د ماشوم شخصیت څرنګه جوړ کړو؟

ډېر ځله له مسلمانو ميندو سره د يو داسې مسلمان نسل د روزنې د څرنګوالي پوښتنه پيدا کېږی چې د نړیوال کفر له توطیو څخه روغ پاتې او په سالمو اسلامي اخلاقو تربيه او روان وي.
او ددې پوښتنې ځواب ډېر اسان دی مونږ کولی شو د ماشوم د روزنې په اړه د ټولو اسلامي اصولو په مراعتولو خپل هدف ته ورسېږو، ځکه هر ماشوم د ایمان په فطرت پيدا کېږي او بیا د مور او پلار کړه وړه هغه یو او بل لوری ته راکاږي، نو له همدې لامله د ماشوم د شخصیت به جوړولو کې د مور او پلار کړه ژوره اغېزه لري، له همدې ځایه مور او پلار ته ښايي د خپل اولاد په روزنه کې لاندې اصول په جدي ډول مراعات کړي:

لومړی: له ماشوم سره نرم او پاسته اخلاق کول:
ځکه هر هغه څه چې ماشوم يې ګوري او اوري د هغه پر شخصيت اثر غورځوي او يو له هغه شیانو چې د نرمو اخلاقو سره تصادم لري هغه د جنګ جګړې فلمونه کتل دي، ډېرې میندې چې کله د کور کارونه کوي نو خپل ماشوم په تلويزيون مصروفوي او په دې ترتيب هغه د يوې خطرناکې لوبې ښکار ګرځوي، په ځانګړي ډول د کارتون فلمونه، ماشوم ته د جنګ جګړې، کينې، حسد او ټګۍ پرته بل څه نه وربښی.

دوهم: ماشوم ته نېکې خبرې ور اورول:
تر ټولو نېکې خبرې قرآن کريم دی، د قرآن کریم تلاوت او اورېدنه د انسان زړه له الله تعالی سره تړي، بل له ماشوم سره باید داسې پوښتنې مطرح کړو چې د هغه زړه له الله تعالی سره وتړل شي، د مثال په ډول ترې وپوښتو، چې ته چا پيدا کړی يې؟ پلار ته چا روپۍ ورکړي دي چې مونږ ته ډوډۍ پرې اخلي او ….؟

درېيم: مور باید ماشوم ته سپک الفاظ ونه کاروي
ځکه د ماشوم ملامتولو، رټل او پر هغه ملنډې وهل او یا هغه ته د غبي او لټ نسبت کول د هغه پر روحياتو منفي اثرات غورځوي، مونږ بايد په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاره غوره کړو او هغه صلی الله علیه وسلم هېڅکله هم ماشومان نه ملامتول، بلکې هغوی به يې همېشه زړور روزل، او له افراط او تفريط پرته به يې له ماشومانو سره د نرمۍ لاره نيوله.

څلورم: د ماشومانو له وهلو نه مطلقا ډډه کول:
لکه څنګه چې ماشوم ته د بدو الفاظو کارول د هغه شخصیت هم په ښوونځي کې او هم د ملګرو په وړاندې ضعيفوي، همدا ډول وهل او ټکول ماشوم ته نفسي ماتې ورکوي او پر ځان باندې باور او اعتماد يې له منځه وړي، او د لوی والي په وخت کې د مشکلاتو او کړاونو د تحمل توان او وس په کې کمزوری کوي.


پنځم: په نېکو چارو د ماشوم اموخته کول:
لکه اخلاص، سخاوت، ريښتينولی او … او ماشوم ته د ګټور ديني او دنيوي علم ور ښودل او تر هر څه غوره دا ده چې ماشوم د قرآن کريم څو سورتونه یاد کړي، ځکه د قرآن کریم يادول د انسان حافظه قوي کوي او د الله اطاعت او پیروي ته يې راکاږي.
شپږم: په دعا باندې د ماشوم عادتول:
لکه د ويده کېدو، ويښېدلو، د ډوډۍ خوړلو، د جامو اغوستلو او وېستلو، کور ته د داخلېدو او خارجېدلو، په موټر کې د سپرېدلو او داسې نور… تر څو ماشوم پر الله باندې له توکل سره عادت شي.


اووم: د یو اسلامي بديل پيدا کول:
څرنګه چې مونږ ماشوم د مضرو اعلام (تلویزیون) له لیدو او اورېدو منع کوو نو باید د هغه لپاره بديل هم ولرو، چې هغه د ځينو اسلامي فلمونو او سي ډيانو ليدل دي، او که ددې زمينه برابره نه وي نو مور کولی شي، له قرآن کريم څخه ماشوم ته د پېغمبرانو ځيني کيسې په داسې الفاظو کې وکړي، چې د هغه توجه جلب کړي، لکه د یوسف او موسی علیهم السلام کیسې.

اتم: په هغو لوبو زیات ترکیز کول، چې د ماشوم ذکاوت زیاتوی او له هغو لوبو د ماشوم ساتل چې هغه ته د وخت او مال ضایع کول ورښيي. همدا ډول ښځينه ماشومانو ته د هغو لوبو برابرول چې هغوی د حجاب، عفت او د کور له کارونو سره مینه په کې پیدا کوي، د مثال په ډول هغوی ته د لوڅو او بربنډو نانځکو په ځای د محجبو نانځکو اخستل په کار دي.

نهم: د سپورټ لپاره د معين وخت ټاکل:
په معين وخت کې د معین سپورټ کول ماشوم ته د وخت د تنظیم فکر وکوي، او هم د هغه جسم ښه نمو کوي، او سپورټ په پاکو او طبعي ځایونو کې ګرځېدل او صافې هوا تنفس کول هم کېدی شي، چې دا کار د روحي او خلقي صفایۍ څخه ها خوا له مور او پلار سره د ماشوم والی خواږه یادګارونه هم ساتي.

لسم: د کورنۍ لپاره دعبادت ورځنی پروګرام جوړول:
چې د سهار د لمانځه له اداء کولو څخه وروسته د قرآن کريم په تلاوت پیل کېږي، او بیا د عقېدې د یو وړوکي درس چې کله به يې مور او کله به يې پلار لولي پای ته رسېږي.
له لوی الله جل جلاله څخه هیله مند یم چې دغه لارې د مسلمانو میندو او پلرونو لپاره د خپل اولاد په روزنه کې ګټورې تمامې شي.

ژباړه او لنډيز: حبيب الله وردګ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب