په واده کې کوم معيارونه په پام کې ونيسو؟

آيا مينه ورکه شوې ده؟ هو، مينه به تر ډېره بريده په هغو لويديزو ټولنو کې ورکه شوې وي چې د طلاق او واده ماتولو پېښې پکې ډېرې لوړې دي. په دې ډول ټولنو کې د ګڼ شمېر يارانو يا معشوقو درلودنه د عادي ژوند برخه ګرځېدلې، تر دې چې د داسې ريښتينې مينې پيدا کول چې تر پايه دوام وکړي بيخي ناشوني شوي دي. د لويديزو ټولنو په اړه خو شمېرې په خپله خبرې کوي. مګر پوښتنه دا ده چې په اسلامي نړۍ کې څه حال دی؟

لويديزې رسنۍ د مسلمانانو د واده او کورنۍ په اړه هم کټ مټ هماغه ډول نظر لري چې د مسلمانانو د ژوند د نورو اړخونو په اړه يې لري. په نورو ټکو کې، د مسلمانانو د ژوند دا اړخ هم په چندان ستايونکې ژبه نه يادوي. د مسلمانانو په اړه د جبري ودونو، د ښځو د ډبولو او نورو پېښو خبرونه خپروي، او په دې سترګې پټوي چې دا کارونه د اسلام لارښوونې نه دي. هغوی په هغو مسلمانو زلميانو او پېغلو سترګې پټوي چې واده ته په درنه سترګه ګوري او په ډېره لېوالتيا او له مينې ډکه توګه د هغې ورځې لارې څاري چې د ژوند له ريښتيني ملګري سره وګوري، واده ور سره وکړي او بيا د ژوند تر پايه سره يو ځای پاتې شي. په همدې توګه لويديزې رسنۍ په دې اړه هم څه نه خپروي چې مسلمان ميړونه او مېرمنې پکې تر اوږدو مودو له ګډ ژوند څخه خوند اخلي، او تر پايه يو بل ته درناوی او يو له بل سره مينه لري. نو، ويلای شو چې مينه نه ده ورکه شوې.

ښايست له مينځه تلونکی دی، تل نه پاتې کيږي
مګر پوښتنه بيا هم دلته ده: څه پوهيږو چې د ځان له پاره مو د ژوند ريښتينی ملګری غوره کړی؟ څنګه پوهيږو چې دا هماغه څوک ده/دی چې پاتې ژوند به ور سره تېروو؟ څنګه پوه شو چې واده مو بریالی دی او د خپل شا او خوا ودونو په څېر نه ماتيږي؟ که د مور او پلار واده مو په طلاق او بيلتون تمام شوی وي، څنګه کولای شو خپل واده له هغه برخليک څخه وساتو؟ که مور او پلار مو کلونه کلونه له خوښۍ او مينې ډک ژوند کړی وي، څه ډول کولای شو خپل واده هغه حالت ته ورسوو؟ پوښتنې ډېرې دي، خو هغه مهمې به يې ځواب کړو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم را ته د ژوند د مېرمنې د ټاکنې په اړه څه مشورې راکړي:
ښځه د څلورو ځانګړتياوو له کبله په نکاح کېدای شي: (۱) د هغې د شتمنۍ له پاره، (۲) د هغې د ښې کورنۍ له پاره، (۳) د هغې د ښايست له پاره، او (۴) د هغې د ديندارۍ له پاره، لاسونه دې په خاورو شه، دينداره ښځه وکړه (بخاري او مسلم روایت کړی)
له دې کبله بايد يو زلمی يا يوه پېغله په دې کې پوره پام وکړي چې د ځان له پاره د ژوند کوم ډول ملګری وټاکي. دې ته هم بايد فکر وکړي چې ميړه يا مېرمنه به ستاسې د ماشومانو پلار يا مور هم وي. ستاسې مېرمنه يا ميړه به هغه څوک هم وي چې تاسې پرې د هر څه باور کوئ، خپل ټول رازونه ور سره شريکوئ، ستاسې کور ته پام کوي يا ستاسې له پاره ډوډۍ ګټي.

که چېرې د خپلې ټاکنې له پاره معيار ښايست وټاکو، نو دا هم بايد په ياد ولرو چې، ښايست تل پاتې کېدونکی نه دی، او د وخت په تېرېدو له مينځه ځي. ښايي همدا لامل وي چې په لويديځ کې ډېر ودونه په طلاق تماميږي. که واده د جسمي زړه راښکونتيا پر اساس کيږي، دا هم بايد په ياد ولرو هغه چې زړه دې پرې بایللی، تل به داسې نه وي. زوړ به شي، زړه به شي، چاغ به شي، چاغه به شي، ناروغ به شي، ناروغه به شي، بيا به هاغسې نه ښکاري چې يو وخت ښکاريده. که جسمي زړه راښکونتيا يې له مينځه لاړه شي، بيا به څه کيږي؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر هوښيار وو، پر واقعيتونو يې سترګې نه پټولې، ويل يې جسمي زړه راښکونتيا او ښايست ډېر مهم دي. المغيره ابن شعبه وايي د رسول الله صلی الله علیه و سلم په وخت کې مې له يوې ښځې سره کوژده کوله. رسول الله صلی الله علیه وسلم را نه وپوښتل: ليدلې دې ده؟ ومې ويل، نه! ويې فرمايل: لاړ شه ويې ګوره، ځکه چې دا ډېر غوره ده چې مينه او جوړجاړی مو تر مينځ پيدا شي.

مناسب شخص څنګه وپېژنو؟

ځوانان نه غواړي له داسې يو چا سره واده وکړي چې ښه نه ښکاري. له دې کبله د راتلونکي ملګري په ټاکنه کې بايد ښايست په پام کې ونيول شي. مګر رسول الله صلی الله عليه وسلم دا هم را ته په ډاګه کړې چې ښايست هر څه نه دی. د ژوند د راتلونکي ملګري په اړه تر ټولو مهم شی د هغه/هغې دينداري ده، يعنې دا چې بايد ښه مسلمانان وي. که تاسې دواړه ښه مسلمانان يئ، لمونځونه کوئ، نور فرضونه پر ځای کوئ، يو بل او خپلې کورنۍ ته ژمن اوسئ، واده به مو بريالی وي. واده به مو تش پر نظر نه، بلکې پر پياوړي بنسټ ولاړ وي.

څوک چې واده د خپل ملګري د ديندارۍ له پاره کوي، په دې هيله چې دين يې بشپړ شي تر څو الله جل جلاله ترې خوښ شي، هغوی واده ته په درنه سترګه ګوري. دا ډول خلک زيار باسي د دې پر ځای چې يوازې د خپل ځان د خوښولو له پاره زيار وباسي، د خپلې مېرمنې يا ميړه د زړه د خوشالولو له پاره هڅه کوي. په ژوند کې تل ګډ او د يووالي ټکي لټوي (د هغو نورو په څېر د اختلاف او بيلتون ټکو پسې پايڅې نه را بډ وهي). (د ځاني غوښتنو پر ځای) تل الهي امرونه په پام کې نيسي. کله چې په يوه واده کې د راکړې ورکړې اصل موجود وي، هغه واده برياليتوب ته رسيږي. کله چې دواړه په خپلو کړو وړو او وينا کې د الله جل جلاله خوښه په پام کې نيسي، دواړه يوه بل ته د يوې ډالۍ په سترګه ګوري. په دې ډول ودونو کې د دواړو تر مينځ اړيکه ورځ په ورځ پياوړې کيږي.

نو، څنګه پوهېږئ چې انتخاب مو سم دی؟ خپلو راتلونکو هيلو ته وګورئ. آيا دواړه له واده څخه يو ډول هيلې لرئ؟ آيا دواړه د دې هيله لرئ چې ماشومان ولرئ او ګډ کور جوړ کړئ؟ له کوژدې کولو وړاندې بايد دا خبرې په څه چل مطرح کړل شي، تر څو يو د بل له غوښتنو څخه خبر شئ. د واده په کار کې مشوره هم واخلئ. له خپلو ميندو او پلرونو سره او له خپلو نږدې ملګرو سره مشوره وکړئ. په همدې ډول د ټولنې له نورو داسې هوښيارو وګړو سره هم مشوره وکړئ چې ستاسې دواړو له کورنيو سره کومې اړيکې و نه لري او تاسې ته په پاک نيت او بې پلوه توګه د مسلمانۍ مشوره درکړي.

په واده سترګې مه ور پټوئ!

په واده کې دا هم مهمه ده چې بايد په پټو سترګو حمله و نه کړل شي، داسې چې هر څوک لومړی په مخه درغله او سترګې پرې ور پټې کړئ. هو، اراده به مو کړې وي چې واده وکړئ، خو دا چې تر دې دمه مو انتظار کړی، لږ نور هم صبر وکړئ، تر څو مو زړه ترې ډاډه شي. تش په نوم واده غواړئ، که ښه واده غواړئ؟ هسې تش په نوم ښځه يا ميړه غواړئ او که داسې ښځه يا ميړه چې ژوند دې پرې جوړ شي، او پرې ووياړې؟ دې ته مو پام وي چې دا به ستاسې د کوچنيانو مور يا پلار وي. دا به هغه کس وي چې تاسې به د ژوند تر پايه پام پرې کوئ. نو، لږ نور هم صبر وکړئ. ډېرې ډېرې دُعاګانې وکړئ. هو، ډېرې ډېرې دُعاګانې. ښايي واده ته به ډېر لېواله يئ، نو له خدايه وغواړئ چې روغ شخص مو په برخه کړي. او کله هدف ته ورسېدئ، بيا دا دُعاګانې کوئ چې خدای دواړو ته د دې وس درکړي چې له يوه بل سره مينه وکړئ او د ژوند په سړو او تودو کې د يو بل مرستندويان وګرځئ.
په دې توګه به بيا د دې وړتيا تر لاسه کړئ چې د خپل زړښت پر وخت، کله چې سپين ږيري يا سپين سرې شئ، او لمسيان مو پر پښو لوبيږي، د خپل خواږه واده، خوږې شيبې را يادې کړئ، او خدای ته له دې کبله شکرونه وباسئ چې د ژوند ريښتينی ملګری يې در په برخه کړی وو. هغه ورځ به بيا خلک تاسې ته ګوري او د دې هيله به لري چې کاشکې د هغوی هم ستاسې په څېر نېکمرغه واده په نصيب شي.

سرچينه: اسلام انلاین

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان / اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب