زما محبوب رسول الله(ص) | غوره معلم

مهربانه پیغمبر او زړه سواندی معلم

په چا ایمان راوړل، چا باندې زړه بایلل، په چا سر، مال، دنیا او آخرت تړل، او چاته له هغه سره د هغه د خوښی ژوند تیرولو لاس او قول ورکول، د چا لپاره د ټولو دښمني په سر اخستل، د چا امر او اشاره په خوښۍ او نا خوښۍ کې اوریدل او پلی کول، د چا پریکړې او فیصلی ته پرته له هیڅ ډول ناومنا څخه په پوره زړه غاړه ایښودل او بالآخره څوک ځان ته له ځان نه، مور پلار نه، ښځی او اولاد نه او ټولې دنیا نه ګرانول څه اسانه او ساده خبرې ندي.دا نه په مال او دولت کیږی، نه په زور ځواک کیږی، نه په کوډو منترونو او نه په کومه بله چاره!
ځکه خو دا هر څه د بشریت او معلم، هغه صادق او امین انسان (محمد صلی الله علیه وسلم ) تر لاسه کړی وه، په ریښتنولۍ او امانت سره، داسې ریښتنولي او امانت چې له دوست او دښمن نه هاخوا د مکی او مدینی کاڼو او بوټو هم پری اعتراف درلود!

زما محبوب، د رڼا لارښود

له انسان سره ریښتنی صداقت او د هغه امانت پرځای کول له دی پرته بل څه کیدی نشی چې هغه د هغه د رب په امر له تیارو نه رڼا ته راوباسي، د فکر له تیارونه د نظر له تیارونه او د ټول ژوند له تیارونه. د ایمان رڼا ته، د ځان پیژندو رڼا ته، دموخې پیژندو رڼا ته، د ژوند سمې دمې روغې لارې ته، د ځمکې او آسمانو د څښتن د ځواکمن او ستایل شوی الله لارې ته!

الر كتب انزلنه اليك لخرج الناس من الظلمت الى النور باذن ربهم الى صراط العزيز الحميد (1)

الله الذى له ما فى السموت و ما فى الارض و ويل للكفرين من عذاب شديد (2)

او بیا الله پاک تصدیقوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم نیغې لارې ته د انسانانو د لارښونې دنده په ښه توګه سرته رسوي:
و انک لتهدی الی صراط مستقیم   *  صراط الله الذی له ما فی السموات و ما فی الارض ، الا الی تصیر الامور

ګرانښت او خواخوږي

په هدایت او لارښوونه کې دصدق او امانت معیاري کچه داده چې ته چاته دومره خوږ شې او دومره پرې ګران شې چې ستا ځور یې ځوروي او ستا کړاو یي کړوي. او له ډیرې مهربانۍ او خواخوږۍ ستا په خیر حریص او ستا هرې ګټې ته لیوال وي، او دغه ګرانښت، خواخوږي، حرص او لیوالتیا دې سرحد ته ورسیږي چې هغه نږدې وي ستا په خوښۍ او بري پسې خپل ژوند له لاسه ورکړي!

فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ عَلَى آثَارِهِمْ إِنْ لَمْ يُؤْمِنُوا بِهَذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا (٦) ۳

زما محبوب، او د انسانانو تزکیه او هغوی ته د کتاب او حکمت تعلیم او ښوونه

دغه زړه سوی او خواخوږي یو تش او خیالي احساس ندی چې په هوا کي ولاړ شي.بلکه د الله پاک له خوا یو ستر رسالت او یوه عملي دنده ده چې د لوی الله د ستر کتاب د سترو ویناو، د حکمت، پوهې او هوښیارتیا ښودنه، او په خپل ژوندي سیرت سره د هر اړخیزې پاکۍ او تزکیې عملي تربیه او چار چلند، او د بې سرحده تعلیماتو لړۍ ده:
كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولا مِنْكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ (١٥١)4
ریښتیا چې انسان د ځمکې پر سر د الله له ستر کتاب څخه چې هر آیت یی د هدایت او حکمت زیرمه اوخزانه ده او درسول الله صلی الله علیه و سلم له مبارکو احادیثو څخه پرته بل کومه عملي پانګه نشي موندلی.

زما محبوب، د مهربانه پلار په څیر

تعلیم او ښوونه ډیر ستونزمن او زاره چاودی کار دی ! که ورسره پلرنۍ مینه او محبت ملګری نشي نو هسې له سره تیرول به وي او بس . انسان کله کله د ډیرو وړو وړو خبرو ښوونې ته تر ډیرو غټو غټو مسﺉلو ډیره اړتیا لري. او دا ډیره ګرانه هم وي چې یو شمیر وړې وړې خبرې له هر چا څخه زده کړي!
تاته په هیڅ پوهنتون کې هیڅ پروفیسر د ډوډۍ خوړلو، ابو څښلو، اودس ماتولو، کښیناستلو، ‌‌پاڅیدلو… آداب نه ښیي، پداسې حال کې چې ته به ورته له هر څه نه ړومبی او کلکه اړتیا لرې، خو یو مهربانه پلار چې د خپل اولاد هره وړه او غټه اړتیا ورته ارزښناکه وي، او کور ته د ننوتو آداب ورته په يوهنتون کې د ریاضي او فزیک د فورمولونو له زده کولو څخه ډیر ارزښتناک وي کله صبر کولی شی چې خپل اولاد له دغو اساسي زده کړو څخه تش لاسی او بې برخې وویني ! نو د پلرنۍ مینې په اساس هغه ته داهر څه په ډیر شفقت او پوره مهربانۍ سره ورښیي… او حقیقت دا دی چې لا ډیر پلرونه لدې کار څخه عاجز او ناتوانه دي!

خو د الله رسول محمد صلی الله علیه وسلم د یو ډیر مهربانه پلار په څیر انسانیت ته د اولاد په سترګو کتلي او امت ته يي له هر څه نه مخکې د دوﺉ لومړنۍ اړتیاوې : د ډوډۍ خوړلو، اوبو څښلو، خبروکولو، کښیناستلو، ‌‌پاڅیدلو، اودس ماتي، ځان پاکولو… اسانې او ګټورې لارې چارې ښودلې دي.
عن ابي هریرة رضی الله عنه عن النبي صلی الله علیه و سلم قال : انما لکم مثل الوالد اعلّمکم، اذا ذهب احد کم الی الخلاء فلا یستقبل القبلة ولا یستد برها، ولا یستنج بیمینه، و کان یا مر بثلاثة احجار و نهی عن الروث و الرِمّة .۵

ژباړه : ابو هریره رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل : زه تاسو ته د پلار په څیر یم، تعلیم او ښوونه درته کوم : کله چې بیت الخلاء ته تلﺉ نو قبلې ته مخامخ هم مه کښینی او ورته شا هم مه اړوﺉ، په ښي لاس ځان مه پاکوﺉ، درې ځلې ځان پاکوﺉ او د ځان په پاکوالي کې له چټلو څیزونو څخه لکه د څارویو خوشايي او دهډوکو له استعمال څخه ډډه وکړﺉ .

زما محبوب، دپسرلي له نسیم څخه ډیر خوږ او زړه وړونکی

د تعلیم شرایط هم څومره سخت وي او څومره تنګ، نن سبا خو په کوم پوهنتون کې د داخلیدو شریط وسنجوﺉ چې څومره ډیر او څومره سخت دي !، مخکنې اسناد، ځانګړي وخت، مشخص عمر، ټاکلي فیسونه، بلا نور شیان …
څومره خلک دي چې د اسنادو نه لرلو له کبله د خپل زړه علوم نشي تعقیبولی، د چاد فیس او لګښت وس نشته، څوک هغه وخت ته څان نشی برابرولې چې د تعلیم لپاره ټاکل شوی دی او…
خو د رسول الله صلی الله علیه و سلم تعلیم او ښوونه لدې ټولو جنجالونو څخه پاکه صفا وه . هغه د خپل تعلیم لپاره هیڅ ډول شرایط نه و ایښي ! هغه نه له چا مال غوښته او نه له چا فیس، بلکې تعلیم او ښوونه خو د هغه الهي رسالت و.
يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ (٦٧) 6
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : (…وانما بعثت معلماً).۷ زه خو لیږل سوی یم پیعمبر!
د هغه ستره او یواځنۍ هیله همدا وه چې دغه الهي ښوونه په څه ډول خلکو ته ورسوي، نو ځکه خو هغه په خپل تعلیم او ښوونه کې د پسرلي له ښکلي نسیم څخه نرم، خوږ او عام و. تاسو به د پسرلي د نسیم وږمې لیدلي وي چې لهڅومره سخا او جوادیت سره الوزي، او په غرو رغو، دښتو، میرو او کاڼو او بوټو باندي خپله مهرباني او لطافت خوروي . د رسول الله صلی الله علیه و سلم د تعلیم او ښوونې وږمې له دغه نسیم څخه څو ځله زیاتې خوږې، مهربانه او خورې وي.
عن ابن عباس (رض) قال: کان رسول الله صلی الله علیه و سلم اجود الناس بالخیر و کان اجود مایکون في رمضان کان جبريل یلقاه کل لیلة في رمضان یعرض علیه النبي صلی الله علیه و سلم القرآن فاذالقیه جبریل کان اجود بالخیر من الریح المرسلة .۸
رسول الله صلی الله علیه و سلم تر ټولو زیات جواد، سخي او خیر غوښتونکي و، دهغه مبارک دغه خوی به په د روژې په میاشت کې لا زیات سو، ځکه د روژې هره شپه به جبریل علیه السلام راته او رسول الله به ورته قرآن کریم اوراوه، نوچې رسول الله صلی الله علیه و سلم په له جبریل مخامخ کیده نو بیابه په خیر او علم رسولو کې تر آزاد نسیمه هم زیات جواد و!

زما محبوب، او د رفق او نرمۍ تعلیم او ښوونه

عادتاً له تعلیمی جریان سره یو لړ سختي، تشدد، غرور او داسی نور څه مله وي چی ډیر ځله زړونه ماتوي او د علم او طا لب ا لعلمانو ترمنځ خنډونه او فاصلې جوړوي.
د رسول الله صلی الله علیه و سلم د ښوونی او تعلیم عمومي تګلاره په رفق او نرمی ولاړه وه، تشویق او ترغیب، یسر او اسانی، تفا ول او هیله مندي د هغه د تعلیمي نظام څرګندې ځانګړتیا وې وې.
آن تر دی چی دغه تګلاره د مسلمانانو د مور عایشی بي بي تر نیوکې لاندې راغله او رسول الله صلی الله علیه و سلم ترې دموضوع په شرح کولو سره دفاع وکړه:
یاعایشة!ان الله رفیق یحب الرفق، ویعطي علی الرفق مالا یعطي علی العنف و مالایعطي علی ما سواه.۹
عاﺉشې! الله رفق والا ذات دی، هغه رفق او نرمي خوښوي، او په رفق او نرمۍ باندې هغه څه مرتبوي چې نه په شدت او سختۍ مرتبوي او نه یې په بل څه مرتبوي.
او چې چیرته به یې هم کوم معلم او ښوونکی لیږه نو لومړیۍ توصیه او ټینګار یې ورته همدا و چې :
یسّروا و لا تعسر وا وبشروا و تنفّرو .(الحدیث) ۱۰
اساني کوﺉ سختي مه کوﺉ، خلکو ته زیری ورکوﺉ، خلک متنفر کوﺉ مه.
هو !داو د رسول الله صلی الله علیه و سلم دتعلیم او ښو ونې ځانګړتیاوې: رفق، نرمي، اساني او تشویق… کومې چې اوسني سرزوري خلک یې خپلې انحصا رې لاسته راوړنې او ابتکارات ګڼي!

زما محبوب، او د زده کړې څپانده انګیزه

محمد ص - معلم

د رسول الله صلی الله علیه و سلم د تعلیم او ښوونې د اعجاز راز پدې کې و چې د خپلو زده کوونکو او مخاطبینو په زړونو کې یې د علم په اړه څپانده او طو فاني انګیزه ایښې وه:
(علم په هر مسلمان باندې الهې فریضه ده . الله دې هغه څوک تر و تازه لري چې زما خبره واوري، یا ده یي کړي او بل ته یي ور سوي. د عالم فضیلت او غوره والی په عابد باندې داسې دی لکه زما فضیلت په یو د تاسو.چا چی دعلم لاره ونیوه هغه د جنت لاره ونیوه. څوک چې دعلم په لټه کې ووت هغه د الله په لار کې ووت . پرښتې د طالب العلم د خوښۍ لپاره خپل وزرونه د هغه تر پښو لاندې غوړوي، داسمانو او ځمګې مخلوقات د عالم لپاره دعاګانې کوي آن تر دې چې د سمندر په تل کې کبان هم !.
څوک چې د اسلام داحیاء لپاره علم زده کوي په جنت کې به دده او پیغمرانو تر منځ یواځي یوه درجه توپیر وي .۱۱
او د رسول الله صلی الله علیه و سلم په خوله د الهي وحي او الهام دغسي نور تعبیرونه چې د انسان په زړه کې د علم په اړه یوه نړي انګیزه او لیوالتیا راولاړ وي. هو! د انګیزې دغسي طوفانونه و چې په اسلامي امت کې یي د امام ابو حنیفه، امام مالک، امام شافعي، امام احمد، امام بخاري او امام مسلم په څیر په سلګونو او زرګونو نوابغ رامنځ ته کړل چې ننی کمپیوټر یي د ذهن او حافظې د ځواک کچه هم نشي لګولی !

علم، زما د محبوب پریښی میراث

او په پای کې رسول الله صلی الله علیه و سلم علم همدغه علم او زده کړه د خپل ژوند د یواځني میراث په توګه انسانانو ته پریښود او هغه يي د ټولو پیغمبرانو ګډ او مشترک میراث وباله او د علم څښتنان یې خپل وارثان اعلان کړل :
ان العلماء ورثة الانبیاء وان الانبیاءلم یورّ ثّوا دیناراً ولا درهماً ولکن ورّثو ا العلم فمن اخذه اخذ بحظ و افر .۱۲
عالمان د پیغمبرانو وارثان دي، او ګورﺉ پیغمبرانو درهم او دینار په میراث ندي پری ایښي، هغوی یوازې علم پرې ایښی دی، نو چاچې علم ترلاسه کړ په حقیقت کې د پیغمبرانو په میراث کې شریک سو او خورا ستره ونډه یې لاسته رواړه.
اوس به وګورو چې رسول الله صلی الله علیه و سلم څه شې پریښي دي چې هغه علم او د هغه میراث و ګنل شې ؟
رسول الله صلی الله علیه و سلم چۍ څه شې تر شا پریښي هغه د الله جل جلا له کتاب (قرآن کریم) او نبوې سنت او احادیثو څخه پرته بل څه نه دي :
عن مالک ابن انس مرسلاً قال: قال رسول الله صلی الله علیه و سلم : ترکت فیکم امرین لن تضلوا ما تمسکتم بهما کتاب الله و سنة رسوله .۱۳
بناءً همدغه علم دي او همدغه د پیغمبرانو میراث دي .

زما محبوب، د لوړ عالم په لور

او پدي توګه رسول الله صلی الله علیه و سلم له (۲۳) کلونو تعلیم او روزني وروسته یو عظیم امت تیار کړ چې د انسانیت د قیادت او لارښووني واګي یي په لاس کې واخیستې او انسانیت یې په خپل مطلوب مسیر روان کړ او د هر هغه چا لاسونه یې لنډ او ارادې یي شنډې کړې چې غوښتل یې د انسانیت قافله د خپلې لارې څخه واړوي او یا یي یرغمل ونیسې . د هغوی ازادې او خپلواکې سلب کړې او هغوی د الله جل جلا له په ځاي د خپل ځان بندګان او غلامان کړې .
هغه چې کله د ځنکدن په وخت د خپلې کوټې پرده پورته کړه او په مسجد کې یي د اسلام د پیغام لرونکو پتنګانو منظم صفونه ولیدل نو زړه یې ډاډه سو چې خپل رسالت یي سرته رسولی او هغه امت یي تیار کړی چې د انسانیت د لارښوونې پیټی پورته کړې !
نو خورا په ډیره لیوالتیا یي د آخرت لوری غوره کړ او پداسې حال کې چې په مبارکه ژبه یېد (اللهم الرفیق الا علی ) کلمات زمزمه کول سترګې یې پټې کړې او سپیڅلی روح یې د لوړ عالم په لور والوت! صلوات الله و سلامه علیه .

صحابه زما د محبوب روزلی امت

لږه موده وروسته د دغه روزل شوي امت د اعیانو مجاهدینو د پارسیانو امپراتوري چې انسانان یي د انسانانو بندګان او غلامان کړې وو ړنګه کړه او هلته یي خپل رسالت او پیغام اعلان کړ چې : (جئنا لنخرج العباد من عبادة العباد الی عبادة رب العباد، ومن جور الاديان الی عدل الاسلام ومن ضیق الدینا الی سعة الآخرة ) موږ راغلې یو څو انسانان دانسانانو له بندګي څخه ازاد کړو او د انسانانو د خالق او پالونکي بندګان شې، اودباطلو دینونو له ظلم څخه یې د اسلام عدل او د دنیا له تنګې یې د آخرت پراخۍ ته راوباسو. او په دې توګه یي ددغه خنډ په لیروکولو سره د انسانیت پر اوږو د وروستي درانده پیټي د لیرې کولو او د انسانیت په عقلونو او ارادو باندې د لګول شوو قلفونو او هتکړیو د ماتولو لپاره یي د روم په امپراتورې غوڅ او پریکنده ګذار وکړ .
او دپیغمبر صلی الله علیه و سلم د هغه اعلان ا نګازی غبرګې شوی چې نور دلته شیطا ن لدې څخه ناهیلی شوی چې څوک یې عبادت او بندګي وکړي !
دا و دمهربانه، رؤوف او رحیم پیغمبر او زړه سوانده او حکیم معلم د رحمت او شفقت، مینې او ګرانښت نه ډک تعلیم او ښوونه چې له صدق او امانت نه پیل شو، درڼا لارښوونه یې وکړه، په پوره ګرانښت او خواخوږۍ سره یې د کتاب، حکمت، او دتزکیې تعلیم ورکړ، د مهربانه پلار په څیر، د پسرلي له نسیم څخه زیات خوږ او زړه وړونکی، په رفق او نرمۍ سره دزده کړې دمعجزانه انګیزې په ایجاد او دپیغمبرانو میراث (علم) یې پریښود . دالله ستر پیغام یې د الله جل جلا له بندګانو ته ورساوه (فادّی الامانة وبلّغ الرّسالة ونصح الامة) او په ډاډه زړه له لوړ ملګري (الرفیق الاعلی) سره یو ځای شو.

زما د محبوب پر لاره پل په پل

محترم استاذه، ګرانه محصله، قدرمن وروره او درنې خورې!

راځئ دخپل خواږه پیغمبر په لاره پل په پل د هغه خوږ سیرت راواخلو خپل زړه او ځان پرې جوړ کړو، کور او کورنۍ پرې ودانه کړو، او ننی لالهانده او تیاره نړۍ پرې روښانه، اباده او سمسوره کړو.
هوزما د محبوب پهڅیر: په رحمت او شفقت، مینې او ګرانښت نه پهډک تعلیم او ښوونه. له صدق او امانت نه پیل، درڼا په لارښوونه، په پوره ګرانښت او خواخوږۍ سره، دزده کړې دمعجزانه انګیزې په ایجاد، د مهربانه پلار په څیر، په پوره رفق او نرمۍ سره، د پسرلي له نسیم څخه په زیات خواږه او زړه وړونکي کیفیت سره، د ایمان، تقوا، تزکیې، محبت، مینې او ورورۍ تعلیم !
اللهم صل و سلم وبارک علی سیدنا وحبیبنا وقاﺉدنا ومولانا محمد و علی آله وصحبه ومن اهتدی بهدیه ودعا بدعوته و اجعلنا خیر من یهتدي به. آمین .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱- ابراهیم، ۱، ۲
۲- شوری، ۲۵، ۵۳
۳- کهف، ۶
۴- بقرة، ۱۵۱
۵- رواه النسائي و احمد و ابن ماجه
۶- مائدة، ۶۷
۷- رواه الدارمي
۸-متفق علیه
۹-رواه مسام
۱۰- بخاری، مسلم، احمد
۱۱-دارمي، احمد، ابن ماجه، ا بو داود، ترمذي
۱۲- احمد، تر مذي، ابو داود، ابن ماجه، دارمي
۱۳- روا ه في الموطا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب