څنګه پوهیږو چې د ډیپریشن په ناروغۍ اخته یو؟

 

د ډیپریشن ناروغۍ ته د ژور خپګان ناروغي هم ویل کېږی. د دې ناروغۍ پېژندل ډېر آسانه دی، که یو وګړی خپل چلند ته ښه ځیر شي، ښایي پخپله هم پوه شي چې د ډیپریش یا ژور خپګان په ناروغۍ اخته شوی دی.

لاندې څو پوښتنو ته ښه فکر وکړئ او په هو او نه ځواب ورکړئ. که ستاسو د هو ځواب د نه ځواب څخه ډېر وي نو ښایي چې په دې ناروغۍ اخته یاست:

۱ـ  آیا ډېر وخت مو زړه خپه وي؟

۲ـ آیا نهیلي یاست او نیکمرغه راتلونکي ته هیله من نه یاست؟

your ads

۳ـ آیا ډېر وخت مو زړه تنګ وي؟

۴ـ آیا زړه مو غواړي چې وژاړئ او کله کله له ځان سره پټ پټ ژاړئ؟

۵ـ آیا داسې خیالونه درته پیدا کېږي چې دا څه ژوند دی، له دې خو مرګ ډېر ښه دی؟

۶ـ آیا ډېر وخت درته سردرد پیدا کېږي؟

۷ـ آیا کله چې د یو کار هوډ وکړئ نو بېرته پښېمانه کېږئ او په دې ډول هيڅ پرېکړه او کار نه شئ کولای؟

۸ـ آیا په خپل ځان بې باوره یاست؟

۹ـ آیا په مینه نه بلکه په مات زړه کارکوئ، یا کله چی یو کار کوئ نو فکر کوئ چی څوک یې درباندې په زور کوی؟

۱۰ـ آیا له خپل نصیب څخه هر وخت ګیله من یاست او فکر کوئ چی نصیب مو خوار دی؟

۱۱ـ آیا په لږ خبره ډېره غصه درځي؟

۱۲ـ آیا شور درباندې بد لګیږي او په شور ماشور غصه درځي؟

۱۳ـ آیا په ډېره لږ ناروغۍ درته داسې ویره پیدا کېږي چې ښایي سرطان، د زړه ناروغي یا بله وژونکې ناروغۍ وي؟

۱۴ـ آیا کله چې له یوې ناوړه پېښې سره مخ شئ نو په ورځو ورځو درته یادېږي او غصه درځي؟

۱۵ـ آیا کله داسې حس کوئ چې زړه په موټي کې نیول شوی دی؟

۱۶ـ آیا کله داسې کېږي چې هسې هم زما ژوند ښه ژوند نه دی که مړ شم هم څه خبره نه ده او په دې بنسټ نشه ایزو توکو لکه: نسوار، سګرټ، چرس، شراب او نورو چارو ته زړه ښه کوئ؟

۱۷ـ آیا کله کله د زړه ټکان احساسوئ یا مو د سینې په کيڼ لور کی د زړه د ساحی درد احساسوئ؟

۱۸ـ آیا خوب مو ګډ وډ دی؟ یا بېخوبي لرئ یا مو خوب بیخي ډېر دی؟

۱۹ـ آیا ډېر وخت ستړي یاست؟

۲۰ـ آیا ډېر وخت مو ډوډئ ته زړه نه کېږي؟

۲۱ـ آیا د سر دواړو اړخونو ته دروندوالی احساسوئ؟

۲۲ـ آیا ډېر وخت د معدې تکلیف لرئ چی له درملنې سره یا نه ښه کېږئ یا د درملنې د پای ته رسېدو وروسته بیا درته پېښېږي؟

۲۳ـ آیا کلونه کلونه قبضیت یاست یا وار په وار څو ورځې قبضیت او بیا څو ورځې په نس ناسته اخته یاست، یا په یو وخت هم قبضیت او هم په نس ناسته اخته یاست یعنې ډکې میتیازې مو اوبلنې دي مګر خلاصې نه کېږي او فکر کوئ چې نورې هم شته چې باید ويې کړئ؟

۲۴ـ آیا کلونه کلونه مو ګېډه باد اخلي چې په کولمو کې مو تاوېږي او درد درته پیدا کوي چې د معدې او آمیب د درملنې سره په بشپړ ډول نه ښه کېږئ؟

۲۵ـ آیا کله کله درباندې داسې حالت راځي چي فکر کوئ دمګړۍ مړه کېږئ او له ځان سره پټه پټه کلمه وایئ چې هسی نه بې ایمانه له دنیا لاړ شئ؟

۲۶ـ آیا کله داسې وېره درته پیدا کېږي چې زلزله ده، یا مو سترګو ته ځمکه ښورېږي او وېرېږئ؟

۲۷ـ آیا کوم ځای ته یواځې تګ درته ستونزمن ښکاري او اړ کېږئ چې باید بل ملګری درسره وي؟

۲۸ـ آیا کله چې له کوره بل چېرته ځئ نو سودا درته پیدا کېږي چې هسې نه هلته څه تکلیف درته پېښ شي چې بېرته به هم نه شئ راتلئ؟

۲۹ـ آیا کله چې د یوې ناروغۍ په اړه معلومات واورئ نو داسې فکر کوئ چې تاسو پرې اخته یاست او کټ مټ هماغه نښې نښانې په ځان کې حس کوئ؟

۳۰ـ آیا ډېر وخت مو نیم بدن درد کوي یا په نیم بدن کې کمزوري احساسوئ او فکر کوئ چی په فالج اخته یاست؟

۳۱- آیا ډېر وخت غمګینې سندرې اورئ او مستې سندرې درباندې بدې لګېږي؟

یادښت: ډیپریشن دومره پراخه ناروغي ده چې نښې نښانې یې په لویو لویو کتابونو کې نه راځي خو دلته یې یواځې لویې نښې یادې شوي دي. هغه ګران لوستونکي چې په ځان کې دا ډول نښې ګوري نو هڅه دې وکړي چې د رواني ناروغیو له ډاکټر سره مشوره وکړي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب