د حج فرضونه کوم دي؟

په حج كې درې شيان فرض دي:

(۱) احرام تړل : دزړه له كومې يعنى په اخلاص سره دحج نيت كول اوپه ژبه دتلبې الفاظ ويل كم تركمه يوځل ويل او ازار او څادر اغوستل په داسې كولو سره احرام شروع كيږي .

(۲) دعرفات په ميدان كې وقوف : د ذوالحجې دنهم له زوال څخه وروسته د ذوالحجې دلسم تر صبح صادق پورې دعرفات په ميدان كې كه څه هم ديوى شيبې له پاره هم وي وقوف فرض دى .

(۳)  طواف زيارت : دغه طواف له لسم دذوالحجې څخه تر دولسمه دذوالحجې پورې اداء كيدلى شي خو افضل داده چې په لسم دذوالحجې اداء شي په روسته كولو ئي بيا دم واجبيږي .

(۴) ترتیب: بايد دا درې واړه فرائض په ترتيب سره وكړي اول احرام بيا وقوف عرفات بيا طواف زيارت اوكه دا ترتيب ئي گډ وډكړو حج يي نه كيږي كه په دې كې يو پاتې شي حج ئي نه كيږي په دم سره يي هم جبيره نه صحيح كيږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب