د لارې پاکولو ګټې او ثوابونه

1_ جنت ته ننوتل .

څوک چې له لاري نه ضرري شی لرې کړي او پاکه یې کړي هغه به جنت ته ځي ، رسول الله صلي الله علیه سلم وایې : مایو سړی ولیدی په جنت کې ګرځیدی ، ځکه هغه په لار کې یوه ونه پرېکړي وه چې هغې مسلمانانو ته یې تکلیف ورکاوه . لقد رأيــت رجــلاً يتقـــلّب في الجـــنّة في شجــرة قطــعهـــا من ظـــهـــر طــــريق كـــانت تــــؤذي المســلـــمين ) (رواه مسلم ).

2- د ګناهونو بښنه .

لاره پاکول دګناهونو دبښلو سبب ګرځي رسول الله صلی الله علیه وسلمم وایې : یو سړی په لار روان و په لاره کې یې اغزنه لښته ولیدله او هغه ی ېلرې کړه نو خدای یې شکر قبول کړ او بښنه یې ورته وکړه . بينـمــــا رجــل يمشـــي بطـــريــق وجــد غـصـن شـــوك على الطـــريــق فأخـــره فشـــكر اللّــه له فغـــفر له .(رواه مسلم .)

3- دایمان برخه ده .

لاره پاکول هغه ست رعمل دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دایمان برخه بللی دی ، په حدیث کې راغلې دي : ایمان څه باندي اویا برخې لري غوره بره یې لا اله ال الله ویل دي ، اوټیټه برخه یې له لارې نه دضرر شیان لرې کول دي . الإيـمــــــان بضـع و سبـعـــــون شعـــبــة ، أفضلــهـــا قـــول : لا إلــه إلا اللّــه وأدناهــــا إمــاطــة الأذى عن الطّـــريــق . (رواه مسلم )

4- صدقه ده .

لاره پاکول صدقه او خیرات ده ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : له لارې د ضرر شیان لرې کول صدقه او خیرات ده . و تمـيــط الأذى عن الطّـــريــق صـــدقـــة . (رواه البخاري ومسلم )

ګومان نه کوم ډیرو خلکو به دا فکر کاوه چې لاره په اسلامي شریعت او درسول الله صلي الله علیه وسلم په لارښوونو کې دومره اهمیت لرې ، ځکه خو موږ په ټولیزه توګه د لارو په اړه د مسؤلیت ډیر احساس نه کوو . تاسو دا روایتونه ولیدل او دا ټول صحیح روایات دي عملي کول یې په هر مسلمان لازمي دي .

په لاره کې موټر درول ، په لاره کې دریدل چې تیریدونکو ته تکلیف وي ، لارې ته دومره نږدې سامان پلورل چې هغه ځای ترافیک مناسب نه بولې او خلکو ته تکلیف وي ، دا ټول دشریعت خلاف او دایما ن له غوښتنو سره ضد کارونه دي . داراز دلارو خوندي ساتل ، له لارو نه خلکو ته ضرر رسوونکي شیان لرې کول دلارو خرابول او داسې نور کارونه له پورته لوړو ثوابونو د محرومیت معنا لرې .

ما په یوه بله لیکنه کې دجاپانیانو پر اخلاقو خبرې کړې وي چې یوه یې داهم وه :په جاپان کې ښار پاکوونکی کاریګر صحي انجنیر بولي ، او دمیاشتي یې له 5000نیولې تر 8000امریکايي ډالرو پوري معاش وي ، او د دي کار د زده کړې له پاره مختلف کورسونه ورکول کیږې او بیا ازمویني ورنه اخیستل کیږې . ښارونه یا لارې پاکول خلک په دومره اهتمام سره ځکه کوې چې همدومره زیات اهمیت لرې او پاک ساتل یې ګڼ شمیر صحي او اخلاقي ګټې لري موږ که دا کار وکړو له دي ګټو سره به مو داخرت له پاره هم توښه برابره کړې وي .

.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب