په اسلام کې د اجازې او ملاقات اداب

يو څوک به تا ته د حيا او شرم له مخې اجازه درکړي، مګر زړه به يې نه وي. په کار ده چې مسلمان په دې پوه شي چې تر هغه دې يو کور ته نه ورځي تر څو کوربانه د هغه ورتلل خوښ نه کړي، که څه هم چې اجازه يې ورکړي وي..

ليکنه: استاذ مصطفی محمد الطحان

ژباړه: دکتور رحمت الله زاهد

د مسلمان په ژوند کې د اجازې اخيستلو مسئله يوه ډېره مهمه مسئله ده، او د دې کار سپک ګڼل د يو فرد او ټولنې په ژوند کې ګډوډي رامينځته کوي. مونږ د هغه چا په هکله خبره نه کوو څوک چې خپل وخت او ژوند بربادوي، او د دې هيڅ پروا نه لري چې دی د چا دروازه څه وخت ټکوي، او يا يې بل څوک دروازه څه وخت ټکوي. مونږ د هغه مسلمان بلونکي په هکله غږيږو چې خپل وخت يې تنظيم کړی دی، د خپل وخت عزت کوي، او له نورو سره د هغوی د کارونو په تر سره کولو کې مرسته کوي، دا انسان د خپل وخت احترام ته اړتيا لري او د اجازې اخيستلو په ادابو ټينګار کوي.
ته خپل ځان ته وګوره چې يو کار کوونکی انسان يې او خپل وخت دې تنظیم کړی دی. په کار دې پيل کړی چې ناڅاپه يو کس له اجازې غوښتلو پرته راننوځي او کار دې په ټپه دروي. فکر وکړه چې ته يو کتاب لولې، يا يوه موضوع ليکې، يا له خپل يوه ملګري سره يوه پېچلې مسئله څېړې، يا له خپلو وروڼو سره د يو څه وخت له پاره ناست يې، يا له خپلې مېرمنې او بچيانو سره ناست يې.. په دغه وخت کې ناڅاپه يو نابللی راشي، او هر څه در ته ودروي، دا ډول کس څه غواړي؟ يوازې او يوازې د وخت تباه کول.

د قران دغو لارښوونو ته غوږ شه!

الله تعالی فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لاَ تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ . فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلاَ تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِنْ قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ النور- ۲۷
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
لا تأتوا البيوت من أبوابها ولكن ائتوها من جوانبها، فاستأذنوا، فإن أذن لكم فادخلوها، وإلا فارجعوا(رواه الطبرانی)
[د کورونو دروازو ته مخامخ مه راځئ، بلکه له يو اړخه ور ته راځئ، بيا اجازه وغواړئ، که اجازه درکړل شوه، ننوځئ، او که نه، نو بېرته وګرځئ!] د هغه وخت په هکله فکر وکړه چې کله اسلام دغه ارزښتناک ادب وټاکه او خپل بچيان يې پرې عمل کولو ته اړ کړل.. دا هغه وخت وو چې کورونو پردې نه درلودې.. هغه ورځ چې د رنځورو زړونو څښتنانو غوښتل هغه څه وګوري چې د دوی حق نه وو، بلکه د بل چا ځانګړی حق وو. دغه کار اسلام بند کړ.. او ټولو ته يې وويل چې: لاَ تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا (له خپلو کورونو پرته نورو کورونو ته بې د ځان له ورپېژندنې مه ننوځئ!) استئناس يا پېژندګلوي له استئذان يا اجازې اخيستلو څخه لوړه درجه ده، ځکه يو څوک به تا ته د حيا او شرم له مخې اجازه درکړي، مګر زړه به يې نه وي. په کار ده چې مسلمان په دې پوه شي چې تر هغه دې يو کور ته نه ورځي تر څو کوربانه د هغه ورتلل خوښ نه کړي، که څه هم چې اجازه يې ورکړي وي.. نو ايا د اسلام د لارې بلونکي د دغه ارزښتناک ادب په حقيقت پوهيږي؟

دا لاندې ټکي په پام کې ونيسه!

مسلمانه وروره.. د اجازې غوښتنې او ملاقات د ادابو د عملي کولو له پاره لاندې کارونه تر سره کړه:
۱-  د ملاقات کولو له پاره مخکې وخت وغواړه.
۲- د ملاقات هدف ښکاره کړه.
۳- له ضروري ملاقاتونو پرته ملاقاتونه مه کوه.
۴- کله دې چې د کتنې هدف تر لاسه کړ، نو روان شه.
۵- کوم کار چې د ليک، تيليفون يا کومې بلې لارې تر سره کېدای شي، له ليدنې څخه ډډه وکړه.
۶- درې وارې دروازه وټکوه، که خلاصه نه شوه، بېرته وګرځه.
۷- د دروازې يوې خوا ته ودرېږه، او د ننه کور ته مه ګوره.
۸- کله چې در څخه د نوم پوښتنه وشي، ځان معرفي کړه او داسې مه وايه چې زه يم.
۹- که د کور څښتن له ليدنې څخه بخښنه وغواړي، په پراخه سينه يې ومنه.
۱۰- که کار دې وي.. نوژر يې خلاص کړه.
۱۱- د کتنې له پاره مناسب وخت وګوره او داسې وخت مه غوره کوه چې د کور په خاوند بد لګيږي.
۱۲- وګوره چې کوربانه ستا په ورتلو خوښيږي او که نه.
۱۳- په هغه ځای کې کښېنه چې د کور خاوند در ته غوره کړی وي.
۱۴- د خپل او نورو د وخت ساتنه کوه، په ځانګړي ډول په ليدنو کې.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب