که د زړه له حملې ویره لرئ نو لاندې عادتونه خپل کړئ

که د زړه له حملې ویره لرئ نو لاندې عادتونه خپل کړئ

د زړه حمله په نړۍ کې یو له تر ټولو مهلکو ناروغیو څخه ګڼل کیږي کوم چې انسان ته روغتون ته د رسیدو فرصت هم نه ورکوي.

له نیکه مرغه ځینې داسې عادتونه هم شته چې له خپلولو سره يي انسان د زړه د مختلفو ناروغیو او د زړه د حملې څخه مخنیوی کولی شي.

دلته مو له یو شمیر هغو عادتونو سره کوم چې د زړه د حملې خطر له منځه وړي اشنا کوو:

۱- هر هغه څه چې اسلام حرام ګرځولی بې شمیره روغتیايي زیانونه لري نو په همدې اساس که څوک غواړي د زړه له حملې ځان وژغوري نو له الکول لروونکي مشروبات څخه باید ځان وژغوري.

۲- سګریټ څښلو څخه ځان وساتئ او که چیرې د سګرټ څښلو عادي یاست د پریښودلو هڅه يي وکړئ.

۳- د ځان لپاره هغه خواړه چې روغتیايي ګټې او ارزښت ولري انتخاب کړئ.

۴- په ورځنۍ ډول فزیکي فعالیت یا ورزش خپل عادت وګرځوئ.

۵- خپل وزن د زیاتیدو مخه ونیسئ او د مناسبه اندازه وزن ساتلو هڅه وکړئ.

۶- کوښښ وکړئ خوشحاله ژوند ولرئ او په وړو خبر ځان مه خفه کوئ.

۷- د شکر له ناروغیو څخه د ځان ساتلو هڅه وکړئ او هغه کسان چې په دغه ناروغۍ اخته وي باید د زیاتیدو مخه يي ونیسي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب