.

دذوالحجې ديارلسمه ورځ/د حج پنځمه او وروستۍ ورځ

د حج د پنځمې ورځې کړنې

۱. د ديارلسمې ورځې رمي

که د دولسمې ورځې له رمي نه وروسته مو مکې ته دتللو تکل وي، نو پام مو وي چې له لمر لوېدو نه مخکې مخکې له منی څخه ووځئ، که لمر ولوېږي،  بیا له منی څخه ددیارلسمې ورځې له رمي نه مخکې وتل مکروه دي، که څه هم په دې صورت کې درباندې ددیارلسمې ورځې رمي نه واجبیږي؛ خوکه د دیارلسمې ورځې سهار سپېدو پورې په منی که تم شوئ،  بیا درباندې د دیارلسمې ورځې رمي واجب ده او په هماغه طریقه به رمي وکړئ په کومه طریقه چې مو مخکې دوه  ورځې رمي کړې وه .

یادونه: که د دیارلسمې ورځې له سهار سپېدو نه وروسته،  له رمي پرته له منی څخه ووځئ،  دم  درباندې  واجبیږي .

د ديارلسمې ورځې درمي وخت

دیارلسمې ورځې درمي وخت  دهمدې ورځې له سهار سپېدو څخه  تر لمرلوېدو پورې دی .

له زوال  وروسته  تر لمرلوېدو پورې یې سنت  وخت دی .

له سهار سپېدو نه وروسته او زوال نه مخکې وختونه  یې مکروه دي .

یادونه: ددیارلسمې ورځې له لمر لوېدلو نه وروسته درمي وخت پای ته رسېږي چې وروسته ترې نه رمي روا ده او نه هم درمي قضاء، له دې وروسته یوازې دم واجبيږي .

 طواف وداع

کله چې مکې څخه ته تللو اراده مو وي نو طواف وداع به وکړئ فکر مو وي چې طواف وداع واجب دی او که پرته له طواف وداع څخه مو مکه پرېښودله نو له میقات څخه له وتلو مخکې درباندې واجب ده چې بېرته وګرځئ او طواف وداع وکړي او که له میقات څخه ووتئ بیا اختیار لری که ګرځئ او که دم ورکوئ خو دم ورکول غوره ده .

پاى

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب