ګرځندوی د نړیوال اقتصاد د یوې څانګې په توګه

ګرځندوی د نړیوال اقتصاد د یوې څانګې په توګه

د موټرو جوړونې او د تېلو صنعت وروسته نړیوال ټوریزم په نړۍ کې یو د درې سترو صنایعو څخه بلل کیږي . نن ورځ د ګرځندوی صنعت ، د نړۍ د اقتصاد د خدماتو دبرخې یو له ډیرو ډینامیک (متحرک ) پراخیدونکو څانګو څخه دی . د نړیوالې احصائې له مخې ، د مسلکي فعالیتونو پرته ،بل هرڅوک که د هرې موخې لپاره د بل هیواد څخه لیدنه کوي ، سیالانی ګڼل کیږي او دې هیواد ته به پېسې ورکوي .

بهرنۍ ګرځندوی د ډیرو ملکونو د ملي اقتصاد د پراختیا لپاره غوره فکتور او د صادراتي عوایدو یوه مهمه سرچینه ده . د مثال په توګه د بهاماس د جزیرو ۵۰ په سلو کې کورني ناخالص تولیدات د بهرني ټوریزم څخه منځ ته راځي او د بهامان نیمائي کاري ځواک استخداموي . په ۲۰۱۶ ز کال کې د۳ ملیونو څخه زیاتو سیلانیانو بهاماس ته سفر کړی، چې ډیری یې د متحده ایالاتو او کاناډا څخه دي . هسپانیا د ګرځندوی سکټور له لارې نژدې ۱۹ ملیارد ډالر عواید ( دکورني ناخالص تولیداتو ۵ سلنه ) تر لاسه کوي ، همدار رنګه د ترکې د صادراتو د ارزښت ۲۰ سلنه برخه جوړوی .

لکه څنګه چې نړیوالې تجربې ښیي، د هیواد د اقتصاد پرمختګ لپاره ګرځندوی لوړ ارزښت لري ، ځکه چې :
۱. ګرځندوی د بهرنیو پیرودونکو د لګښت د اغیزمنې تقاضا په نتیجه کې د توکو او خدماتو د تولید پراخوالي ته شرایط رامنځته کوي؛
۲. ګرځندوی په غیر تولیدي ډګر کې د نورو دندو په رامنځته کولو کې مرسته کوي؛
۳. ګرځندوی د کاري فعالیت، د معلوماتو تبادلې اودعلمي پوهې د ودې سره مرسته کوي .

نړیوال ګرځندوی په درې ډوله دی:

۱. تفریحي؛
۲. علمي ؛
۳. سوداګریز (کاري ) .

تفریحی بڼه ـــ سیاحت، کوم چې د کلمې په پراخه احساس د تفریح سره تړلی دی . پدې کې کېدای شي د درملنې په موخه سفر ، ورزښت کول ، د سپورت سیالیو څخه لیدنه او د خپلو ملګرو او خپلوانو سره لیدنې شاملې دي .
علمي سیاحت ـــ په علمي سمپوزیمونو، کانګریسونو، کنفرانسونو کې برخه اخیستل دي .
کاري ټوریزم ـــ د سوداګرو او شرکتونو سره لیدنه کتنه ،د پیژندګلوۍ په موخه د نړیوال نندارتونونو څخه لیدنه اوهمدارنګه د قرارداد د پای ته د رسیدو امکان .

د ګرځندوی صنعت د لوړې کچې د پانګې له مخې سره توپیر لري . په لویو سیلاني مرکزونو کې د لګښت په جوړښت کې ۵۰ــ۶۰ سلنې پورې لګښت په استوګنې او خوړو راځي ، که څه هم د ګرځندوی په صنعت کې پانګه اچونه دزیاتو ژمنو په جمله کې شمېرل کیږي ، مګر د پانګې د لوړې کچې او د کار د شدت له امله ، او همدارنګه دسکټور موسمي حالت په مناسب ډول د سیاحت ډګر ته اشاره کوي . په پرمختللي هیوادونو کې د سړکونو شبکې جوړولو، د تفریحی سیمو تجهیزولو ، د نندارتونونو مرکزونو اود داسې نورولپاره د لګښتونو یوه برخه عمومآ د دولت لخوا تمویل کیږي ، او خصوصي پانګه وال د ګرځندویي خدمتونو د شرکتونو جوړول او کارول تآمینوي . د بازار موندنې نوې بڼه ، چې د ګرځندوی د بیزنیس د سازمانونو او داړوندو اقتصادي موسساتو سره تړاو لري نوره هم پراخیږي . د هوټلو او رستورانتونو اتحادیې، سوداګریز کورونه ، عمومي پلورنځي، خپرونکي او نور شرکتونه ،چې لا دمخه یې شهرت ترلاسه کړی،خپل مشتریان لري او د پلور معتبره شبکه ده . د ژباړې پای .

یادښت : دیوې داسې ورځې په هیله ، چې په هېواد کې دایمي سوله ټینګه ، کورني اوبهرنيو سیلانیانو ته د معیاري سرکونو او هوټلونو په جوړولو سره لازم شرایط برابر او له همدې سکتور څخه د تر لاسه کیدونکو عوایدو څخه د هېواد د ښېرازۍ لپاره ګټه پورته شي . په درنښت .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب