د پیاده تګ پنځه حیرانونکي ګټي

که په راتلونکي کښي ډاکټر ته ورځئ او هغه درته د پیاده نسخه در کوي نو مه حیرانېږئ!

ځکه! دغه ساده کړنه کوم چي تاسي په یو کلنۍ کي سرته رسوله او اوس یې درته ډاکټر د بیا تکرار مشوره درکوي،،بلکل یو ښه حیرانونکې صحتي درمل غوندي ده،،

د ناروغیو د مخنیوي او کنترول د مرکز مشر ډاکټر توماس فریدین په ټکو: یقیناً،تاسو شاید پوهېږي چي هر فزیکي عمل د قدم وهلو په شمول د پوره صحت بخښونکی دی،خو په ځانګړي ډول قدم وهل د یو لړ ګټو منځ ته راوړنکی عمل دی،دلته د همدغو ګټو پنځه بیانوو،کوم چي تاسي به حیران کړي.

۱.قدم وهل د وزن زیاتوونکو جینونو تاثیرات له منځه وړي:

د امریکا د هاروارد پوهنتون څېړونکو ۳۲ هغه جینونه چي د بدن وزن زیاتوي په ۱۲۰۰۰ کسانو کي تر څېړني لاندي و نیول،تر څو دا یقيني کړي چي په کومه اندازه دا جینونه د وزن په زیاتېدو کي کومک کوي؟

تر څېړني وروسته معلومه سوه چي هغه کسان کوم چي په دغو ۱۲۰۰۰ کسانو کي یې په ورځ کي فقط یو ساعت پیاده چابک تګ کوي د هغو نورو په اندازه چي تګ یې نه کوی د وزن زیاتونکو جینونو نیمو هغو تاثیرات یې له منځه تللي وه.

۲. قدم وهل د شکري،ګلوکوز په کمښت کي کومک کوي.

د اکستیر پوهنتون په دوو څېړنو کي دا وموندل چي ۱۵ دقیقې قدم وهل د زیاتي خوږې خوړلو اشتهاء کنترولوي او همداشان د هغو خوړول سوو خوږو اندازه کموي/اثر کموي کوم چي تشویشي حالاتو کي خوړل سوې وي. او همدا ډول نوي څېړني دا تائیدوي چي قدم وهل د مختلیفو خوږه لرونکو خوړو خوړل کنترولوي،مطلب دا چي د خوږه لرونکو خوړو خوړل کموي.

۳. قدم وهل د ثدیو(تیو) د سرطان د خطر په ډېروالي کي کمښت راولي.

په اوسني وختونو څیړونکي په دې پوهېدلي چي هر ډول فزیکي عمل د ثدیې(تي) د سرطان خطر کمښت کي کومک کوي.مګر د امریکا د سرطاني مطالعي یوې اتحادیې ویلي چي هغه ښځي چي په اوونۍ کي تر ۷ساعته زیات قدم وهي/پیاده تګ کوي ۱۴٪ یې د  تیو د سرطاني خطر،نسبت هغو ښځو ته چي په اونۍ کي ۲،۳ ساعته قدم وهي کم دی. او همداشان پیاده تګ د هغو ښځو لپاره محافظت برابروي کوم چي د تیو په سرطان اخته وي،ډېر وزن ولري او یا کيمیاوي هورمونونه اخلي.

۴. پیاده تګ د بندونو درد اراموي.

په ډېریو مطالعاتو کي دا معلومه سوې ده چي پیاده تګ د بندونو د التهاب او ورسره پېښېدونکي دردونه کموي،همدا ډول په اونۍ کي د ۵-۶ میله پیاده تګ کول د بندونه د التهاب کېدو څخه مخنیوی کوي،پیاده تګ د ټولو بندونو په ځانګړي ډول د ځنګون او ورانه(Hip joint) بندونو ساتنه او محافظت کوي،کوم چي په زیاته اندازه د ډېر فعالیت او حمایوي  عضلاتو له کبله د بندونو د التهاب سره مخ کېږي.

۵. پیاده تګ د بدن معافیت زیاتوي

پیاده تګ د یخ او زکام په موسم کي ستاسو ساتنه کوي،یوه څېړنه چي پر ۱۰۰۰ سړیو او ښځو سرته رسېدلې ده پکښي په ډاګه سوې چي هغه کسان چي لږ تر لږه په اونۍ کي ۵ ورځي او په ورځ لږ تر لږه ۲۰ دقيقې قدم وهي د هغو کسانو په نسبت چي یواځي په اونۍ کي یو وار تمرین کوي ۴۳٪ یې د ناروغۍ ورځي کمي او لږي وي.

همدا ډول دا کسان که په ناروغۍ اخته هم سي نو د لنډ وخت لپاره وي او د ناروغۍ نښي یې جدي نه وي.

ژباړه: عبدالتواب خپلواک

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب