په ژمي کې دغه ویټامینونه مو له ناروغیو ژغوري

د ژمي په فصل کې یو شمیر ویټامینونه انسان له مختلفو او سختو ناروغیو څخه ژغورلی شي.

د څیړنو په پایله کې څرګنده شوې چې ویټامین بي (Vitamin B) او ویټامین سي (Vitamin C) د ژمي په موسم کې انسان له مختلفو ناروغیو او میکروبونو څخه ژغوري.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د ژمي په موسم کې هغه خوراک او څښاک باید وڅښل شي کوم چې کولی شي د انسان بدن ګرم وساتي نو له همدې امله ویټامین بي (Vitamin B) او سي (C) لروونکي خواړه د میکروبون په له منځه وړلو کې مرسته کولی شي.

له پورتنیو ویټامینونو سربیره ټول هغه سبزیجات چې شنې پاڼې لري هم د مختلفو ناروغیو په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کولی شي.

د روغتیايي څیړونکو په وینا ۸۰ سلنه خلک ژمی خوښوي نو له همدې امله په دغه فصل کې د خپل بدن دفاعي نظام پیاوړی کولو لپاره باید شیدې او له شیدې څخه لاسته راغلې خواړه لکه پنیر او مستې استعمال زیات کړي ځکه چې دغو خوړو کې زیاته اندازه پروټین او ویټامین اې (Vitamin A) شتون لري کوم چې د بدن د اړتیا وړ کلسیم پوره کولو سره هډوکي پیاوړي کوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب