که د خولې له بدبويۍ کړېږئ؛ دا کرښې ولولئ

د خولې بد بوی ډیر لاملونه لري چې له هغوی څخه د ګردې ناروغي، هاضمې سیسټم خرابوالی، د وینې شکر زیاتوالی او ځیګر ناروغي د یادولو وړ دي. د خولې بد بوی د ځینو ناروغیو سربیره غاښونو ته پاملرنه نه کول، د خولې مختلفې ناروغۍ او د خولې وچوالي له امله هم رامنځ ته کیدی شي.

د خولې بد بوی له منځه وړلو لپاره د ورځې دوه ځلي باید غاښونه برس شي تر څو خوله کې پاتې غذايي مواد، باکتریا او له منځه تللي حجرې ووینځل شي؛ خو په یاد ولرئ د خولې بد بوي د غاښونو خرابوالي له امله هم پیښیږي چې باید ډاکټر ته مراجعه وشي.

دلته هغه کورنۍ لارې چارې درښیو چې د خولې بد بوی له منځه وړلو کې به مو مرسته وکړي:

۱- چای وڅښئ: څیړنو ثابته کړې چې په شنه او تور چای کې د پولیفینول په نامه مواد موجود دي چې په خوله کې بد بوی زیاتوونکي باکتریا زیاتیدو مخه نیسي. پولیفینول په خوله کې د موجود باکتریا د هایدروجن سلفاید تولیدولو مخه نیسي.

۲- خوله زینک لرونکی مایع په وسیله مینځل: زینک په خوله کې د سلفر مرکباتو مخه نیولو سره د خولې بد بوی له منځه وړي.

your ads

۳- د خولې بوی ښه کولو لپاره ځینې بوټې استعمال کړئ: ځینې بوټې لکه نعنا، ګشنیز او ترخون د خولې بد بوی له منځه وړلو سربیره د خولې بوی ښه کوي. د خولې بوی ښه کولو لپاره یاد شوي بوټې باید یوې دقیقې لپاره وژول شي.

۴- خوله خپل ترکیب کې الکول لرونکې مایعاتو په وسیله مه وینځئ ځکه چې د الکول هر ډول د خولې بد بوی لامل ګرځي.

۵- ډیر مایعات وڅښئ: د اوبه او نورو مایعاتو زیات استعمال به مو خوله تازه او مرطوبه وساتي. د چینايي درملنو په اساس د خولې بد بوی د خیټې زیاتې تودوخې له امله هم کیدی شي چې دغه تودوخه د اوبو، مایعاتو او ځینو سبزیجاتو په مرسته له منځه تلی شي.

۶- له ‌ذهني فشاره ځان وژغورئ: په ډیرو خلکو کې د خولې بد بوی ذهني فشار له امله رامنځ ته کیږي. ذهني فشار به خوله کې د سلفر مرکبات تولیدولو سبب ګرځي چې له امله يې د خولې ښه بوی له منځه ځي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب