کوم ملت چې جهاد او مبارزه پرېښوده ذليل شو

له ستر امتحان سره مخامخ کيدل

کله چې مسلمان جهاد پريږدي او په دنيوي کارونو دومره بوخت شي، چې د الله په لار کې جهاد او مبارزه پرې درنده تمامه شي، نو الله تعالى به دوى له يو ستر امتحان او آزميښت سره مخ کړي، او تر هغې به په کې اخته وي، تر څو بيرته جهاد او مبارزې ته يې مټي نه وي رانغښتي. رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي:
عن ابن عمر قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : إذا ضن الناس بالدينار والدرهم وتبايعوا بالعين واتبعوا أذناب البقر وتركوا الجهاد في سبيل الله انزل الله بهم بلاء فلم يرفعه عنهم حتى يراجعوا دينهم
رواه احمد في مسنده ورواه لطبراني في المعجم الكبير
له عبدالله بن عمر(رضي الله عنهما) نه روايت دى ويلي دي چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه مې اوريدلي دي چې ويل يې: کله چې خلک د دينار او درهم په حرص کې اخته شول ، او مخکې له دې چې کوم مال اوسامان بازارته وړاندې کړل شي دوې ورته قيمت اوارزښت وټاکې او دغوايانولکۍ يې ونيوله  اود الله تعالى په لارکې يې جهاد اومبارزه پريښوده، نو الله تعالى به دوى له لوى امتحان سره مخامخ کړي ، دوى به له دې بلا څخه ترهغې نجات نه مومي ترڅو چې دوى خپل دين  ته بيرته نه وي راګرځيدلې (جهاداومبارزه يې نه وي کړې)  دا حديث احمد په خپل مسند کې روايت کړى دى.

ذلت او د نورو تر استعمارلاندې راتلل:

د جهاد د پريښودو بله ستره پايله دا ده چې مسلمانان به خوار او ذليل کيږي او دنورو د استعمار لاندې به شپي تيروي، دا به داسې وخت وي چې مسلمانانو ته د دنيا ژوند دومره خوږ شي،چې په نتيجه کې يې الهي احکاماتو ته شا کړي، او يو له بل سره په دنيوي چارو کې سيالي او مسابقه پيل کړي، په دې  صورت کې بيا دوى ته د استعمار او کفر سره جګړه کول خوند نه ورکوي. رسول الله  فرمايي:
عن أبي هريرة قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول لثوبان : كيف أنت يا ثوبان إذا تداعت عليكم الأمم كتداعيكم على قصعة الطعام يصيبون منه قال ثوبان بأبي وأمي يا رسول الله أمن قلة بنا قال لا أنتم يومئذ كثير ولكن يلقى في قلوبكم الوهن قالوا وما الوهن يا رسول الله قال حبكم الدنيا وكراهيتكم القتال.  رواه احمد في مسنده
له حضرت ابوهريرة (رضي الله عنه) څخه روايت دى ويلي دي چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه واوريدل  چې ثوبان ته يې داسې  ويل: ته به په کوم حالت کې يې اى ثوبانه! چې نور قومونه به  پرتاسې داسې راټول شي لکه تاسې چې کاسې ته  د طعام خوړلولپاره سره راټوليږئ ثوبان وويل: اى دالله رسوله!  زماموراوپلاردې له تاقربان شي نوموږ به په دغه وخت کې لږ يو؟ رسول الله ورته وفرمايل: چې لامل يې دا ندى چې تاسې به دشمير له کبله لږياست، د تاسې شميره به زياته وي لکن ستاسې په زړونو کې به وهن ځاى نيولى وي، دوى پوښتنه وکړه چې وهن څه ته ويل کيږي، اى د الله رسوله؟ رسول الله ورته په ځواب کې وفرمايل: چې د دنيا په مينه اخته کيدل، اوله دښمن سره جنګ بدګڼلو ته وهن ويل کيږي . دا حديث امام احمد روايت کړى دى.

مولوی جمال الدين جلال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب