سبزي ترکاري

ګازرې د سینې (تي- breast cancer) د سرطان خطر کموي!

اروپایې نویو څیړنو ثابته کړې چې ګازرې نه تنها دا چې د سترګو د لید (نظر) لپاره ګټه لري بلکې د سینې (تي) د سرطان احتمال کموي او په مخنیوي کې یې مرسته کوي.

دا څیړنې څرګندوي چې د ښځو لخوا په پرله پسې توګه د ګازرو خوراک د سینې(تي) سرطان سره د دوی د مخامخ کیدو احتمال ۶۰٪ سلنه کموي، دا څیړنې وایې چې د هغو میوو او سبزیجاتو خوراک چې بیټا کروټين (beta-carotene) مادې او ویټامینونه پکې شته دي لکه پالک، سور مرچک، آم او داسې نور هم د ګازرو په څیر اغیز او ګټې لري.

بیټا کروټين هغه طبیعي کیمیاوي ماده ده چې غذائي نباتاتو ته روښانه رنګونه ورکوي، له کلونو راهیسې ډاکټران او پوهان د بیټا کروټین د خوړلو توصیه کوي ځکه د بیټا کروټين خوړل د ډیرو مهلکو ناروغیو لکه د سرطان تومورونو، د زړه ناروغيو او د وینې د رګونو بندیدو مخه نیسي، خو نوې څیړنې دا نتیجه ورکوي چې بیټا کروټين د سینې(تي) د سرطان په مخنیوي کې تر نورو ډير مؤثر ثابتیدلی شي.// ژباړه: محمد

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: