که مو مېرمن په حيض کې وي له جماع پرته هرڅه کولای شئ؟

دوې مياشتې وړاندې واده شوې يم، ميړه مې دحيض په وخت کې هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي (مني يې وځي) خو دخول صورت نه نيسي، نو اّيا دا کار روا دی؟

ځواب :

الحمد لله والصلاة على رسول الله وعلى اّله واصحابه وعلى من والاه وبعد:

امام بخاري او امام مسلم په خپلو  صحيحو كتابونو كې له حضرت عايشې رضى الله عنها څخه روايت نقل كړى دى چې هغه فرمايي: : كانت احْدَانَا اذا كانت حَائِضًا فَاَرَادَ رسول اللَّه صلى الله عليه وسلم انْ يُبَاشِرَهَا اَمَرَهَا اَنْ تَتَّزِرَ في فَوْرِ حَيْضَتِهَا ثُمَّ يُبَاشِرُهَا قالت: وَاَيُّكُمْ يَمْلِكُ اِرْبَهُ كما كان النبي صلى الله عليه وسلم يَمْلِكُ ارْبَهُ”.

ژباړه: ((له مونږ ( بيبيانو ) نه به  چې كومه يوه دحيض په حالت كې وه او رسول الله صلى الله عليه وسلم به ورسره ديوځاى كيدو اراده وكړه نو امر به يې ورته وكړ چې پرتوګ وتړي بيا به يې ورسره دجامو لپاسه يو ځاى كيده)) او بيا يې وويل (( تاسې كوم يوله هغه مبارك نه زيات پر ځان كنترول لرونكي ياستئ )).

حافظ ابن رجب په خپل كتاب فتح الباري كې ددې حديث په شرحه كې ليكلي دي ((معنا داچې رسول الله صلى الله عليه وسلم چې په ټولو خلكو كې  په خپل ځان پوره كنټرول درلود او هغه ويره ترې نه كيده كومه چې له بل چانه كيداى شي چې هسې نه له كنترول نه ووځي (( او دخول وشي )) نو بيا يې هم  دپرتوګ لپاسه له ښځې سره جنسي تعامل كاوه ترڅو دهغو خلكو لپاره چې دده په څير معصوم نه دي قانون شي نو په دې اساس علماء  دپرتوګ لپاسه ساتيري او نزديوالي پلوي دي چې په مالكي مذهب كې ورته سد الذرايع ويلى شي  .

نو په دې اساس پخوانيو علماوو لكه ثوري, احمد , اسحاق ,په احنافو كې  امام محمد او امام طحاوي د حيض او نفاس په حال کې دپرتوګ لپاسه يوځاى كيدلو سره موافقه ښودلې ده خو په دې شرط چې دخول صورت ونه نيسي, امام نووي هم ددې نظر پلوي دى او هغه حديث دليل نيسي چې  وايي ( اصنعوا كل شئ الا الجماع) له خپلې ښځې سره دحيض پرمهال له جماع (جنسي اړيكو نيولو او دخول ) پرته هرڅه وكړئ.

په يو بل روايت كې ابوداوود له حضرت عكرمه نه روايت كوي چې هغه دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له بيبيانو نه اوريدلي دي چې دحيض پر مهال به رسول الله  صلى الله عليه وسلم دهغو نه په داسې بڼه استفاده كوله چې فرج به يې په يوه ټوټه پټ ساته څو دخول ونه شي , نو له همدې امله امام طحاوي له پرتوګ پرته هم چې دخول نه وي استفاده جايزه ګڼلې ده خو امام نووي فرمايي چې كه په ځان ډاډه وو چې دخول نه ترې كيږي نو بيا رواده او كه نه نو نه ده روا.

نو داچې له پرتوګ پرته دښځې  دنامه او زنګنونو له منځ نه استفاده كيداى شي نو ځينې علماء لكه امام احمد, ثوري, عكرمه,عطاء , شعبي , اسحاق اونورو په دې شرط جواز وركړى دى چې فرج (دښځې ) تناسلي اّله پټه وي او هلته دسړي تناسلي اّله داخله نه شي ,خوامام ابو حنيفه,امام شافعي او امام مالك هغه مباح نه ګڼي او هغه حديث دليل نيسي چې  رسول الله  صلى الله عليه وسلم به بيبيانو ته دپرتوګ تړلو امر كاوه او وروسته به يې ترې استفاده كوله.

نتيجه داشوه چې له ښځې نه دحيض پرمهال داسې جنسي استفاده كول چې دهغې نه دروغتيا او صحت پرمهال كيږي او دخول صورت نيسي حرامه ده او په شرعي لحاظ ستره ګناه او په روغتيايي لحاظ دسترو ناروغيو لامل ګرځي اما له دخول پرته بيا هرډول ساتيرى روادى  ان كه مني هم لاړشي.


سرچينه:

Islamway.com، خالد عبد المنعم الرفاعى

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب