اسلام ولې زبیښاوی(Kissing) ناروا کړې؟

ګرانو مسلمانانو ورونو او خویندو دا خو هرسړی اوښځه وایې چې زه مسلمان یا مسلمانه یم خو مونږ اوتاسو ته اسلام میراثي پاتې ده ځکه یې په خوند او سپیڅلتیا هومره لکه څنګه چې اړینه ده نه پوهیږو.داسلام ددین ګټې، حکمت عملي،  تقدس او سپیڅلتیا خو به هلته درمعلومه شي چې کله تا سو له اسلام،  اسلامې احکامو، فقهې قوانینواو دنوموړو قوانینو له حکمتونو ځان خبر کړی اوس خو مونږ په یوه مسلمانه ټولنه کې وزیږو او له همغې ټولنې اسلام کسب او تر ګوتو کړو ځکه نو له هر څه ناخبره پاتې یو او دنړی ټولې ستونزې دمسلمانانو غاړی ته غورځیدلې دي. مسلمانان دې داسلام دخوند او سپیڅلتیا په هکله له آشوک کولن څخه چې په کلونو کلونو یې دکلیسا چوپړ وواهه او یا هم یواني رډلې څخه چې اسلام یې مطالعه او تر غور لاندې ونیوه او وروسته له هغې مسلمانان شول وپوښتي تر څو داسلام په هکله دخپلې بې پر وایې څخه خبر شی په هر حال زه دلته یا دونه کوم چې هر څه په قران اونبوي احادیثو کې شته خو که مسلمانان یې وپلټي. په یوه عربي مطلب کې راځې چې :(ټول علوم په قران کې شته مګر دخلکو دفهم او ادراک اړخ کمزوری دی.)

ددې خبرې دثبوت لپاره ډیرو سترو سترو لیکنو او خپرونو ته اړتیا ده خو زه یې نن یوه برخه باندې څه لیکل غواړم او هغه داچې اسلام له هرچا سره د نامشروع زبیښاوي او یا د مود روز په اصطلاح لب چوشي ناروا او نا کاره عمل یې ګڼلی او مسلمانا نو ته یې حکم ورکړی چې ورځنې ډډه وکړي. اوس مسلمان ته پکار دي چې ددې کار نه دډډې کولو سره سره ددغه حکم په حکمت ځان پوه کړي او دکفارو د قانع کولو لپاره ورځنې دیوه دلیل او ثبوت شوي حقیقت په څیر کارواخلي.

د اسلام ددغې وړاند وینې څخه په سلګونو کلونه وروسته داسترالیا د هیواد رنځ پوهان او درمل پوهان دیوې څیړنې په ترڅ کې دې پا یلې ته رسیږي چې له هر چا سره دزبیښاوي څخه د Meningitis او Meningococcal Septicaemia  دناروغیو د رامنځ ته کیدلو خطر څلور ځله زیاتیږي. په دې مانا چې دغه کار ددغو ناروغیو په رامنځ ته کیدلو کې خورا غټ لاس لرلی شي.کوم چې دلویدیځې نړی او امریکا یو منلی دود دی او ان تر دې چې هر کال ددې کار لپاره غونډې جوړیږي او ډالۍ ورکول کیږي چې دا وړ غونډې دBest Kiss Award په نوم يا دیږي.

 

ددغې څیړنې سره سم د یو بل د شونډو او ژبو دزبیښلو له لارې ددغو ناروغیو مکروبونه له یوه وګړي بل وګړي ته لیږدیدای شي. ددغې څیړنې پوهان وایې چې ددې څیړنې په ترڅ کې ددوو اونیو په پړاو کې له اوو راز راز خلکو سره زبیښاوی وشو. ددغې څیړونکې ډلې مشر رابرټ هوني وویل چې ځوانانو ته پکار ده تر څو خپله رویه بدله کړي مګر هغه وویل زه ډاډمن نه یم چې دوی به داکاروکړي. نوموړې وویل پورتنۍ یادې شوي ناروغۍ ځان وژونکې ناروغۍ دي چې ډیرې نمونې یې په وړوکوالې او ځوانۍ کې لیدل کیږي.

په امریکا او انګلستان کې د ۱۹۹۰ لیسزې په دوران کې دغه ناروغۍ په ډراماتیکه توګه ډیرې شوې دي.په انګلستا ن کې په۱۹۹۹ کال کې د Meningitis د واکسین دپیژندل کیدو نه وروسته په دغه نا روغۍ کې کمښت راغی مګر داناروغۍ اوس هم په راز راز بڼو شتون لري.ددغې ناروغۍ خپریدل په هغو ماشوما نو کې چې عمر یې ۱۳څخه تر ۱۹ کلونو پورې وي لس په سلو کې اټکل شوی.

د ناروغۍ نښې نښانې:

داڅه اسان کار نه دی چې Meningitis او Septicaemia  دې په خپلو لومړیو پړاونو کې وپیژندل شي ځکه چې په لومړیو پړاونو کې  د ناروغۍ نښې نښانۍ کیدای شي دنوروډیرو ناروغیو له نښو نښانیو سره ورته والی ولري د نمونې په توګه Flu  .د ناروغۍ لومړنۍ نښې نښانې عبارت دې له: تبې ، سردرد، کا نګې، ټولیزه ستړیا اوNausea (سړی ته ځان ناروغ ښکاري)

ددغو ناروغیو عمومې نښې نښانې په لاندې څیره کې ښودل شوي دي:

په کوچنیانو کې:

۱-د تودوخې لوړه درجه، تبه په پښو او لاسونو کې دیخنۍ له شونتیا سره.

۲- کانګې او یا د خوړو بیرته راواپس کول.

۳- لوړ زګیروی او په رینګه ژړا.

۴- دبڼې زیړ والی او دسرو داغو نو شتون.

۵- دما شوم نګوښیدل،  ګوډ ګوډ تلل او له لاس نیونې ډده او غمځپلی ښکاریدل.

۶-په سختۍ له خوبه پاڅیدل او خوبجني.

۷-د ما شوم په سر باندې د صا فو ټکیو شتون چې کیدای شي ترینګلې او یا هم را پړ سیدلې وي.

په ماشومانو او لویا نو کې:

 

– د تودوخې لوړه درجه، تبه په پښو او لاسونو کې دسړو له شونتیا سره.

۲- کا نګې او ځینې وخت نس ناستې.

۳-کلک سردرد.

۴-د غاړې کلکوالی(په دې ما نا چې سړی نه شې کولای خپله زنه له سینې سره ولګوي.

۵- دبندو او غړیو درد، ځینې وخت دمعدې څړیکې لهSepticaemia سره.

۶- دتیزې او ځلیدونکیو رڼاوو نه خوښول.

۷- نیم ویده والی(خوبولی)

۸- راز راز حملې او غوټې

اوس مونږ باید پوه شو چې څنګه Meningitis اوSepticaemia

نښې نښانې وپیژنو څکه ډیر ځله خو ډاکټر ته ژر نه تګ دمرګ او ژوند تر منځ برید وګرځې.

دیادونې وړده چې ددغو نا روغیو یوه نښه دننکیو راختل دې اړینه نه ده چې ټولې نښې نښانې دې په یوه ناروغ کې راڅرګندې شي.

داوړ دننکیو راختل دپوستکې لاندې نسجونو ته دوینې دڅڅیدنې له امله منځ ته راخې.او دادې لامل ګرځې چې بدن لکه په ستن سوری سوری شوی ښکا ري او وینه ترې راوځي. لکه په لاندې څیره کې:

دSepticaemia د ننکیو راختل ښي.

زمونږ لپاره ددغو نا روغیو څخه دمخنیوي غوره لار داسلام په لارښونو عمل کول دي اوددې لیکنې موخه داده چې تر مسلمانان پوه شي چې څومره غوره دین لري. او دټولو مسلمانانو څخه زما هیله ده تر څو په اسلامېAnalogy  کار وکړی او ټولې نړی ته یې وړاندې کړي.

ژباړه:

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب