بخښنه او مغفرت غوښتل

علي ابن ابي طالب رضی الله عنه وایي: ابوبکر صدیق راته ویل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې اوريدلي ویل یې: هر سړی چې ګناه وکړي بیا ولاړ شي په ښه توګه اودس وکړي او له الله نه بښنه وغواړي الله به خامخا بښنه ورته کوي، وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ایت تلاوت کړ: عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه قال: حدثني أبو بكر الصديق – وصدق أبو بكر -: سمعت النبي – صلى الله عليه وسلم – يقول: ما من رجل يذنب ذنبا، ثم يقوم فيتطهر، فيحسن الطهور، ثم يستغفر الله عز وجل إلا غفر له. ثم تلا: وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً . اخرجه احمد والاربعة.

وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ. [آل عمران (135) ] .

یعني او هغه خلک چې لویه ګناه وکړي او یا په ځانونو ظلم وکړي نو الله او د هغه وعید یاد کړي او د خپلو ګناهونو مغفرت وغواړي او دا چې یواځي الله ګناهونه بښي او په خپلو کړنو دوام ونه کړي او دوی پوهیږي چې دا ګناه ده.

له دې حدیث او ایت نه په روښانه توګه معلوميږي چې الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم مو له ګناه نه توبې ایستلو او بښنې او مغفرت غوښتلو ته هڅوي نو مومن ته لازمه ده چې هر وخت استغفرالله وایي او له الله نه بښنه غواړي.

په څو کرښو کې لوی مفاهیم

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب