رومي بانجان؛ بې اولاده جوړو لپاره د طبیعت تر ټولو ستره تحفه

د نوي ترسره شوي څیړنو پر بنسټ رومي بانجان هغو کسانو لپاره چې اولاد نه لري د طبیعت تر ټولو ستره تحفه ده.

اولاد د الله (جل جلاله) یو له هغو نعمتونو څخه دی چې هر څوک يي د لرلو هیله لري خو ځینې جوړې بیا له واده وروسته د ځینې روغتیايي لاملونو له امله له دغه ستر نعمت څخه بې برخې پاتې کیږي.

ځینې جوړې د دې لپاره چې اولاد ولري په لکونو روپۍ په روغتیايي درملو لګوي خو اوس د نوي څیړنو پر بنسټ اوس بې اولاده جوړې هم کولی شي د رومي بانجان له استعمال سره د اولاد خاوند شي.

د څیړنو پر بنسټ په رومي بانجان کې شته ګټور غذايي مواد کولی شي د انسان تولیدي نظام پیاوړی کړي او د نارینه سپرم تر ۷۰ سلنه زیاته کړي.

د ډاکټرانو په وینا یوازې ښځې نه دي چې د بې اولادۍ لامل ګرځي بلکه په نارینه کې شته ځینې ناروغۍ او کمزورۍ هم د بې اولادۍ لامل ګرځیدی شي.

your ads

د رومي بانجان تر ټولو غوره خاصیت په دغه خواړه کې د لایکوپین شتون دی چې د همدې مادې له امله دغه خواړه سور رنګ لري.

څیړونکو رسنیو ته ویلي چې دوي د رومي بانجان پر دغې ګټې خپلو څیړنو ته بیا هم ادامه ورکوي تر څو وکولی شي د بې اولاده کسانو په څیرو هم د خوښۍ نښې وګوري.

هیره دې نه وي چې اوسمهال په انګلینډ کې په هرو شپږو جوړو کې یوه جوړه اولاد نه لري.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب