په نبوي سنتو کې په ښې اړخ دوېدېدو علمي اعجاز

په دې ورځو کې په ګڼو عربي ویب پاڼو په ښې اړه دوېده کېدو په اړه یو هېښوونکی خبر خپور شو، هغه داسې چې یوې امريکايي څېړنې دهغه نبوي سنتو علمي اعجاز را سپړلی کوم چې په ښې اړخ تر وېده کېدو، او دمخ تر ښي اړخ لاندې دښي لاس تر اېښودلو پورې تړاو لري، دغه څېړنه دیوې امريکايي څېړونکې ډلې لخوا تر سره شوې، کومه چې مشري يې د یو مصري ډاګتر جمال الدین ابراهیم پر غاړه ده، استاذ جمال الدین په کالفورنیا کې د ټولنې د زهري مضرو موادو او زهریاتو دعلم استاذ او په امریکا کې دهستوګنې او چاپیریال پېژندنې دعلومو دمرکز مدیر دی.

نوموړې څېړنه ښيي چې په ښي اړخ ویده کېدل، او ښی لاس دمخ تر ښي طرف لاندې اېښودل دانسان دبدن د آرامتیا، او دزر خوب ورتلو لپاره ګټور دي، په ښي اړخ ویده کېدل له هغو خلکو سره چې دخوب لپاره دارو خوري په دې اړه مرسته کولی شي.
ډاکتر جمال الدین چې اوس مصر ته په یو سفر راغلی له شرق الاوسط خبري آژانس سره په یوه مرکه کې وویل، دغه څېړنه دامریکايي څېړنیزو مرکزونواو معهدونو د هغه نظر په رڼا کې تر سره شوې چې وايي دهغو روغتیایي ستونزو په هواري کې چې دکیمیاوي داروګانو داستعمال له وجې را پیدا کېږي باید په طبیعت او فطرت باندې اعتماد وشي.

[irp][irp][irp]

نوموړی زیاتوي چې دده څېړونکې ډلې په دغه څېړنه کې دهغو څېړنو پر پایلو تکیه کړې کومې چې څه وخت مخکې په بریتانیا کې دماشومانو په اړه تر سره شوې وې، دغه څېړنې ښيي چې په ښې اړخ دماشومانو ویده کېدل له دوی سره په آرام خوب کولو کې، او همدا رنګه دګډوډو خوبونو په نه لېدلو کې مرسته کوي.

نوموړي وویل: ده او دده څېړونکې ډلې چې کله دبریتانوي څېړنو پایلې په بالغو کسانو وآزمویلې نو دې پاېلې ته ورسېدل چې کله زړه دبدن په پورتني اړخ کې وي نو د خپل کار دتر سره کولو لپاره کم ځواک ته اړتیا لري، او دا هغه حالت دی چې کله په ښي اړخ خوب وشي، ځکه چې په دې صورت کې زړه له پاس طرف نه لاندې طرف ته وینه په آسانۍ سره پمپوي، چې دا بیا دانسان دبدن په آرامتیا او زر خوب ورتلو کې مرسته کوي، ځکه چې زړه په آرامه او هوسا توګه کار کوي.

او بله دا چې کله انسان سرګردانه وي نو په دماغ کې برېښنايي چارجونه سره غونډېږي، خو کله چې ښی لاس دمخ تر ښي اړخ لاندې کېښودل شي نو دغه په دماغ کې سره غونډ شوي اضافي مضر چارجونه خلاصېږي.

your ads

او ددې علت یې داسې بیان کړ چې: له برقي او آهینروبايي پلوه دانسان دبدن ښی او کيڼ اړخ سره برابر نه دي، هغه برېښنايي چارجونه چې دجسم په ښي اړخ کې دي له هغو نه کم دي کوم چې په کیڼ اړخ کې دي، ځکه چې په کیڼ اړخ کې زړه دی، او دانسان ددماغ ښی اړخ دانسان دبدن یو نیمايي ( کين اړخ ) کنترولوي، او ددماغ کیڼ اړخ دبدن بل نیمايي ( ښي اړخ ) کنترولوي، کله چې ښی لاس دمخ تر ښي اړخ لاندې کېښودل شي نو هغه برقي او برېښنايي چارجونه چې ددماغ په ښي اړخ کې دي هغه ښي لاس ته چې چارجونه پکې کم دي ورځي، او په دې توګه له انسان سره په بې خودۍ او زر خوب ورتلو کې مرسته کوي.

په رښتیا هم چې اسلام دفطرت دین دی، داسلام دمبارک دین هر حکم او امر دانسان دګټې لپاره دی، په اسلام کې هېڅ داسې حکم او امر نشته چې په هغه کې انسان ته تاوان وي، مګر ستونزه دلته ده چې په دغو ګټو انسان کله کله پوهېږي او ډېر ځله ترېنه ناخبره وي.

الحمد لله مسلمانان په دې ټینګ باور لري چې داسلام هر حکم دانسان په ګټه دی، او دا ضرور نه بولي چې دوی باید خامخا لومړی دیو حکم او امر په ګټو پوه شي او بیا یې وروسته عملي کړي، مونږ مسلمانان داسلام له برکته له ډېرو هغو ناروغیو او مرضونو نه چې کفار ورسره لاس او ګرېوان دي تر ډېره په امن یو، ځکه چې مونږ په داسې دین عمل کوو چې دکونینو خالق دانسان دنېکمرغۍ لپاره رالېږلی دی، هر حکم او هر امر یې دانسان لپاره له معنوي، مادي او جسمي ګټو نه ډک دی.

دا لومړی ځل نه دی چې طبي څېړنې دانسان لپاره داسلامي ارشاداتو دعملي کېدو ګټې را سپړي، بلکې څو څو ځله دېته ورته څېړنو دانسان لپاره داسلام دمبارک دین داحکامو او اوامرو ګټې ښودلې دي.

[irp][irp][irp] دا په حقیقت کې د الله جل جلاله د هغه مبارک قول مصداق کېدای شي چې وفرمايي: (سَنُرِيهِمْ آَيَاتِنَا فِي الْآَفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ (53) سورت فصلت ۲۴ پاره.

ترجمه: زر ده چې مونږ به دوی ته دځمکې او آسمان په څنډو، او ددوی په ځانونو کې دخپل قدرت نښې نښانې وښیو، تر څو دوی ته څرګنده شي چې بې شکه قرآن کریم حق او د الله کلام دی، آیا ستا ( اې محمده! صلی الله علیه وسلم ) دحفاظت او حقانیت لپاره دا بسنه نه کوي چې ستا پالونکی په هر څه باندې ګواه او حاضر دی، دهر څه څارونکی دی؟ بلې همدا ستا لپاره کافي دي، دا چې کفار او مشرکین تا نه مني، ستا قرآن نه مني، دیته کوم اهمیت مه ورکوه، ته ډاډه اوسه، ستا پالونکی له تا سره دی.

ددې تر څنګ دغه رنګه څېړنې ښيي چې الله تعالی د اسلام ستر، ویاړلي او نازولي خوږ پیغمبر سرور کائنات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته دهغه دکړو وړو، او خبرو په اړه ښوونه کوله، وحیې یې ورته کوله، کوم چې علمای کرام ورته خفي وحیې وايي، که نه پرته له پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه بل کس ولې دا رنګه ارزښتناکه او ګټورې لار ښوونې نشي کولی چې څوار لس سوه کاله وروسته یې خلک په ځینو ځینو حکمتونو پوهېږي، او دا یو ځل بیا دالله جل جلاله دهغه مبارک او سپېڅلي قول مصداق ګڼلی شو چې فرمايي( : وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (3) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى (4) سورت نجم، ۲۷ پاره ، ترجمه: او هېڅ کله ( رسول الله صلی الله علیه وسلم ) له ځانه خبرې نه کوي، هغه څه چې دی یې وايي له هغه نه پرته بل څه نه دي چې ورته وحیې کېږي.

الله جل جلاله دې ټول انسانیت ته په اسلام دمشرف کېدو توفیق ور په برخه کړي، په ځانګړي ډول دې الله تعالی مسلمانانو او بیا خصوصا خپله مونږ ته توفیق راکړي چې داسلام دمبارک او سپېڅلي دین پر احکامو پوره پوره عمل وکړو،تر څو ددنیا او آخرت له نېکمرغیو او سعادتونو نه پوره پوره برخمن شو.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب