ژورناليزم د اسلام له نظره؟

د یوه جامع ،بشپړ او افاقي دین په حیث اسلام، د صحافت او ژورناليزم غوندې ټولو هغو فنونو او علوموته
د لوړ منزلت او ارزښت په سترګه ګوري، چې له برکته یې انساني ټولنه پرمختګ کوي او د نویو اختراعاتو او ابتکاراتو لامل ګرځي ،د اسلام مبارک دین چې څنګه له روحانیت ،تعبدي اموراتو او د ټولنې، بلکې د انساني جامعي له همګي اصلاح سره سروکار لري، همداسې له سیاست ،ادب ،معاشرې او ټولو هغو معنوي علومو او فنونو ته د رشد او پراختیا هڅونه کوي چې پایله کې یې ټولنه د هوسایي او سوکالۍ خواته درومي او د تمدن پرمختګ لاره طی کوي .
ژورناليزم چې تردې دمه د ادب پوهانو په آند د ادب یو ژانر یا صنف بلل کیده، او او س یې یو بیل هنر یا فن بولي ،فنپاري یې په خبریالۍ ،تبصره لیکنه ،مرکې او په ټولیز ډول دتازه پیښو او ټولنیزو تراژیديو یا کمیدي ډولو صحنو قلمدادولو او راټولو پرمحور څرخي ،او د صحافت مزایاوې د خبر،فیچراوکالم لیکنې منځپانګواوټولې شوي خبري معلوماتي پانګې سره نیغ په نیغه اړیکه نیسي ،د اسلام مبارک دین ته همداسې صحافتي مزایاوې او رښتیوني ژورنالستیک آرونه ارزښت لري او دهنري تمرکز لپاره یې خورا قیمتي بولي .
لکه چې د یوه کره خبرخورا مهمه ځانګړنه دا وي، چې پرحقایقو ولاړ او د پیښې عیني انځورګري وکړي ،د اسلام مبارک دین هم د خبر د صداقت او رښتیاوالې په نورمونو باندې ډیر ترکیز کوي ، د هغو ځانګړتياوو نه چې خبريال بايد ورته د کار په بهير کې پاملرنه وکړي، رښتياني ويل دي
خبر نګار ،خبری.jpgی
خبريال بايد پېښه په هماغه ډول چې پېښه شوې وي خپره کړي، نه هغه ډول چې دده زړه يې غواړي،سره له دې چې ډيرى رسنيو ,په ځانګړې توګه لويديزو هغو رسنيو د بې پريوالي له ټکي په مسلکي ډول ناوړه ګټه پورته کړې
د خبر د ترلاسه کولو او خپرولو پرمهال بايد د سياسي،شخصي او ټولنيزو ګټو او دغه راز د کينې،مينې او احساساتو له کارولو ډډه وشي،نا پلوۍ ته نه ځيرنه ددې لامل کيږي ،چې اوريدونکې او ليدونکې خپل باور پر پام وړ رسنۍ له لاسه ورکړي او په دې توګه رسنۍ له ماتې سره مخ شي،کلاسیکو دوروکې چې (اخبار)دابلاغي وسایلو خورا مهم مرکز و،او خلکوبه لا هاغه مهال چې نور بریښنایي او طباعتي ماشینونه منځ ته نه وو راغلي، په خپله رائجه بڼه له اخباره استفاده کوله او دوخت پاچایانو به دولسونو د خبرولو لپاره ورته مختلفې وسیلې په کارولې ،مشهور ژورنالیست (سید عبدالسلام زیني )پخپل یوه کتاب (اسلام او ژورناليزم) کې لیکي چې:
اخبار د خبر جمع ده ،او دا نوم د هغو خبرنامو لپاره غوره شوي و،چې د اسلام نه مخکې به د ایران پاچایانو د هیواد هرې برخې ته د خبرونو د رسولو په خاطر ترتیبول ،چې ددې مقصد د ترسره کولو لپاره به یې ټاکلو خبریالانو ته اخبار لیکونکي ویل
نوموړی ژورنالیست لیکي :
چې د اضرورت د حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم او راوروسته د خلفای راشدینو رضی الله عنهم په دوران کې هم محسوس شو،پیغمبرصلی الله علیه وسلم او صحابه وو رض ،به خپل ځانونه له حالاتو نه خبر ساتل،تردې چې دویم خلیفه حضرت عمررضی الله عنه به د شپې تیاره مهال پلی د مدیني په کوڅو کې ګرځیده او خپل ځان به یې د مسلمانانو له حالاتو څخه خبراوه ، دې وضاحت کې (حضرت مفتي محمد شفیع رحه الله)په (اداب الاخبار)یوه مضمون کې لیکي چې :
پیغمبرصلی الله علیه وسلم او صحابه وو رضی الله عنهم به ځکه ځان دمسلمانانوله حالاتو نه خبراوه، چې ترخبریدو وروسته د مظلوم مرستې ته ځان ورسوي ،د ناروغ پوښتنه وکړي ،کمزوریو ته لاس ورکړي او محتاجو خلکو سره د مادي او روحاني مرستې په خاطر خپلې ذرایع په کار واچوي ،او که چاسره یې د مادي مرستې وس نه درلود ،نو اقلا د دعا ء په کولو سره ځان ورسره په غم کې شریک کړي .
کله چې په تیره پیړۍ کې ماشینونه جوړ شول ،کمپیوټر، انټرنیټ ،فکس، ټوټیټر او فیسوک بریښنایي وسایلو غوندې چاپي مطبوعات هم معیاري او  دټایپینګ ماشین پرځای د عصریت له خوږو برخمند شول، نو اوس چې په ذرایعو کې انقلاب راغلی، نو صحافتي کوایفو کې هم ستر بدلون تر سترګو شو،خو ددې پرځای چې بدلون داسې شکل خپل کړي ،چې اسلامي اصطلاحات او اصول نورهم پیاوړې کړي ، خبره سرچپه شوه ،د صحافت فن د لویدیځ تر سیورې راغی او آن د صحافت او صحافي عربي کلمات هم په انګلیسي (ژورناليزم او ژورنالیسټ )باندې واوختل ،د صحافت اسلامي روح د لویدیځوالو سیکولریستانود پرله پسي فریبونو له امله په خپل حال پاتې نشو،نن خبریالي د مستکبرو هیوادونو د ګټو او شومو اهدافو قرباني ده، خبریال دبي خرته پیسو په پیرلو سره د هغوئ لپاره درواغجنه خبریالي کوي او د واقعیتونو خلاف صحنه په مزخرف شکل عکاسي کوي ،ترڅو د کومې استخباراتي ادارې څخه پریمانه ډالر ترلاسه کړي او د صحافت خپلواک ضمیر په پڅه چاړه ذبح کړي !
که څه هم داډول ژورنالیستیک انحرافات د صحافت له اصولو سره اړخ نه لګوي، بلکې دا دافرادو جرم وي ،خودمسلمانانو دنه پاملرنې اونه توجه لامل داشوی، چې لویځوال دفن لوری پرخپل طرف وڅرخوي او دخپلوګټولپاره یې استعمال کړي ،مونږچې دلته د اسلام مبارک دین کې د صحافت ارزونه کوو،موخه به مو یوازې اسلامي صحافت وي،اودغرب هغه به مومنظورنظر نه وي!
مفتي فضل هادی (سالک)
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب