۸ ساعته خوب د روغتيا ضمانت کوي!!
هغه خلک، چې لږ تر لږه اته ساعته خوب کوي، دغه خلک د زړه او دماغو له پلوه ډېر صحتمند وي.
په امريکا کې د نوې تر سره شوې طبي څېړنې له مخې ويل شوي، چې د خوب پر مهال د ګڼو خلکو حالت له څېړلو وروسته د ښه خوب لپاره ځانګړي شرطونه په نښه شوي.
څېړنه کې دا هم ويل شوي، چې کوم خلک د شپې لږ تر لږه اته ساعته خوب کوي، د هغه خلکو په پرتله يې زړه درې چنده ښه وي، چې له دې کم خوب کوي.
د امريکا د زړونو اتحاديې څېړنيز مرکز د ۹۷۰۰ کارګرانو پر روغتيا، د هغوی پر خوړو، فزيکي فعاليتونو او خوب پر حالت څېړنې کړي دي.
د څېړنې له مخې دغه په دره ډلو وېشل شوي دي. لومړی هغه، چې شپږ ساعته خوب کوي، دويم، اووه ساعته او درېيمه ډله اته ساعته خوب کوي.
په څېړنه کې د دغو کسانو د زړه حرکت، د وينې فشار، وزن، شکر، د وينې غوړ او نور اړين فعاليتونه څېړل شوي دي.
د څېړنې پايلې ښيي، چې اته ساعته خوب کوونکی انسان د ښه او فعال زړه څښن وي، د خوړو عادت او اشتها يې هم برابره وي، د وينې فشار يې مناسب او د فزيکې فعاليتونو له مخې د نورو خلکو په پرتله ډېر فعال وي.