د افغانستان رسمي پولي واحد څه شی دی؟ او د پیسو رول

د افغانستان بانک د قانون ۳۳مه ماده وایی: د افغانستان رایجی پیسې او پولي واحد افغانۍ دي.

ملي بیرغ، ملی سرود، ملی پولی واحد(افغانۍ)، ملی سرحدات، ملی پوځ ټول زموږ واحد اومشترک ارزښتونه دي . دهغو ساتنه او پالنه او د قانون له حکم سره سم هغو ته درناوی؛ د هر افغان ملی وجیبه ده. افغانۍ زموږ پولی واحد او زموږ د ملی هویت نښه ده. ټول ملی ارزښتونه د یوملت دتشخص او پیژندنی معیارونه دی.

له بده مرغه په دې وروستیو ۲۷ کلونو کې؛ د یو شمیر نورو افتراقي، ناولیو او غیر ملی ښکارندو ترڅنګ؛ یو ناولی او بد واقعیت په یو شمیر ولایتونو کې د بهرنیو پیسو(خصوصاً پاکستانی کلدارو او ایرانی تومنو) چلند دی. له اقتصادی پلوه د دغو ناقانونه پیسو چلند زموږ پر اقتصاد ډیر بد تاثیر کوي. په یو هیواد یا د یوه هیواد مالی بازارونو کې د بیلابیلو پولی واحدونو تبادله کومه غیر قانونی یا ناسالمه پدیده نده، ځکه هر هیواد د خپلو ملی پیسو ترځنګ سعر هم پیژني، لکه دافغانستان صرافیو او بانکونو کی دالر، ایرو، پاکستانی کلدارې، هندی کلدارې، ایرانی تومن او نوراسعار. مهمه دا ده چې په داخلي راکړه-ورکړه او نورو معاملاتو او ملی محاسباتو کې باید بهرنۍ پیسې دوران کې نه وي، بلکې په داخلي ټولو راکړو- ورکړو کې باید ملی پولی واحد یعنی افغانۍ په چلند کې وي. طبیعی خبره ده هغه سوداګر، له بهر څخه راغلی خارجیان یا نور چې بهرنۍ پیسې (خارجی پولی واحد) یا اسعار لری، باید هغه په افغانیو تبدیل او دلته خپلې ملی پیسې وچلوي او معاملات ورباندې ترسره کړي. په اقتصاد او اقتصادی معاملو کی هغه پيسې چې جعلي او نا مشروع او دقانون برخلاف په چلند کی وي، او په کورنیو راکړو-ورکړو(خرید اوفروش) کې دبهرنیو پیسو څخه استفادې او دغه ډول پیسو ته؛ چې قانون يې اجازه نه ورکوي( unsound money) بې اعتباره یا غیر قانونی پيسې ویل کیږي. دغه ډول پیسوته د دولت د بانک له اجازې پرته دچلند اجازه نشته ؛ په داسې حال کې چې موږ خپل ملی ډیر بااعتبار او ثابت پولی واحد ولرو، او دخپل ارزش له پلوه دګاونډیو د پیسو په پرتله پیاوړی او لوړهم وي، خو سره له هغه هم دنورو هیوادو پیسې استعمالوو، دا لوی عیب دی. د هر هیواد ملی پیسې (ملی پولي واحد currency ) د دغه هیواد په ملی اقتصاد کې ځانګړې دندې لري؛ لکه:
Measure of value دارزښت دساتلو وسيله
په دې برخه کې پيسې د توکو او خدماتو بيې ټاکي، يعنې د ټاکلي مقدار پیسوپه وسيله ټاکلى مقدار جنس يا خدمت يوه ټاکلى وخت کې پيرودل او پلورل کېږي، که په بازار کې دوه یا درې ډوله بیلابیلې پیسې په دوران کې وي، هیڅ امکان نه لري، اصلی (قانونی) پیسې دارزښت ټاکونکی او ساتونکی شي.

ـ د تبادلي وسیله (medium of exchange) 
دیو هیواد اوسیدونکی یواځې دخپلو ملی پیسو په واسطه چې ډیر ښه ورسره عادت دي، تبادله کوي، د نورو پیسو مداخله، دتبادلې معامله کړکیچنه کوي او (دبازار داشفتګی) یو لامل ګرځي.

ـ د ذخیری وسیله (store of value )
ملي پیسې د سپما او زیرمې په توګه داقتصادی ثبات، پیاوړتیا، د پانګونو د پیاوړتیا لامل ګرځي، دملی کرنسۍ ترڅنګ د بیلابیلو پیسو شتون په ذخایرو او سپما منفی اغیزه کوي.

ـ د تاديي وسیله (means of payment)
د ملی پولو دننه د یوه اقتصاد په حدودو کې په څلورو واړو اقتصادی انفسونو کې تبادله باید په ملی پیسو وي،پرته له هغه توازن او اعتماد له لاسه وځي.

غوره به وی چې د پیسو رول یوڅه نور هم واضح شي:
الف )د تبادلي رول:
• د توکو په تبادله کې اسانتیا راولي،
• معاملاتي مصارف کموي،
• د کار ویش او تخصص را منځته کوي،
• مولدیت زیاتوي،
• د خلکو د اړتیاوو د نه مطابقت ستونزه حلوي،
• سوداګرۍ ته پراختیا ورکوي.

ب) د ارزښت د اندازه کولو رول :
• د ذخیري په توګه رول لوبولو سره، د ملی پیسو په مرسته د عوایدو او دارايي (wealth) د خرید توان چې راتلونکې ته یی انتقال اړین وي؛ ساتل کیږی.
د ذخیري لپاره د شتمنیو ځیني ډولونه د پیسو په پرتله ګټور تمامیږي ، خو له دې امله چې پیسی د نقد یت (liquidity ) قابلیت لري، نو خلک د معاملاتو په خاطر د نقدو ساتلو ته اولیت ورکوي.
• پیسې د مختلفو نورو تادیاتو د وسیلي رول لوبوي؛ لکه: مالیات ،د پورادا کول ،عواید ، مزد ،معاش او داسي نور.
• څرنګه چې دتوکو او خدماتو د دتر لاسه کولو او تادیاتو وخت توپیر لري، نو غوره ده چې اوسنی مبلغ معلوم او راتلونکي کې ادا شي. لکه په مزد موافقه کول. دغه شرط په ملی پیسو ډییره ښه پوره کیږی، نه په نورو پیسو.
• پیسي نه یواځي راتلونکي کې د مکلفیتونو د ادا کولو لپاره د تادیې د وسیلي رول لوبوي، بلکې مخکې پرداختونه (advance payment) پلورونکو ته له هغوۍ څخه د توکو تر لاسه کولو څخه مخکې انتقالیږي، چې دا هم د طرفینو ترمنځ په ملی پیسو ډیر ښه ادا او تصفیه کیدای شي. له پیسو څخه د ټولو پورتنیو دندو توقع هغه مهال کیږی چې په یوه هیواد کې د مربوطه هیواد ملی کرنسی چلند ولری.
د بهرنیو اسعارو د چلند ستونزی او ناوړه نتایج:
• د قانون تر پښو لاندی کیدل؛
• د بدو پیسو رامنځته کیدل؛
• بهرنیوپیسو پورې د ملی پیسو تړل کیدل؛
• د یوه فریبنده یا غولوونکی شغل جوړیدل؛
• له چلند(دوران) څخه د ملی پیسو د یوې برخې ایستل؛ حال داچې دپیسو دوران کې موجودیت دهغو د ژوند او له دوران څخه وتل یې د مړینې معنا لرلای شي،
• دملی روحیی ځپل کیدل؛
• د پیسو د خرید په قدرت منفی اغیز؛
• په اقتصادی معاملاتو کې د پیسو د حجم د دوران کمښت؛
• د وخت ضایعات (تبادله، محاسبه، انتظارات…)
• د ملی حاکمیت سره اقتصادی جګړه؛
• د بانکونو د پالیسی له منځه وړل؛
• د غیررسمی اقتصاد ( Informal Economic) رامنځته کول.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب