اقتصاد

ښه تولید د لوړې ګټې عامل کیږي

ښه تولید د لوړې ګټې عامل کیږي Good products generate high profit

پېژندنه:

په تیرو لسو کلنو کی په افغانستان کی ډیر تغیرات راغلی دی. مګر په خواشینی سره به ووایم چی کله دافغانستان اوسط عمر چی دا مهال د ۴۵ او ۴۷ کلنو تر منځ ښودل کیږی، عامل یی ناوړه خواړه، نامساعد چاپیریال او کم سپورت کول دی. خواړه هغه څه دی چی پرته د هغه څخه ژوند ستونزمن او یا ناشونی دی. موږ هر یو د طبیعی قوانینو سره سم د خپلو بیولوژیکی اړتیاوو چی د هنری ماسلو د هرم په اوله او مهمه برخه کی قرار لری ، فزیولوژیکی اړتیاوی دی چی په هغه کی خواړه شامل دی. دخلکو د ډیر تحرک ، لوړو عایداتو او غوښتونو بدلون مارکیت او تولیدی منابعو لکه کروندو هم خپل د تولید میتود کی نوښت راوستلی دی. خلک د یو مستهلک په توګه غواړی چی ډیر داسی محصولات په مصرف ورسوی چی ښه کیفیت ولری، لوړ قیمت ولری ، د صحی اړخه مصؤن وی او په ډیرو حالاتو کی د یو برڼد یاخاص کیفی نښی درلودونکی وی. د بیلګی په توګه په فرانسه کی چی د کابو د ۳۰۰ څخه ډیر د پنیر انواع لری چی پدی کی یو څو په خاصو ځایونو کی تولیدیږی چی خاص میتود لری او بل څوک دا محصول په عین نوم سره نشی تولیدلوی. او د هغه لپاره یی خاص تولیدی ، او کیفی قوانین د دولت لخوا چمتو شوی دی. کله چی د کیفیت څخه یادونه کوو نو په هغه تغذیوی ارزښت، فزیکی بڼه ، چاپیریالی کیفیت ، صحی کیفیت ، اجتماعی کیفیت ، کیمیاوی کیفیت او بیولوژیکی کیفیت باید په پام کی ونیول شی. نن ورځ په پرمخ تللی هیوادونو کی اکثرا خلک ډیر کوښښ کوی چی داسی محصول څخه استفاده وکړی چی کومه ناروغی منځ ته رانه وړی، اطفال یا نور اقلیت ګروپونه د هغه په تولید کی په ناوړه ډول شامل نه وی ، دهغه تولید په چاپیریال ناوړه اغیزه ونلری، په فزیکی ډول د توجه د جذب قوه ولری، په کیمیاوی او بیولوژیکی ډول سره د هغه کیمیاوی او بیولوژیکی ناوړه موادو لرونکی نه وی چی په نړیوالو معیارونو ، قوانینو او لارښود کتابونو لکه کودیکس کی ممنوع کڼل شوی وی .

په امریکا کی نن ورځ بزګر ته په مستقیم ډول سره په هر یو ډالر کی ۱۵،۸ سنټونه او پاتی ۸۲،۲ برخی یی په مارکیت‌ کی د ارزښت په زنځیز باندی علاوه کیږی. په افغانستان کی هم دی ورته کار صورت نیسی. د بیلګی په توګه زموږ پیاز چی په تیرو ورځو کی د کرهنی د وزارت لخوا یو ډیر لوړ مقدار وښودل شو، تولیدیږی. ددی له امله چی موږ خپله زیر بنایی بنسټونه لکه یخی خونی نلرو نو زموږ محصول پاکستان ته انتقالیږی. او په هغه وخت کی چی محصول نور په مارکیت کی موجود نه وی نو بیا بیرته مارکیت ته معرفی کیږی، کله چی دا محصول علاوه شی قیمت یی ۵ څله د اصلی قیمت څخه لوړ وی. عوامل یی څه دی؟ په مجموعی ډول سره ویلی شو چی پیاز چی یو کرهنیز محصول دی د ارزښت په زنځیر باندی ډیره پانګه اچونه کیږی. د افغانستان څخه پاکستان ته او د هغه څای بیرته انتقال ، چی د ځای ارزښت ورکوی. په یو خاص فصل کی بیرته د محصول وړاندی کول مارکیت ته د چی وخت ارزښت ورکوی. که چیری په بستو کی ساتل شوی نو د هغه قیمت هم ورباندی علاوه کیږی ، چی په ټولیز ډول سره د محصول قمیت لوړوی او تجار باید د هغه په خرځلاو کی ګټه هم وکړی. که چیری موږ داخلی زیربناووی ولرو نو ددی کار په کولو ځنځیر لنډیږی ،‌ د محصول چاپیریالی کیفیت حفظ کیږی. معنی داچی ورسته ددی د محصول د انتقال له امله کم چاپیرایلی ناوړه کازونه لکه کاربن دای اکساید تولیدیږی. اوس موږ څه کولی شو چی قیمت په مجموعی ډول سره ټیټ وساتو او فایده یی ډیره افغانی وی؟ ددی د پوښتی د ځواب لپاره زه ۴ وړاندیزونه لرم چی بزګر، دولت ، د بزګرانو ټولنی او د کرهنی د متخصصینو ټولنی به پکښی د یو مسؤل کس په ډول سره یادوم ، او په لاندی ډول یی د نتیجی تر عنوان لاندی ترځیړنی لاندی نیسم.

نتیجه

څنګه موږ ښه تولید لاس ته راوړلی شو؟ د افغانستان د فعلی سیاسی، اقتصادی او ټولنیزی ودی ته په پام کی، افغان بزګران اوس مهال څلور لاری استعمالولی شی.

لمړی خپله بزګران د یو با ثباته تولیدی لاری څخه استفاده وکړی. ددی معنی داده چی په خپله کرونده کی لږ کیمیاوی سری استعمال کړی. د کیمیاوی سرو په ځای د خپلی مزرعی د اضافی وښو او هرزه بوټی څخه کمپوسټ (Lawn compost ) جوړ کړی. دا نوع سری نسبت مصنوعی سرو ته د اوږد مهال لپاره دوام مومی، آسانه دی او کوم مصرف پری نه راځی. علاوه ددی ډول سری څخه بزګران کولی شی چی د چینجیو څخه په استفادی سره د چنجیو سره ( warm compost ) جوړ کړی. معمولا په یو لوی پلاستیکی ستل کی د خپل کور د آشپزخانی کثافات ټول کړی او هغه ته سره چنجی چی معمولا په مرطوبه ځایونو کی ډیر پیدا کیږی، ورسره یوځای کړی. دا چینجی په کم وخت کی دا کثافات په یوه مفیده سره باندی اړوی ، چی بد بوی نلری او په کافی اندازه قابل د استعمال غذایی مواد د نبات لپاره تهیه کولی شی. یو بل ډول سره چی نن ورځ په نړۍ کی ډیره مشهوره ده چی ورته backyard compost وایی. دا ډول سره معمولا د باغچی د اصلاح، د کور په داخل کی د چمنو د قطع کولو څخه وروسته ټول اضافی توکی باید په یو ځای کی سره غونډ شی او د یو پلاستیک لاندی وساتل شی او یا هم یو ځای ورته په څمکه کی ژور شی او په هغه کی د یوی اونۍ لپاره وساتل شی او په هرو ۳ ورخو کی یوځل باید واړول شی تر ځو نباتی حجری او سلولوز په منطم او مساوی ډول سره تجزیه شی. او ورسته د یو تور رنګ د اخستلو څخه سره یا ښوره په کرونده کی د استعمال لپاره برابره ده. د ښوری او سری د استعمال پرته د دوه ځلی کیندنی یا double digging میتود هم ډیر مفید تمامیدلی شی. پدی میتود کی لمړی باید څمکه ۳۰ سانتی په اندازه سره چی اصلی او کرهنیزه خاوره یا topsoil باید وکیندل شی چی ددی ۳۰ سانتی خاوری څخه باید نیمایی د کمپوسټ جوړولو لپاره جدا شی او بیا د ۳۰ سانتی په اندازی سره وکیندل شی چی په مجموعی ډول سره ۶۰ سانتی خاوره باید کیندل شوی وی. دا کار په خاوره کی د هوا جریان آسانه کوی، د هغه تکسچر بهتره کوی او ضمنا خاوره د مهمو عناضرو په جذب او ساتنه کی ښه کیږی او د اوبو د زهکښۍ سیستم یی بهبود پیدا کوی. په مزرعه کی باید په لږ اندازه او که چیری ممکن وی هیځ آفت کش او حشره کش څخه استفاده ونشی. د هغه په ځای د تلفیقی تنظیم د آفاتو یعنی د کمی کیمیاوی، ښه کرهنیزی چاری، په خطونو د نباتاتو کرل ، د تنوع زیاتول، د ښکاری حشراتو لپاره د مناسبو نباتاتو زیاتول او داسی نور، باید استفاده وشی. بله د اهمیت وړ خبره د حیواناتو حقوق په پام کی نیول دی. تر نهایی حده باید کوشش وشی چی د حیواناتو حقوق محفوظ وساتل شی او د څمکی د یویی او آماده کولو په وخت کی ډیر دروند کار ورباندی ونشی. دا ټول هغه فکتورنه دی چی د دوی په مرعات کولو سره یو داسی تولید لاس ته راځی چی په هغه په کمه اندازه کیمیاوی مواد موجود وی. محصول په طبیعی ډول سره تولید شوی وی او د حیواناتو حقوق پکښی مرعات شوی وی.

دوهمه لار تر څو یو ښه محصول تولید شی ، د دولت مداخله د مزرعو او بزګرانو په ثبت او تربیه کی دی. دولت د ډیرو پرمختګونو سره سره د بزرګرانو په روزنه او هغوی ته د نوی تکنالوژۍ او معاصرو آیدیا ګانو په انتقال کی پاتی راغلی دی. دولت په خاصه توګه د کرهنی وزارت د روغتیا ،‌ اقتصاد او تجارت وزارتونو په هماآهنګی او همغږی سره باید د خوړو د کیفیت او محفوظیت قانون نوی جوړ کړی او زر ترزره باید پارلمان ته د تائید لپاره ولیګل شی. دا قانون باید د خامو موادو په تولید باندی چی په هغه کی ټول حیوانی محصولات او ټول نباتی محصولات د مزرعی په سطح باندی تر بحث لاندی ونیول شی. په عمومی ډول سره د میوو ، سبو او حیوانی محصولاتو د تولید ښه عملیات باید په قانون کی ځای په ځای شی. دا عملیات به د تخم د انتخاب، ډځمکی انتخاب، د اوبو انتخاب، د حیواناتو سره چلند، د کیمیاوی سرو محدودیتونه، د آفت کشونو او نباتی دوا ګانو محدودیتونه ، د حاصل ټولول، د یخو خونو ایجاد او ورسته د رفع د حاصل څخه فعالیتونه پکښی په دقیق او قابل اندازه او واقعی ډول سره ذکر شی. ورسته باید د کمپنیو، د قصابیو ، ذخیره ځایونو او انتقالی خدماتو لپاره په یو فصل کی د خوړو د محفوظیت چی د هسپ د میتود HACCP ورپکښی کارول کیږی، په مشرح ډول سره ولیکی. کله چی قانون تکمیل شو نو بیا باید دولت یو ضرب العجل د ټول بزګرانو لپاره کیږدی چی هغوی باید تربیه کړی. ضمنا دا قانون باید د افغانستان د پوهنتونونو د ګرهنی په پوهنځیو کی باید تدریس شی. نو پدی ډول سره به په راتلونکی ماهر کسان موجود وی چی هغوی نور بزګران تربیه کړی او یا هم خپل کار شروع کړی. علاوه ددی د دولت مسؤلیت دادی چی بزګر د مارکیت سره وصل کړی. ښه نمونه یی البته په فرانسه کی لوی د میوو مارکیتونه لکه کغفوغ، اوشان او لیدل دی.که چیری مزرعه یو تصدیق ولری او تولیدی کار یی قانونی بڼه ولری نو کولی شی چی د هغوی سره په مستقیم ډول سره قراردادونه وکړی او خپل تولید په خاصه توګه یو خاص محصول د هغوی لپاره تولید کړی.

دریمه لار د ښه تولید لپاره د بزګرانو د ټولنو د تشکیل څخه عبارت ده. دا ټولنی هغه وخت صورت نیولی شی چی کله قانون موجود وی نو د هغه په بنسټ د هری تولیدی برخی بزګری په خپله اړونده ټولنه کی ګډون کولی شی. د بیلګی په توګه د شیدو تولیدوونکی بزګران یوه ټولنه جوړوی. دا ټولنه کولی شی، چی د ځان لپاره مشاور ونیسی، مسلکی کسان د ځان لپاره استخدام کړی او کولای چی خپل محصولات په ګروپی ډول سره مارکیت ته وړاندی کړی. پدی ډول ټولنو کی به عضویت لپاره خاص پروسیجرونه وجود لری او کوم حق العضویت چی ورکول کیږی د هغه په مقابل کی به نوی مزرعی تصدیق کولای شی او کولای به شی چی په خپل اړوند تولیدی برخه کی د دولت سره اوږه په اوږه نور بزرګران تربیه کړی. علاوه ددی چی د کروند ګرانو ټولنی تشکیل شی موږ کولی شو چی د کروندی د مارکیت ورخی یا Farm market day ، او یا د بزګرانو هټۍ یا Farmer shops نوښت وکړو. البته دا دوه ورستنی لاری په ځینی هیوادونو کی لکه انګلستان او فرانسه کی عملی شوی دی. چی بزګرانو د بیلګی په توګه په فرانسه کی خپل محصولات په تاقو ورځو باندی مارکیت ته راوړی او هغه په مناسب قیمت په مستقیم ډول سره په نهای مستهلک باندی پلوری.

څلورمه لار د کرهنی د متخصصو کسانو د اتحادیی تشکیل دی. دا اداره کولای شی چی وروسته د دولت د ثبت او رسمی جواز څخه بزګران تربیه کړی او ضمننا مزرعی تصدیق کړی. چی د دولت سره یوه همغږی او د بزګرانو لپاره به یوه آسانتیا وی.

زما په آند د اروپا د خوړو د مارکیټونو څخه په تجربه دا ویلی شم، که چیری افغان کروندو لپاره د کیفیت اومحفوظیت قانون چمتو شی او هغه عملی شی. نو پدی صورت به افغان بزګران د ښه او لوړ عاید درلودونکی وی. او په بهر کی به د هغوی لپاره خارجی مارکیتونه ښه راغلاست ووای. څکه چی نن ورځ ډیر خلک د عضوی محصولاتو Organic products غوښتونکی وی. او ددی لپاره چی موږ وکولی شو خپل محصول د عضوی او مصؤن محصول په توګه بازار ته وړاندی کړو نو د هغه لپاره موږ ډیر ابتدایی سند او ځینی کاری معلوماتو ته اړتیا لرو، چی که چیری دولت وغواړی ډیر زر به عملی شی .

که چیری مزرعی ثبت شی، د بزګرانو د تربیی سند ورکړل شی او ښه کرهنیز عملیات عملی شی نو دا کار حتما د افغانستان په بهرنیو صادراتو په خاص ډول سره میوی او سبو به ډیره کچه صادر شی. نو ددی له امله به بزګران د لوړ عاید ځیښتن شی او په عمومی ډول به د دولت په ملی داخلی عاید یا GDP کی په زیاتوالای راشی.

پایله

په مجموعی ډول سره ویلی شو چی محصول ته هغه وخت ښه محصول ویلی شو چی د یو ثبوت په لرلو سره د یوی پاکی او مصؤنی منبع څخه هغه تولید شی. چی دا کار یوازی د دولت په مداخلی ، د بزګر په تربی او د متخصصو کسانو ته کار تخصصی کول او مسؤلیت انتقالولو په صورت کی ، ممکن دی. د ګټی د ډیرولو په موخه دولت باید په زیربنایی کارونه لکه د یخو خونو جوړول، د ترانسپورت لپاره د سړکونو جوړول او بزګرانو وصلول د مارکیت سره صورت نیولی شی. دولت باید د هر څه د مخه د خوړو د کیفیت قانون تعدیل کړی او تولید باید د قانون سره سم صورت ونیسی تر څو افغان بزګران وکولی شی چی خپل محصول په مناسب قیمت سره په بهرنیو مارکیتونو کی په پلور ورسوی.

لیکنه : سید محمد نعیم خالد

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: