کوم ډول ورزش جنسي اړیکو ته ګټه لري؟

د ورزش د نورو ګټو به مو اوریدلې وي، خو خبر به نه یاست، چې جنسي اړیکو ته هم ډېره ګټه کوي.
څېړنو ښودلې، چې ډېر نارینه او ښځینه له هغو جنسي اړیکو ډېر راضي دي، کومې چې له ورزش څخه وروسته ترسره شوي.
دا چې له ورزش سره د جنسي اړیکو تړاو څه دی او ورزش پر دغو اړیکو څه اغېزې لري، په دې مطلب کې به یې ولولئ:
طبي څېړنې څه وایي؟
په نړیواله کچه مختلفو طبي څېړنو ښودلې، چې د ورزش په وسیله د وزن کنټرول ساتل او کمول جنسي اړیکو ته ډېره ګټه لري.
پر نارینه وو یوې ترسره شوې طبي څېړنې ښودلې چې له ۹ میاشتیني ورزش څخه وروسته د دوی جنسي اړیکو له ورزش څخه د مخکې حالت په پرتله د پام قوت او لذت لرلی.
د ښځینه وو په اړه هم یوې طبي څېړنې ثابته کړې، چې ورزش یې په فزیکي لحاظ فعالوي او دغه فعالیت یې د جنسي لېوالتیا کچه لوړوي.
د څېړنو له مخې ورزش په ښځینه وو کې له لویه سره؛ په خاص ډول په تناسلي آله کې یې د وینې جریان تقویه کوي.
ورزش د ښځینه وو ترڅنګ د نارینه وو د وینې جریان هم چټکوي، چې دغه کار یې د جنسي فعالیت د پياوړتیا سبب کیږي.
متوازن ورزش به کوئ!
د جنسي اړیکو د کمزورۍ یو عام دلیل د انسانانو خپګان دی. ورزش د انسان خپګان کموي، ذهن و فکر یې بدلوي او په دې ډول یې پرجنسي فعالیت د منفي اغېزو مخه نیسي.
خو یو ټکی چې په څېړنو کې ثابته شوې دا هم ده، چې ډېر ورزش پرجنسي اړیکو بیرته منفي اغېزې هم لري.
ویل شوي، چې د سختو ورزشونو فعالان په جنسي برخه کې د ورزش د مثبتو پرځای له منفي اغېزو سره مخ کیږي.
ډېر ورزش که ورزشکارانو ته نورې ګټې لري، خو له دې کبله چې دا یې د کار او مسلک په توګه ورسره ملګری وي، د یوه خپګان په حیث هم پکې ځان څرګندوي.
له دې کبله سپارښتنه کیږي، چې که پرجنسي اړیکو مو د ورزش د منفي اغېزو مخنیوی غواړئ نو په ورزش کې له اعتدال څخه کار واخلئ.
جنسي اړیکې کالري سوزوي!
د یاران په یوه مخکیني مطلب کې مو د وجود د کالرۍ سوزولو په اړه د جنسي اړیکو رول څېړلی و.
هلته ویل شوي وو، چې جنسي اړیکې د هغو خلکو لپاره د ورزش یوه بڼه هم ده، چې جنسي فعالیت یې پياوړی دی.
په دغه مطلب کې ویل شوي وو، چې د کالرۍ سیزلو په برخه کې د هغو کسانو جنسي فعالیت ډېر بریالی دی، چې لږترلږه جنسي اړیکه یې ۲۵ دقیقې وخت ونیسي.
د څېړنو له مخې دا فعالیت تر ډېره نوي ځوانان د ۳۰ کلنۍ ترعمره کولای شي.
ورزش او خوراکونه
که له ورزش څخه د جنسي اړیکو د پیاوړتیا تمه لرئ، د ډاکټر په مرسته له هغو خوراکونو ډډه وکړئ، چې پرجنسي اړیکو مو منفي اغېز کوي.
دا خوراکونه معمولاً هغه دي، چې د وجود د پياوړتیا په نیت کیږي او هدف ترې دا وي څو د یوه ورزشکار په توګه ستاسې د وجود عضلات پياوړي کړي.
د بېلګې په ډول ځینې پروتینونه، چې د اندام جوړولو شوقیان یې استعمالوي او بیرته د وجود د چاغښت سبب کیږي، احتیاط ورسره ضرور دی.
په ټوله کې توصیه دا ده، چې جدي ورزش هم مه کوئ، البته دا توصیه عامو خلکو ته ده، نه ورزشکارانو ته.

د بریښنا ارغند ژباړه او زیاتونه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب