موږ كوم اسلام غواړو؟ (قرضاوي)

هغه اسلام چې موږ ورته بلنه وركوو، د لمر غوندې روښانه او ښكاره دى، د قرآن او سنتو اسلام، هغه اسلام چې سرچينه او بنسټونه یې راڼه او روښانه دي.
په اسلامي شريعت كې قطعي او ظني مسايل شته، قطعي مسايل هغه دي چې د اسلام بنسټ جوړوي، د دې امت عبادت، عقيدې، اخلاقو، آدابو، او عملي ژوند ته د فكري ډګر او عملي كړنلارې عينيت وربښي، په ټوليزه توگه قطعي مسايل د اسلام ستنې او بنسټونه جوړوي، ظني مسايل هم بې هوده ندي پريښودل شوي، هغه هم د ځينو اصولو، قواعدو او ضوابطو په واسطه كنترول شوي او هغوی ته اصول او قواعد ټاكل شوي دي.
مسلمانانو داسې علم رامنځ ته كړ چې بشر په متمدنو ټولنو كې هم نه وو ليدلى، د دې علم دنده دا ده تر څو د هغو مسايلو دلايل كره كړي، چې صريح نص پكښې راغلی او يا ندى راغلى؛ چې دې علم ته د اصول فقه وايي.
په اسلام كې هيڅ حكم او امر پرته له ساتونكي او څارونكي پاته ندى؛ او هر حكم محكم، استوار او كره دى، ځکه نو هغه اسلام چې موږ ورته بلنه كوو روښانه نښې، ستنې، بنسټونه او موخې لري.

د صحابه وو اسلام غواړو

موږ همغه لومړني اسلام ته بلنه کوو چې د بدعتونو او نفساني غوښتنو له را دننه كيدو وړاندې پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه صحابه وو پرې عمل کړی وو. موږ له كمي او زياتي پرته پاك، سپيڅلي او سوتره اسلام ته بلنه كوو، هغه اسلام چې د دې امت تر ټولو غوره او په دين پوهو خلكو (صحابه كرامو او تابعينو) منلئ ؤ. هغه كسان چې د دې دين په روح اومقصد پوه وو، موږ هم د هغوی د پوهې او فهم په رڼا كې خپله لاره مومو. او دا هم وايو: د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم پرته د بل هرچا وينا منل كيدلای او رد كيدلای شي.

له تعصب او جمود نه لرې اسلام غواړو

موږ هغه اسلام ته بلنه كوو چې په هغه كې د زمانې د ستونځو د حل لپاره فكر، څيړنه او اجتهاد تجديد كيدای شي. تړلې فضاء، بندي فكر او مذهبي تعصب ته بلنه نه كوو، د ټولو فقهې مذاهبو څخه ګټه اخلو، خو دا په دې معنی نده چې موږ يواځې په همدې څلورو مذاهبوكې ايسار يو، بلكې ټولو مذاهبو، د صحابه ؤو، تابعينو او د سلګونو جيدو فقهاؤ ويناؤو ته ارزښت وركوو، هغوی موږ ته ډير ارزښتمن ميراث پريښی، موږ كولای شو د هغه څخه ګټه واخلو او خپله تنده پرې ماته كړو.

د هغو په رڼا كې د ژوند كولو او پرمختګ لاره ولټوو، اسلامي شريعت په څو تاريخي پيښو كې نه خلا صه كيږي، دې شريعت په لويو او متمدنو ملتونو حكومت كړی، د عربو له ټاپو وزمې را اوچت شو او په هغو هيوادونو ئې حكومت وكړ چې پيړۍ پیړۍ پرې ٌفارس او روم حكومت كړی ؤ، اسلام په ټولو تمدنونو فارس، روم، هند، چين او د مصر په فرعوني تمدن حكومت وكړ، د هر نوي تمدن سره په مخامخ كيدو به نه يوازې د ستونځو سره نه مخ كيده، بلكه د هرې پيښې او خبرې لپاره يې په خپل وخت كې خپله فيصله او خبره درلوده، د هرې ستونځې او خنډ لپاره يې د حل خپله لاره درلوده، د الله تعالی په فضل همغه شريعت او قانون تر نن پورې پاته دى. موږ اوس هم كولاى شو د اوسني عصر ټولې ستونځې د صحيح اسلامي اجتهاد په رڼا كې (چې د اصولو به پا بند وي او زموږ د سلفو د ميراث په واسطه به حق ته د رسيدو پلټنه كوي او ځان به د قرآن او صحيحو احاديثو پابند او ملزم ګڼي) حل او فصل كولای شو.

له كمي او زياتي پرته اسلام غواړو

هغه اسلام چې موږ ورته بلنه كوو هراړخيز، كامل، شامل او سپيڅلى دى، هيچ كموالی او زياتوالی نه لري، په نسبتونو كې يې هيڅ ډول اختلال او تخريب نشته، تجزيه منونكی نه دی، او د څلورو اصلولو لرونكئ دى:

لومړۍ اصل:

موږ وايو اسلام يو كامل دین دى، نو كوم شى چې كامل وي زياتوالئ نه مني.
له همغې لومړۍ زمانې چې الله تعالی فرمايلي (اليوم اكملت لكم دينكم واتممت عليكم نعمتي و رضيت لكم الاسلام دينا) مائده-۳ يعنې: نن مو ستاسو دين تاسو ته كامل كړ او خپل نعمت مو په تاسو تمام كړ او اسلام مو يو غوره دين په تاسو پيرزو كړ.
څوك حق نه لري د اسلام په عباداتو، عقايدو، قوانينو او اصولو څه ور زيات او يا ترې كم كړي. په نورو اديانو كې چې زيادت راغلى د هغه لامل د دين د ننه تحريف او تبديل دى، چې خلكو پكښې ځان ته د تغير، تبديل او قانون جوړونې حق وركړی ؤو، دوى په خپل لاس حلال او حرام ټاكل، څه چې به دوى په ځمكه حلال كړل، په آسمان كې يې هم حلال شوي گڼل، په ځمكه ددوى هر تړون يې په آسمان كې هم تړلی ګاڼه. خو اسلام دا هرڅه ناروا او باطل اعلان كړل او دا ډول كړنې يې د شرك په اساس له منځه يوړې لكه چې:الله تعالى فرمائي (اتخذوا احبارهم ورهبانهم اربابا من دون الله…….) توبه (۳۱) آيت. يعنى:(يهود يانو او عيسويانو) پرته له خداى تعا لى خپل د دين علماء او راهبان هم په خدايي ونيول.
د جاهليت په مهال هغه وخت چې عدی بن حاتم لا نصراني ؤ د پيغمبر صلي الله عليه وسلم په ځواب كې وويل:موږ خو دهغوی عبادت نه كوو!، پيغمبر صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل:آيا تاسو ته يې حرام ندي حلال كړي او تاسو هم هغه حلال ندي ګڼلي او حلال یې ندي حرام كړي او تاسو هم هغه حرام ندي ګنلي؟ هغه ځواب وركړ: هو همداسې ده، نو پيغمبر صلي الله عليه وسلم وفرمايل: همدا د دوی عبادت ګڼل كيږي.
اسلام دا ډول كړنې په كلكه رد کړې، او ټول یې له دې منع کړل، چې څوك دې په دين كې د مركز په نوم، دسيمينار په نوم،د خليفه يا امير په نوم، ددين د مشرانو او رهبرانو په نوم څه زيات كړي او يا يې ترې را كم كړي.خو دعيسى عليه السلام ددين په شان دين شته چې تاريخ يې د داسي مقدسو مركزونو په وجود شاهدي وركوي چې د دين په عقايدو یې خپل نظريات ورزياتول او ځينې دیني مسایل به يې ترې را كمول.په دين كې به يې تغيرات راوستل،هر وخت به چې دوی هرڅۀ وغوښتل په عقايدو به يې وزيات کړل. يو ځل يې عيسٰى عليه السلام ته دخداى دزوى لقب وركړ، بل ځل ېې د خداى كالبد وګاڼه،يو ځل يې روح القدوس په خدايي ونيو، بل ځل يې بي بي مريم ته دخدايي مقام وركړ،.. هر ځل به چې مركز پريكړه وكړه هغه به ددين يوه برخه جوړه شوه. خو په اسلام كې څوك دا حق نه لري چې ددين په قوانينو او احكامو څه ورزيات، او يا يې ترې را كم كړي. په حديث شريف كې راغلي:(اياكم والمحدثات الامور. ….فاءن كل بدعة ضلا لة).يعنې په دين كې د نويو قوانينو له شاملولو ډډه وكړئ، ځكه هر بدعت ګمراهې ده. اودا هم فرمايي:(من احدث فی امرنا هذا ما ليس فيه فهو رد ) يعنې:چاچې داسلام په احكامو له ځانه څه ورزيات كړل په داسې حال كې چې په اسلام كې موجود نه وي هغه باطل او رد دي.
داسې كارونه لكه جعلي روپۍ غوندې باطل دي، چې څښتن ته يې بيرته وروسپارل کیږي،همدا شان ټول هغه بدعتونه او نوښتونه چې د اسلام په تاريخ كې د اسلام په دين ورزيات شوي ټول باطل او رد دي،چې اسلام يې هيڅكله نه مني. په همدې توګه به اسلام سوچه او پاك پاته وي.
د الله تعالى فضل دى، داسلام په تاريخ كې داسې وخت ندٰى تير شوى چې په هغه وخت كې به داسې علماٰٰء موجود نه ووچې اسلامي امت يې ريښتينې لارې ته نه وي را بللی، او له بدعتونو يي انكار نه وي كړى. (و مما خلقنا امة يهدون بالحق وبه يعدلون). اعراف (۱۸۱) آيت. يعنې: زموږ په مخلوق كې داسې كسان شته چې حق ته بلنه كوي او په حق دعدل فيصلې كوي       هغه اسلام چې كمئ نه مني

دوهم اصل:

کله چې موږ هغه اسلام ته بلنه كوو چې هيڅ زياتی نه مني، همدا ډول هغه اسلام ته بلنه كوو چې هيڅ كمئ هم نه مني. دا دوهم اصل دى. نه له اسلامه څه كموو او نه يې ورزياتوو. وينو، د اسلام په تاريخ كې ځينو خلكو دعبادت او خداى ته دنيژدي كيدو په پلمه په اسلام كې زياتوالئ اوپه دين كې د نوښت هڅې كړې، خو دا كار هغو كسانو کړی، چې ددين په اصلې بڼه او طبيعيت سم پوه نه وو، خو اوس مهال بيا ددين څخه د كموالي هڅې روانې دي غواړي د اسلام له تهداب او بنسټ څخه ځينې مهم مسايل را كم كړي، ځينې خلك د اسلام عقيده مني خو عبادت یې نه مني، دوى ګمان كوي يو ازي په خدای تعالی ايمان درلودل كفايت كوي، عمل كولو ته اړتيا نه ليدل كيږي، ځينې نور بيا عبادت پرته له اخلاقو او اخلاق پرته له عباد ته غواړي، دوی وائې: همدا بس دي چې یو کس ريښتنی وي، دخلكوسره په عدالت،ريښتينولئ اونيكۍ چلند ولري¸، نور نومهم ندي چې لمونځ وكړي يا هم روژه ونيسي، یواځې د زړه پاکوالی اونیک اخلاق هغه ته كفايت كوي. ځينې نور بيا د قران په يوه برخه عمل كوي او بله برخه همداسې پريږدي، د عبادت لپاره پا څيږي، د خوب په مهال آيت كرسی لولې خو نورې معاملې ئي بيا په سود او ربا تر سره كوي. دسود وركونكو بانكونو سره معاملې لري. ای هغو كسانو !چې دتبرك لپاره آيت كرسي لولۍ له دې آيت وروسته په بل مخ كې هغه آيت هم ولولئ چې فرمائي:(يا ايها الذين آمنو اتقو الله و ذروا ما بقٰٰٰٰٰى من الربا اءن كنتم مؤ منين )بقره (۲۷۸) آيت ځينې ډلې شته چې له طلاق پرته ازدواج مني، ځيني نور بيا غواړي، طلاق او د ازدواجو تعدد له اسلامه وباسي، اسلام ته هم د نصرانيت غوندې اراده لري، ځينې نور بيا د اسلام صلحه مني خو جهاد يې نه مني،غواړي اسلام په هر حالت كي صلحه او په خلاينه ولري، دوى د جهاد د له منځه وړلو لپاره دا ډول صلحه غواړي، لكه څنګه چې دوی په نني پاكستان كې د انګريزي ښكيلاك د يوه ګوداګي (غلام احمد قادياني) په لاس د يوه نوي او د درواغود مذهب بنسټ كيښود.
يعنې: ای هغوكسانو چې ايمان مو راوړئ! د الله د (عذاب) څخه ويره وكړئ او هر هغه څه چې د سود (په خلكو) لرئ هغه پريږدئ، كه چيرې مومنان ياست
د ننيو مسلمانانو لويه ستونځه داده چې اسلام يې ويشلی، هغه يې د قصاب د غوښې غوندې تر ساطور لاندې نيولی، د ټوتې كولو لپاره يې تيره چاړه را اخيستي.
ځينې ډلې شته چې له طلاق پرته ازدواج مني، ځيني نور بيا غواړي، طلاق او د ازدواجو تعدد له اسلامه وباسي، اسلام ته هم د نصرانيت غوندې اراده لري، ځينې نور بيا د اسلام صلحه مني خو جهاد يې نه مني،غواړي اسلام په هر حالت كي صلحه او په خلاينه ولري، دوى د جهاد د له منځه وړلو لپاره دا ډول صلحه غواړي، لكه څنګه چې دوی په نني پاكستان كې د انګريزي ښكيلاك د يوه ګوداګي (غلام احمد قادياني) په لاس د يوه نوي او د درواغود مذهب بنسټ كيښود. ددې مذهب دنده او لاملونه يوازې دوه څيزونه وو:
–    د جهاد حكم ته د پاى ټكي ايښودل.
–    د كافر او مسلمان پاچا اطاعت كول.

دا ښكاره خبره ده؛هغه مهال ددې دوو مسئلو اوچتول ښكيلاك ته له خدمت پرته بله ګټه نه درلوده، كله چې دوخت دحكومت (كه كافر هم وي)اطاعت و منل شي پرته لدې چې جهاد ختم كړل شي بله به څه معنى و لري؟. د داسې كسانو څخه پرته چې داسلام صلحه او پخلاينه مني خو جهاد ئې نه مني،نور داسې كسان هم شته چې اسلامي عقيده او عبادت مني خو اسلامي قانون او حكومت نه مني،دا راز غوښتنې زياتره د سيكولر ډلو له خوا خپريږي،ددې ډلو لويه موخه داسلام دسياسي نظام او قانون له منځه وړل دي،ددې ډلو زياتره د خلکو په لمانځه اداْكولو، روژي نيولو يا كوم بل عبادت، انديښنه نه ښکاروي،خو كه څوك غواړي اسلام د خلكو په ژوند حكومت وكړي،دټولنې سرنوشت په لاس كې واخلي،يا په خلكو دالله تعالى قانون پلی او حاكم کړي، نو بيا اسلام ورته دمنلو نه وي او په كلكه يې مخنيوی كوي. نو څنګه ممكنه ده چې يوكس داسلام يوه برخه مني او بله د رد كوي؟لكه چې الله تعالی دالبقره په صورت كې فرمايي: (كتب عليكم الصيام) يعنې: په تاسو روژه فرض شويده، نو وايې دا منم، او كله چي فرمايي:(كتب عليكم القصاص) يعنې: د وژل شويو په هكله په تاسو قصاص فرض شويدی ، بيا وايي دا نه منم، ځكه دا يو مدني قانون دی، ديني قانون ندى. نو ای مسلمانه! د (كتب عليكم الصيام) قانون منی، خو د (كتب عليكم القصاص )قانون نه مني!؟ اسلام دا ډول دوه مخې تګلاره نه مني، او دا كار ناروا او باطل ګڼي، ځكه! په دې وينا هغه وايي: د قرآن يوه برخه منم او بله يې نه منم. بني اسرايلو هم همداسې كول، خو الله تعالی ددوی هغه عمل په کلکه وغانده چې فرمايي:(افتؤ منون ببعض الكتاب وتكفرون ببــعض) يعنې: آيا د كتاب په ځينو(برخو)ايمان لرئ او ځينې (برخې) بيا نه

هغه اسلام چې ويش او ټوټه كيدل نه مني

اسلام تجزيه او ويش نه مني، له موږه غواړي مكمل يي ومنو. د ا سلام په صدر كې ځينو يهوديانو غوښتل چې اسلام په دې شرط مني چې دوى ته به ددوى د ځينې پخوانيو رواجونو او مذهبي مراسمو اجازه وركول کیږي، خو اسلام ددوى دا غوښتنه رد كړه او الله تعالى وفرمايل:(ياايها الذين آمنو ادخلو في السلم كافه) البقره (۲۰۸) آيت يعني: ای مؤمنانو په اسلام كې مكمل اوپوره داخل شئ. همدا شان په بل آيت كې فرمايي: (ولاتتبعوا خطوات الشيطان) البقره (۲۰۸) آيت يعني،اود شيطان پيروي مه كوئ. بل ځای فرمايي:(وان احكم بينهم بما انزل الله ولاتتبعو اهواءهم واحذرهم ان يفتنوك عن بعض ما انزل الله). يعنې:اي محمده!د الله نازل كړي قانون سره سم د خلكو د چارو فيصلې وكړه، دهغوی دخواهشاتو پيروي مه كوه، پام كوه چې دا خلك دې په فتنه كې وانه چوي، يوه زره قدرې دې هم له هغه هدايت نه چې الله درته درليږلئ اوښتئ ونه مومي.
اسلام نه مني چې څوك ووايي: زه په سلو كې پنځوس اسلام منم او نور نه منم، كه داسی څوك وايي، نو آيا همدا به ريښتينئ اسلام وي؟
اسلام يوه كامله نسخه ده لكه چې داكتر ناروغ ته نسخه ليكي او ورته وايي: هغه غذا وخوره اودا دوا خوره،دا له ډوډۍ وروسته وخوره او هغه مخكې….. دا يوه مكمله نسخه ده. كه څوك دډاكتر د لاښوونې په خلاف ووايي: دډوډۍ څخه مخكې دوا خورم،خو وروسته يې نه خورم، دا ممكنه ده چې دوا د ګټې په ځاى زيان ورسوې، ځكه ددې نسخې دوا يو دبل مكمله ده ،له همدې امله موږ وايو: اسلام تجزيه نه لري، او ټولې برخې يې بايد عملي شي.
او موږ اعلان كوو: هغه كامل اسلام ته بلنه كوو چې هيڅ زياتوالی او كموالی پكښې نه وي. د اوسنۍ زمانې د مسلمانانو لويه ستونځه داده چې اسلام نيمګړی مني، داسلام يوه برخه ونيسي، بيا ګمان كوي چي په ټول اسلام يي همدا شان، ځيني مسلمانان د اسلام يوه برخه ټينګه ونيسي بيا فكر كوي چې همدا ټول اسلام دى، خو اسلام داخلاقو، عباداتو، عقايدو، ارزښتونو، معاملا تو…… په ګډون يو مكمل، شامل او كامل دين دى چې هيڅ تجزيه نه منې. دا كاملتوب بايد په فهم او عمل كې درك کړل شی. نو نه ښايي چې د مسلمانانو په ژوند كې دا ډول دوه مخي ووينو، چې په جومات كې مسلمان وي،په بازار كې بل څوك، د روژي په مياشت كي مسلمان وي، خو په نورو مياشتو كې بل څوك،او يا داچې مسلما نه ښځه په كور كې لمونځ كوي، روژه نيسي، خو كله چې بازار ته ځي،بيا ټكری نه په سر کوي ،پښې پنډۍ او څنګلې لوڅې كړېمنګولې نښلولې، نو داسلام نورو برخو ته ډيره پاملرنه نه كوي، دداسي كسانو مثال دهغو ړندو په شان دى چې فيل يي لمس کړى ؤ، ځينو د فيل شا لمس کړې وه، ځينو يي پښه، ځينو يي سر… خو كله چې د هغوی څخه د فيل د څرنګوالي په اړوند پوښتنه وشوه ،هغوى هريوه د فيل څخه دهغې برخې په رڼا كې تعبير وكړ كوم چې لمس كړى يي ؤ، خو په حقيقت كې فيل داسى نه وو، بلكه فيل د ټولو هغو اعضاوو مجموعه ده كوم چې هغوی ليدلې وو.
همدا شان، ځيني مسلمانان د اسلام يوه برخه ټينګه ونيسي بيا فكر كوي چې همدا ټول اسلام دى، خو اسلام داخلاقو، عباداتو، عقايدو، ارزښتونو، معاملا تو…… په ګډون يو مكمل، شامل او كامل دين دى چې هيڅ تجزيه نه منې. دا كاملتوب بايد په فهم او عمل كې درك کړل شی. نو نه ښايي چې د مسلمانانو په ژوند كې دا ډول دوه مخي ووينو، چې په جومات كې مسلمان وي،په بازار كې بل څوك، د روژي په مياشت كي مسلمان وي، خو په نورو مياشتو كې بل څوك،او يا داچې مسلما نه ښځه په كور كې لمونځ كوي، روژه نيسي، خو كله چې بازار ته ځي،بيا ټكری نه په سر کوي ،پښې پنډۍ او څنګلې لوڅې كړې. نو آيا دا به واقعي اسلام وي؟ نو موږ كامل، پوره، او جامع اسلام ته بلنه كووهغه اسلام چې په فهم او عمل كې يو شان وي، څه تري كم نه وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب